دیرشمه برخه
د استاد معصوم هوتک یو یاد داشت
او څورا لیږلې لنډۍ
له ما نه لرې لرې ګرځه
زما په ځان د لېونو ګومان راځينه
بېګا ماښام مې خولګۍ درکړه
سهار وختي راغلې چې بیا له تندې مرمه
په پیل کې باید د دې اړینې خبرې یادونه وکړم چې استاد معصوم هوتک اوس په څیړنیزو کارونو کې د یوه منل شوي استاد حیثیت لري او زه د یوې با اعتباره علمي مرجع په سترګه ور ته ګورم.
زما او د ده پیژندګلوي د شپیتمې لسیزې لومړیو کلونو ته ور ګرزي. کله چې په سویدن کې د ده لمانځغونده، د مالمو میشتو فرهنګیانو په همت جوړیدله، نو ما د ده د علمي شخصیت د درناوي له پاره یوه مقاله ولیکله، د هغې مقالې په یوه برخه کې د ده په بابما داسې لیکلي و:
«… مادلومړي ځل له پاره معصوم هوتک په یوه معصوم اومقدس ځای کې ولید،په پوهنتون کې،په ټولګي کې، نه دښوونکي په توګه،بلکې دزدکوونکي په ډول.
خبره زما دژوند هغه وخت ته ورګرځي چې په کابل پوهنتون، ادبیاتوپوهنځي کې د۱۳۶۰کال په ساړه ژمي کې زه داسیستانت په توګه ومنل شوم.له هغه وخته څه موده وروسته دځوانواستادانوپه ډیراوپرله پسې ټینګار سره، علامه رشاد داومنله چې بیا دتدریس له پاره ادبیاتوپوهنځي ته راشي.په هغې موده کې چې ده تدریس کاوه،ډیری ځوان استادان به له استاد نه دعلمي لا زدکړو په خاطر په ډلیزه توګه تولګي ته ورسره تلل اوداویاړماته هم راپه برخه شوی و.
وخت دبریښنا په چټکۍ تیریده.یوه ورځ مهربان علامه،وروسته له درس نه د چای غوښتنه رانه وکړه،دچای څکلودپنډارپه ترڅ کې یې را یاده کړه چې په دغوځانګړنویوڅوک دزدکړو ددوام له پاره راځي او…
اوښه مې په یاد دي چې یوه ورځ په ټولګي څنګه یوبا تجربه،با مطالعه، دلويې اوپراخې حوصلې خاوند استاد،دیوعاجز شاګردپه رول کې دعادي شاګردانوپه لیکه کې ناست و،هرڅه ته یې غوږنیولی و،خوهیڅ یې هم نه ویل.
ما معصوم هوتک سره هغه وخت ولیدل او وپیژندل چې زما دلازدکړودمنډو کلونه وو،نوی اسیستانت شوی وم،يوه پښه په ټولګي کې،بل قدم په کتابتون کې؛یوه منډه تر رشاد پورې،بله تر روهي پورې اوبله پښه مې تر رادیوافغانستان پورې،بیا دمجلواو ورځپاڼوترچلونکوپورې.زما اوهوتک لیده کاته اوخبرې ډیرځلې په همدې زماني واټن کې په تولګي کې ترسره شوي دي…»
د زمان د بادونو، طوفانونو، اورونو، سیلاونو او پيښو له راتلو او پیښیدو سره، سره اوس هم دانشمند معصوم هوتک لکه غر ولاړ دی، خپله علمي لار یې نه ده پرې ایښې، ور باندې روان دی او ښې لاس ته راوړنې هم لري او څومره یې چې لاس او توان رسیږي، همغومره په فرهنګي علمي څیړنو کې له نورو قلموالو سره مرستې هم کوي.
د همدې مرستو په سلسله کې مې یوه ورځ د لنډیو په باب د خپل کار په هکله یادونهور ته وکړه، ده اړینې مشورې راکړې چې ما یې په امانتدارۍ سره یادونه هم کړې ده.
ما لا پخوا د لنډیو د مقالو په لړ کې خپل ایمل آدرس ایښی و او له ټولو لوستونکو نه مې غوښتي وو چې نوې لنډۍ، د لنډیو د نویو ټولګو په باب مالومات را سره شریک کړي، ځینو دوستانو دا کار وکړ چې ما یې په ټاکلو وختونو او ځایونو کې په امانتدارۍ سره مالومات او را لیږلې لنډۍ خوندي کړي دي او دا دی اوس د استاد هوتک مالومات.
د همدې مرستو په سلسله کې دانشمند همکار استاد معصوم هوتک د ۲۰۱۶ کال د نومبر په څلورمه نیټه د ایمیل پر مټ دا لنډۍ او یادداشت را ته را ولیږه:
«ښاغلې بهاند صاحب
سلامونه دي درورسېږي.
نن مي د کابل مجلې پخوانۍ گڼې کتلې، د ارواښاد رشتین پر لنډیو پېښ سوم. رانقل مي کړې او تاسي ته ئې درلېږم. په څېړنه کي مو ښایي په درد وخوري.لیکدود مېکټ مټ رانقل کړی دي:
زړه می هوا کړی راته وائی
چه شین طوطی شه لټوه د غرو سرونه
زړه می په هغه صنم مین دی
چه بوراگان ئی په باغو کښ لټوینه
د زړه غوټۍ می پری غوړیږی
خوشبو نسیم چه می د یار له لور راشینه
“رشتین”
کابل مجله، ۱۲۵ گڼه ، ۳۸ مخ
یوولسم کال، اسد ۱۳۲۰، جولای ۱۹۴۱، (۵) گڼه
پرله پسې ۱۲۵ گڼه ده او د یوولسم کال پنځمه گڼه
ددوهمي لنډۍ اول بند سکته لري. یوه هجا ئې زیاته ده
په مخه مو ښه
هوتک»
ما په خپل یاد داشت کې ور ته ولیکل:
هوتک صاحب له تاسو نه ډیره، ډیره مننه چې زه مو په یاد یم، او بیا مو زما د لنډیو په برخه کې څیړنې ته داسې پام دی چې کله مو مشورې نه را نه سپموئ او کله دا دی چیرې چې په لنډیو پورې اړند مواد، نوې خبره او یا نوې لنډۍ په مخه درشي تاسو یې زما د څیړنې د لا غنا او رنګینۍ په خاطر له ما څخه نه سپموئ.
زما ښه يه یاد دي چې تاسو ما ته ویلي و چې په کابل کې د پښتو ټولنې غړو لنډۍ هم ټولولې او هم یې جوړولې، ښايي دا د هماغو هڅو په لړ کې په رښتین صاحب پورې اړند یا د رښتین صاحب له لوري را ټولې شوې لنډۍ وي چې د کابل مجلې په یاده ګڼه کې هغه وخت چاپ شوې دي.
استاد هوتک خو هر کله خپله علمي مرسته نه ده سپمولې او هر کله یې پر ما لورولې ده او دا ځل یې دا دی د لنډیو د د مقالو د غنا په برخه کې دا مرسته ولوروله، چې زه دلته یو ځل بیا د زړه له تله مننه ور نه کوم.
د دې برخې د پای له پاره یو څو نوې او زړې لنډۍ:
بېګا ماښام مې خولګۍ درکړه
سهار وختي راغلې چې بیا له تندې مرمه
په نیمه شپه کاڼې وریږي
لالیه ته یې که پیریان مې ډاروینه
ايرې به ټولې په ځان باد کړم
د مينې اور به دې په زړه کې وساتمه
له ما نه لرې لرې ګرځه
زما په ځان د لېونو ګومان راځينه
له غړمبیدلو سپو راتیر شه
په خونړو چړو به زه در وخیژمه
مسافري مي زره نري كره
چي تش وطن رأيادوم ژرا رازينه
ته دې د سترګو شربت راکړه
زه د هجرت تورو تیارو ځبلی یمه
دستنې سوم کې مخ ښکاره کړه!
لکه یعقوب پیغمبر ړوند درپسې شومه!
په سر دې كوم جلات ولاړ دی
چې دې زما له يارۍ واخيسته لاسونه
چې په مرض مې نه پوهېږې
خوشي خراب دې کړل زما د لاس رګونه
چى سياست كړى زړه سندان كړه
په كى پيښيږي د نيوكو گوزارونه
د دیرشمې برخې پای