پروفیسر صاحبزاده حمیدالله

بارکوال میاخېل  –

د پښتو او اردو ژبې نوميالي شاعر، ليکوال، فوکلوريسټ او مؤرخ پروفيسر صاحبزاده حميدالله نن د نهه اويا کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

صاحبزاده صاحب په ١٩٣٧م کال کې د جنوبي پښتونخوا د پښين سيمې په «فيض آباد» کلي کې په يوه علمي او مذهبي کورنۍ کې زوکړى و، د بلوچستان په بېلابېلو کالجونو کې د اردو ادبياتو استاد اوسېدلى او د ژوند زياته برخه يې په پښتو او اردو ژبو ليکوالۍ او شاعري ته ورکړې وه.

 تر دې مهاله د پروفیسر صاحبزاده لسګونه پښتو او اردو څېړنيز آثار، فوکلوري تاليفات، شاعري او تاريخي آثار چاپ شوي او په بېلابېلو مجلو کې يې مقالې خپرې شوې دي.

صاحبزاده حميدالله له اوږدې مودې راهيسې د ګوزڼ ناروغۍ له امله پر بستر پروت وو، خو د ژوند تر پايه يې په څه نه څه شکل علم و ادب ته خدمت وکړ او قلم يې له ګوتو وانه چاوه، مګر ژوند نوره وفا ورسره ونه کړه او نن د ديسمبر پر ديارلسمه يې له نړۍ سترګې پټې کړې.

2 thoughts on “پروفیسر صاحبزاده حميدالله وفات شو”
  1. د صاحبزاده صاحب په وفات خواشینی سوم. پاک خدای دې جنتونه په نصیب کړي. پر پښتو او پښتنو ئې ډېر احسان پروت دئ. د شپېتو بړیڅو ورځ په ورځ کمی دئ. د ځوانانو غم دي لیري وي
    هوتک

  2. Salamoonah,
    Qalu Inna LiLLAHAE ve inna ileyhae raje`uun.
    Sahibzadeh sab dae ALLAH wabaxshi, jannat-ol Firdaws de nasib shi.
    Bazmandegano ta de KHODAY sabr-e jamil verkrry. Amien

    Baluchistan+Pashtunkhwa zwanano ta dae KHUDAY quvvet verkrry che de pakhwano zaay ddak krriey. Aamieeyn.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *