ژوند به تر هغو پورې ژوند ګڼم دروېشه چې زه
پخپله ځمکه يم روان پخپلو پښو يم روان
دروېش درانی
ميدان ښار/ مرشد اعظم محمديار ـ يار راته زنګ وکړ چې د پکتيکا، غزني او ميدان ښار ياران به راګورو نو د جمعې د سهار لمونځ مې درملستان او انجنير پاچا حضرت الله پکتين په کور کې وکړ او چې شپې خپلې نښې ورټولولې د محمديار صاحب دروازه مې وټکوله. محمديار صاحب کتابونه او د سفر جامې برابرې وې چې د ميدان ښار موټر مو له کابله وايست. ساعت وروسته د ميدان ښار له ملګرو سره د ارمان صاحب د همکاري له برکته وصل شوي وو؛ په پېغله راډيو کې مو د وطن غم ژاړه او د ځپل شوي ملت د راپورته کېدو په لارو چارو مو غور کاوه. د ميدان ښار ملګرو د مينې تر څنګ په دې هم وپوهولو چې دا ولايت هم د نورو په څېر د محروميو اوږده اوږده داستانونه لري. د دوی له څېرو هم د فقر او د وحشتونو د يوې اوږدمهاله فاجعې تصويرونه ښکارېدل. حيراني دا وه چې په تېرو نږدې شپاړلس کلونو کې مهمې څوکۍ د وردګو په اختيار کې وې خو فکر کوم دې ولايت د دوی د شخصي خواهشاتو په ګردابونو کې هم غوپې وهلې.
په يو ساعته مجلس کې مو د هيواد ډېرې ناخوالې سره وژړلې او پر دې مو بحثونه وکړل چې زموږ مسوليتونه څه دي؟! د وردګو ملګرو مينه، احساس، استعدادونه د ستاينې وړ دي او هغه مينه چې له خپل وطن او خاورې سره يې لري ـ د ستاينې او تقليد وړ ده. د ميدان ښار د ځوانانو ناستې دا زېری راباندې وکړ چې دلته لا هم ژوند شته او د ژوند پالونکو فکري خوځښتونه شته. د واورې ورښت هم د دې زېری کاوه چې د وچکالي د اندېښنې اور به وژني. ما او محمديار له يو محصل سره يو ځای د پرتمونو د ټوټې ټوټې شوي ښار غزني پر لور سفر پيل کړ؛ د لارې دواړو غاړو ته د جنګ د يرغل نښې ښکارېدې او داسې ښکارېده چې دلته ګام پر ګام وحشت تېر شوی؛ د سوزېدلو موټرونو نښې، د چاودېدلو ماينونو، توپونو او بمباريو نښې دواړو غاړو ته ښکارېدې. لويو لويو کلاګانو هم په سپېرو دښتو کې سنګرونه نيولي وو؛ د خزان سېلۍ هم د وردګو شنيلي جارو کړي وو. د خلکو خاموشه ژوند او لويو هديرو د وېرې او محروميت سندرې ويلې. ما او محمديار صاحب تر غزني غځېدلې لاره په افسوسونو، د چارواکو په غيبت او ورته ښکنځلو او د فلاح د يوې ورکې لارې په لټون لنډه کړه.
غزني/ انعام الله ګوهر او جميل وقار د کليوال ملګري ادبي ټولنې ته ورسولو؛ ډوډۍ مو وخوړه. د غزني ملګرو ډېره مينه راکړه. د کليوال ملګرو ټولنې فعاليتونه خورا د ډاډ وړ او د وطن په خير وو. د کتابونو او غږ مجلې چاپ، د ځوانانو د فکري ويښتيا پروګرامونه، د حکومتوالي ټينګښت او ملاتړ او د ولسي ژوند د بهترۍ بېلابېل پروګرامونه يې را سره شريک کړل. دوی په کمه موده کې اوږده واټنونه لنډ کړي وو. د کليوال ملګري ټولنې د عامه پوهاوي د مسوليت اداينې په لړ کې ګڼ شمېر داسې ځوانانو روزلي چې د دې نهاد د فکري رشد د منظمو برنامو ښکارندويي کوي. هغوی چې له موږ سره په مجلس کې خبرې وکړې؛ ټولو يې د ودان افغانستان ارمانونه لرل. محمديار صاحب هم د يو متحد او مشتر افغانستان د راتلونکي په باره کې مهمې خبرې وکړې. يار ملګري وهڅول چې سياست وکړي او د وطن د ابادۍ، نيکمرغۍ، د (افغان انسان) د بهتره ژوند لپاره هڅې وکړي. همدارنګه د ځوانانو د فکري ويښتيا په باره کې يې هم ګټورې خبرې وکړې. دا د يار خبره ده چې د هغه کور د اوسېدونکو په څېر بايد يو له بل سره همکاري وکړو چې اور پکې بلېږي؛ شمالي وال، جنوبيوال. هزاره، تاجک، پښتون او ټول د دې کور اوسېدونکي يو او بايد دا اور په ګډه مړ کړو؛ سوزېدلې برخې يې هم په مشترکه ورغوو.
پکتيکا/ ماسپښين مو د غزني له تاريخ، لرغوني تمدن، زيارتونو، يارانو او ښار سره مخه ښه وکړه. د لويو کلاګانو په سېورو کې د غزني او پکتيکا تر مهمې او ارزښتمنې ساحې سردې بنده ورسېدو چې د ژوند يوې مهمې منبع پکې بې برخليکه عمرونه تېر کړي؛ ور خوا ته يو څو دوکانونه وو چې يو کس درې هيلۍ ښکار کړې وې او په وينو لړلې په موټرسايکلي ګاډۍ(زرنج) کې پرتې وې؛ ما او محمديار صاحب د هيليو او دې اوبو په برخليک افسوسونه کول؛ د صاحب شاه صابر بيت رايادېده:
دلته دومره اوبه نشته چې څوک وکري ګلونه
دلته غرونه غرونه واورې دلته واورې واورې غرونه
موږ د همدې پرېمانه اوبو، پراخو دښتو او وزګارو خلکو په باره کې بحثونه کول چې که درې واړه تنظيم شي؛ نيم هيواد ته خوراکي توکي توليدولای شي چې په همدې خبرو کې مو د ښرنې ښار خاموشي ته موټر ننوت؛ د صائب بيت مې ټوله لاره يادېده:
خبر کعبه مقصود از ما ميرسد
ما بېخبران قافله رېګ روانيم
نړۍ ته د پرتم، زرين تاريخ او نجيبتوب دعوې زموږ رسېدلې دي خو تر ټولو ټيټ ژوند زموږه دی؛ په همداسې کيفياتو کې مو محب الله آرمل د پکتيکا راډيو تلويزون ودانۍ مخې ته هرکلی وکړ او د ماښام په يخني کې مو د اکبر راحل او آرمل د مينې تودوخه حس کوله چې د مولانا محمد الياس وحدت زنګ راغی؛ ژمنه مو وکړه چې ډوډۍ به له مولانا سره خورو خو د راډيو تلويزون خبريالانو دسترخوان او ډک لوښې راوړل نور نو د تګ وخت نه و. له ډوډۍ وروسته مولانا بيا زنګ وکړ چې موټر يې را لېږلی او بايد نور ور روان شو. د مولانا خبره ماتول ګرانه خبره وه ځکه دا چارواکی نه و پخوانی يار و؛ داسې يو يار چې يارانه ورسره لرغونو زمانو ته رسي هههه. مولانا، دروند شخصيت نقيب الله متونوال، مالي خان يعقوبي او (قومي مشر)تکړه ژورناليست محمد رسول عادل ته ور غاړې وتو. تودې کوټې او د مينې تودوخي د اوړي ګرمي رايادوله او مجلس هم ګرمېده. وحدت صاحب د پکتيکا د اوسېدونکو مينه، ښه چلند او د وطنپالنې احساسات ستايل او دې خبرو ډېر خوند کاوه. ځينې داسې جالبې کيسې يې هم وکړې چې خورا حيرانونکې وې. وحدت صاحب ويل چې يو عمر خوړلي خو د ژوند او ځوان ارمان درلودونکي ښوونکي په دې ولايت کې يو باب ښوونځی په خپلو اوښکو او خولو اباد کړی خو د کړکيو او ورونو لګښت يې ملا ور ماته وه. شکر چې د جنګ او بدبختيو په لمبو کې د غوپه شويو سيمو د وطن د ابادۍ داسې ارمانجن وطنپال شته چې د دې وطن د نيکمرغه برخليک جوړېدو لپاره خپل عمر، وخت او زور ضايع کوي. وحدت صاحب ويل چې له ښوونکي سره يې د وس برابره مرسته کړېده نو موږ هم ورته د سايل صاحب خبره وکړه چې:
ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې
که لږ پخپله ځمکه ودرېدې اسمان به شې
د پکتيکا حال مو څه له وحدت صاحبه واورېد او څه له فرهنګي ملګرو. خو يوه خبره چې راته پکې جالبه او واضحه شوه؛ هغه دا چې حکومتوالي يوازې د بهرنيو د مرستو په زور نه ځواکمنېږي بلکې له خلکو سره د ښه چلند، ښه مديريت او ملکي خدماتو په دايمي کولو ځواکمنېږي. وحدت صاحب د ولايت په کمه موده کې هيڅ رغنيزه پروژه نه وه بشپړه کړې خو اکثريت خلک ترې خوشحاله ول او علت يې روښانه و چې له خلکو سره يې چلند صميمي او د ورورۍ په فضا کې وو.
د شنبې سهار مو د پکتيکا له فرهنګي ملګرو سره ناسته وکړه؛ ټولو يې د وطن د جوړېدو ارمان لاره. د وطن په حالاتو مو اوږدې خبرې وکړې او دې نتيجې ته ورسېدو چې ډېر داسې څه شته چې بايد کار پرې وشي او د ملت د ويښتيا لپاره يې بايد لازم وبولو.
غرمه مو له پکتيکاوالو ملګرو سره خدای پاماني وکړه؛ يوازې مو تکړه ژورناليست او ټوکي ملګري عبدالباري نعيمي ملتيا وکړه چې تر غزني مو د پکتيکا او غزني په حالاتو لا زياتې خبرې وکړې. نعيمي صاحب د امنيتي ستونزو، اداري فساد، د خلکو د ژوند بد حالات بيانول او د پښتون قام هغه ناخوالې چې ترې راوتل يې يو عمر او يو نسل قرباني غواړي؛ حيرانونکې وې. نعيمي صاحب د ښځو د بد ژوند په باره کې اوږدې خبرې وکړې، روغتيايي اسانتياوو ته نه لاس رسی، له زده کړو محروميت، په کورونو کې زندانونه… او د دوی د ژوند ګڼې نورې ناخوالې يې بيان کړې همدارنګه يې د خپلو خلکو په کنګل ټولنيز ژوند هم اوږدې خبرې وکړې؛ لوی شاعر دروېش دراني زموږ د حال په باره کې(موږ) نظم ليکلی چې د کهف د يارانو له کيسې سره يې د دې قام اوسنی حالت تشبېهه کړی. په دې نظم کې ويل شوي چې موږ زرها کلونه په سمڅو او غارونو کې تېر کړي، اوس چې دنيا ته راووتو نو هغه څه چې موږ له ځانو سره لرل يو يې هم د کار نه دی. کومې سکې مو چې له ځانو سره ساتلې وې چې مطلب ترې د دې غني وطن زېرمې او خزانې دي او په کومه ژبه چې خبرې کوو چې مطلب ترې زموږ وياړونه دي، دنګې کلاګانې، توره، تاريخ… دا هر څه د نن په بازار کې نه چلېږي؛ ما خو د خپل ملت په باره کې همدا مفهوم ترې واخيست خو نور ګڼ اړخونه لري چې بايد پښتانه غور پرې وکا او خپل راتلونکي و نن ته ترې پيغام واخلي:
…
دنيا په مخه تله، په مخه لاړه
د دوی کيسه د هر چا هېره شوله
انساني پوهې ارتقا کوله
د لمر په شان يې رڼا ډېره شوله
***
خو موږ له دې رڼا بې برخې شوو ټول
د ارتقا په وخت ويده پاته وو
ګوره چې چېرته کې زرها کلونه
لکه بې روحه کاڼي مړه پاته وو
***
اوس چې مو وينې په دې حال کې خلک
تړي له موږ سره داستان د کهف
د دوی باور دی د دوی پوخ يقين دی
چې موږ يو اصل اصحابان د کهف
***
په کومه ژبه چې خبرې کوو
هغه په هيڅ ديار کې نه چلېږي
کومې سکې چې په خپل لاس کې لرو
هغه په هيڅ بازار کې نه چلېږي
نعيمي صاحب د ښځو د زنداني ژوند په باره کې داسې دردونکې کيسې وکړې چې حيراني ته خو به يې حيراني هم ګوته په غاښ وي. د ښکلا دا دنګې منارې په کومو اورونو کې نه سوزي؟! د جبر او ظلم کومې نادودې د دوی ژوند نه ګواښي؟! تمامي عمر په يو زندان کې اوسي. د غږ اوچتولو هيڅ لاره نه ويني او څوک به يې په حال خبرېږي؟!
د بې کس په ماتم کله چا نعرې کړې
څوک په مرګ د شمعې وليده غمګين چا؟!
کاظم خان شيدا
د شيدا د شهکار بيت په تائيد زموږ د هرې ښځې ژوند همداسې شمعې ته ورته دی چې کورونه د خپلونو وجودونو د سوزېدو په بدل کې رڼا کوي خو څوک يې په درد و غم ځان نه خبروي. ماشومان زېږوي او پالي، ډوډۍ پخوي او لوښي مينځي، جامې مينځي د کور ټولې چارې تنظيموي خو چې ناروغه شي ډاکتر ته يې څوک نه بيايي، له زده کړو خو هسې محرومه دي او چې خاوند يې مړ شي نو بيا خو يې لا د زندان دېوالونه دنګ او پلن شي. د پروين فيض زاده ملال يو شهکار نظم د کونډې په نوم دی چې همدا د کونډتوب د بد ژوند داستان پکې بيان شوی دی او دا يوازې د يوې کونډې په باره کې خبرې نه دي بلکې د ټولو پښتنو ښځو ژوند همداسې تريخ او د زهرو غوړپ دی نو دا زموږ د نيمايي فلجې ټولنې بد داستان نهايتاً زيات دردونکی دی او لازمه ده چې نور همدا واقعي داستان پای ومومي.
ما او محمديار صاحب له نعيمي صيب سره په غزني کې مخه ښه وکړه او شپه مو د محمديار صاحب بانډارځي ته ورسوله چې د کندهار نورو يارانو هم ډېرې کيسې لرلې.
لنډيز:
۱ – زموږ سياسي، اجتماعي، اقتصادي، ښوونيز او په ټوليزه توګه د ژوند حالات د منلو وړ نه دي او بايد هڅه وشي چې د جمود دې حالت ته د تعقل له لارې تغير ورکړل شي؛
۲ – رواجونه، له قانونه ناخبري، زورواکي، د واک پر ګديو د ناستو کسانو دوکې او فريبونه، د عامو خلکو سطحي شعور… د دې باعث شوي چې د خزانو، فرصتونو او پټو شتمنيو هيواد يې راته تنور ګرځولی نو ښه دا ده چې لومړی د خلکو د فکري رغون، ويښتيا او روښانتيا لپاره کار وشي چې فکري رغونه رامنځ ته نه شي او د ولس لپاره د راتلونکي يو روښانه او باوري مسير غوره نه شي؛ ناممکنه ده چې دې حالت ته تغير ورکړل شي؛
۳ – اقتصادي ستونزو او طبقاتي ژوند ګڼې ستونزې را ولاړې کړېدي او د دې طبقاتو د له منځه وړلو لپاره اوږدمهاله مبارزو او قربانيو ته اړتيا ده؛
۴ – د ښار او کلي د تمدني جګړې پای ته رسول هم يوه زمانه قرباني غواړي خو دا کار يوازې باشعوره او د فرهنګپالنې دعوه ګير کولای شي؛
۵ – حکومتوالي يوازې د بهرنيانو په مرستو نه حاکمېږي بلکې د چارواکو په اخلاص، صداقت، وطنپالنې او له ولس د ښو اړيکو پر اساس قايمېږي؛
۶ – که ويښ نه شو او خپل خلک له ګردابونو را ونه باسو، مسول او مجرم به يو ـ ځوانان او ټول لوستي کولای شي چې د خپل کور، کلي او ښار په يو اړخ کې مثبت تغير راولي؛
۷ – مدني فعاليتونه، حکومتوالي او خدمات که تر کليو ونه رسېږي؛ د نن جنګ به سبا بل رنګ غوره کوي او موږ به پکې دل کېږو؛
۸ – خلک پر دې پوهول په کار دي چې اوسني وخت ته د نيکه توره او ډال کار نه ورکوي او ښه دا ده چې له اوسنۍ نړۍ سره په بل څه کې سيالي وکړو او د سيالۍ ټولو معيارونو ته تغير ورکړو؛
۹ – هغه زېرمې چې په خاورو کې پټې دي او يا يې ارزښت ته هيڅ پام نه دی شوی؛ ښه دا ده چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه وشي او همدرانګه حکومت مجبوره کړای شي چې دې شتمنيو ته پام وکړي؛
۱۰ – فرهنګي، سياسي جريانونو او ټولو هغو ته چې د وطن د ابادۍ دعوه ګير دي، لازمه ده چې د دې وطن د ټولو اوسېدونکو د يوالي لپاره کار وکړي؛ نه دا چې د تاجک، پښتون، هزاره، ترکمن… په نومونو يې سره وويشي، د ولسواليو او ولايتونو په نومونو دا بې وسه او بېوزله خلک سره وويشي او ولس ته هم په کار ده چې د بې اتفاقۍ د ټولو دېوالونو د نړولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ اوله / پرلپسي ۱۰۵ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۱۴/ ۱۳۹۵