ژباړه: حمیدالله حمیدي

مالټې د چاغۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه مېوه ده، دغه راز مالټې کولی شي د بدن دفاعي سيستم هم پیاوړی کړي. مالټې د ويټامین سي، بي او اې تر ټولو ښه سرچینه ده. پر ويټامینونو سربېره مالټه ګڼ معدني مواد لکه اوسپنه، فاسفور، کلیسم، مګنیزیم، سودیم، پوتاشیم، مس، کلر، ګوګرد او نور لري.
د مالټو جوس د وینې غلظت له منځه وړي نو ځکه یې د عروقي سيستم ساتونکې مېوه هم بللی شو.
که د مالټې له پوستکي او مغز دواړو څخه جوش جوړ شي نو ګټه یې یو پر دوه کېږي، د مالټې جوس مدرر خاصیت لري او د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي.
لیمو او مالټه
که غواړئ وزن مو کم کړئ، یوه ماټله او درې دانې لیمو نازک پوست کړئ، د نیم ساعت لپاره یې په اوبو کې واچوئ، یوه کاچوغه شات ور زیات کړئ او د پنځو دقیقو لپاره یې جوش ورکړئ. له جوشېدو وروسته یې پرېږدئ څو ښه یخ شي، هره ورځ د یوې وړې کاچوغې په اندازه ترې نوش جان کړئ، په کمه موده کې به حس کړئ چې وزن مو کم شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *