تاند – خبر مو تر لاسه کړی چې ماښام مهال د زابل په مرکز کلات کې ځان وژونکو برید کوونکو له پولیسو سره نښته کړې.
په سیمه کې یوه دولتي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه کوله، تاند ته وویل چې جګړه وروسته تر هغه ونښته چې پولیسو په څو تنو ځان وژونکو شک راغی او هغوی یې وپيژندل.
د خبر له مخې یو ځان وژونکی د پولیسو په ډزو ووژل شو او دوه تنه یې یوه کور ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.
تر دې دمه د دقیقو تلفاتو په اړه معلومات نه دې خپاره شوې خو د یو شمیر پولیسو او ملکي خلکو د ټپي کیدو خبرونه خپاره شوې دي.
طالبانو په وروستیو کې جګړې زیاتې کړې دي. که چیرته دغه بې امنۍ دوام وکړي دا امکان شته چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي. ځکه چې نړیوال ایتلاف استدلال کوي چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو طالبانو او القاعده د ځپلو لپاره راغلې دي، نو که جګړې وي بیا به هم ورته خبره کوي.
یو شمیر څیړونکي په دې باور دي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د خپل لګښت توان نور نه لري نو په هر حالت کې به له دې هیواده ووځي، خو ځیني نور بیا په دې باور دي چې امریکایي پوځیانو ته د قطر، عربستان، امارات او کویت فرق له افغانستان سره څه دی، هلته هسې هم نظامي غښتلي مرکزونه لري، نو څه دلته اوسیدل، څه هلته تلل.
نوازشریف له هندوانو سره غوږونه نزدې کړل چې سوله وکړي او د کشمیر د جهاد په نامه چټیات ختم کړي، یوه سوله وشي او د انسانانو د وژنې مخه ونیول شي خو د پاکستان منافق پوځ (علیهم غضب الله) سمدلاسه د کنټرول په کرښه باندې د هندوانو غوږ ته لاس وروړ تر دې چې خبره ان پارلماني شخړو ته ورسېده. ابله ورځ چې په اسلام اباد او مري کې بیا نوازشریف له کرزي سره سوږمې نزدې کړې د پاکستان منافق پوځ (بیا دې هم د الله لعنت ورباندې وي ځکه چې ډېر مسلمانان او انسانان یې وژلي او لا یې هم وژني) په افغانستان کې د خپلو پستو، رذیلو، حرامي چڼو په کرغېړنو او پلیدو لاسونو باندې د افغانانو وینو تویولو ته بیا زور ورکړ. اصلا دا اوس داسې یو بهیر روان دی چې د پاکستان د ملکي او نظامي واکمنیو تر منځ مخالفتونه دي چې ملکي حکومت یې د سولې چیغې وهي او پوځ یې د هندوستان په سرحد کې پخپله او په افغانستان کې د خپلو پټو ملېشو او زمونږ د بې مور اوپلاره چڼو په لاسونو د بې ګناه انسانانو وینې تویوي.