ژباړن محمداکبر حقمل

په ژوند کې عملي ډګر ته د انسان د فکرونو د ایستلو په کچه ستونزمن څه شتون نه لري. «ګوېټه» زموږ ريښتینی ژوند د هغو ټاکنو پایله ده، چې تر اوسه پرې انګېرلي یو، په کائناتو کې ټول څیزونه د فکرونه له لارې د یو او بل اړوندېږي. «واین دایر» لوړ فکرونه له زړه څخه را وځي. «ووه ناک» غوره فکرونه ښکارندوی او منځته راوړونکي دي او د خپلولو هیله ده، چې کولای شي هر څه زموږ لور ته را واړوي. «دیل کارګي» کله، چې ستاسو بهرني فکرونه پیاوړي شي، نو بهرنۍ نړۍ به مو له حقیقت سره وتړل شي. فکرونه ډېرې قدرمنې آسانتیاوې دي. «واین دایر» هر څوک د خپلو فکرونو له مخې پیژندل کېږي. «چخوف» د هرې شېبې فکرونه مو له ځان سره ثبت او وساتئ ځکه، چې غیر ارادي یا نا قصدي فکرونه له هغو فکرونو غوره او ښه دي کوم، چې په ارادي یا قصدي ډول شوي دي. «فرانسیس بیکن» په نړۍ کې ځانګړي فکرونه هېڅ برید یا پوله نه لري ځکه، چې محدودیت یا ټاکلی برید شتون نه لري. «واین دایر» محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *