تاند- ملګروملتو نن /یکشنبه/ د دسمبر یوولسمه د غرونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دوو پیغامونو کې د غرونو د سیلانیانو په اړه احصاییې خپرې کړې.

په دې پیغامونو کې ویل شوي چې په ټوله نړۍ کې ۴ ملیون سکي لوبغاړي شته خو غرونو ته په درسته نړۍ کې تر ۵۰ ملیونه زیات خلک ځي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ځیني کسان غرونو ته د سکي او نورو لوبو لپاره ځي خو ډېرو نورو ته غر ختنه خوند ورکوي.

د ملګروملتو د ارقامو پر اساس تر ټولو زیات خلک د فراسنې، امریکا، هسپانیا، چین، ایټالیا، مکسیکو، ترکیې، جرمني، بریتانیا او روسیې غرونو ته ځي او تر ټولو زیات عاید دا لس هیوادونو له خپلو غرونو ترلاسه کوي.

د ملګروملتو د راپور پر اساس، دا هیوادونه هر کال له ۷۰ تر ۹۰ ملیارد ډالره له هغو سیلانیانو ګټي چې د دوی غرونو ته ورځي چې دا د توریزم د ټول عاید په سلو کې له ۱۵ تر ۲۰ پوري دي.

امنیت، سمې لارې، ترانسپورتي وسایل او خدمات د توریستي جاذبو د جذب لپاره اساسي اهمیت لري.

د افغانستان غرونه په نړۍ کې کمساري دي، په تېره بیا اروپایانو ته. اروپایانو ته، چې تر نورو ملتونو زیات سفر کوي، د افغانستان وچ او په عین حال کې بېروونکي غرونه د سیل لپاره ایډیالي ځایونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *