زمونږ په اوسنۍ  ټولنه کی انسانان له خپلو عادی حقوقو نه برخمن ندي او په ځانګړی ډول، ښځی په ټولنه کی د راز راز نا خوالو او په بیلابیلو ډولونو له تاوتریخوالی سره مخامخ دی.

دلته د ښځو لپاره ژوند د زندان حیثت لري دلته د دین، دیموکراسی او د ښځو د حقوقو تر نامه لاندی د ښځو ځپلو او زورولو لپاره ټول سره یولاس دي. د امپریالیزم تر ولکی لاندی هیوادونو کی د ښځو د درد او رنځ نه بی خبر او خپل د قدرت د نشی نه پرته بل څه نه پیژنی او ښځی د هوسونو ښکاروي.

زمونږ په ټولنه کی نر واکي حاکمه ده. پلار، ورور، تره، میړه دا حق لري چه ښځه تر کنترول لاندی ونیسي او هر ډول ستم پرې وکړي د ښځو سره د زور زیاتۍ پیښو په اړه هره ورځ له میډیا خبرونه اورو. څو ورځې مو پرلپسې له رسنیو اوریدل چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د تاوتریخولي د منعې  نړیوالې ورځې تجلیل او لمانځنه وشوه  شپاړس ورځینۍ بې ګټې کمپاین پیل شو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي کمپاین په پیل کې هم د ښځو چارو وزارت، بشري حقونو خپلواک کمیسیون، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ او داسې نورو ادارو له خوا د دغه ډول تاوتریخوالي شمیرې او ارقام خپرې شوې اوس وروسته له دې چې شپاړس ورځې تیریږي بیا هم د ښځو وزارت شمیرې خپروي او وزیره صاحبه وایې چې په هېواد کې ٥٧ فيصده نجونې له شپاړس کلنۍ څخه په کم عمر کې ودېږي.

نوموړې دا خبره د دوشنبې په ورځ له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي د ١٦ ورځني کمپاين د پای په مراسمو کې وکړه.

نظري وويل، ۸۷ فيصده  ښځې په خپل ژوند کې حمتاً له يو ډول تاوتريخوالي سره مخ شوي او ٦٢ فيصده څو ځلې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي، هغې زياته کړه، چې پر ٥٩ فيصده نجونو اجباري ودونه تپل کېږي.

نظري وايي، له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه ځينې کارونه ترسره شوي، خو لا هم ډېر کار ته اړتيا ده.

خو زما په اند که کارونه همداسې پر مخ ولاړ شي ګمان نکوم چې په راتلونکو څلویښتو کلونو کې به هم د ښځو په ژوند کې تغیر راشي، یوازې د کمپاین شپاړس ورځې که و ارزوو کنفرانسونه، سیمینارونه، ورکشاپونه جوړ شول میلونونه پیسې پرې ولږیدې هغه پیسې چې په کندز او هلمند کې د جګړې په سره اور کې پرتو خلکو سره ښه مرسته مو پرې کولای شوای.

یو څوک نشته چې د ښځو دحقونو په برخه کې د فعالو ادارو څخه وپوښتي ستاسې دنده پرته له دې چې د ښځو پر وړاندې د پراته تاوتریخوالي آمار او شمیرې خپرې کړﺉ کوم بل څه هم دي که نه ؟

سمه ده چې دغه ادارې وروسته له دې چې یوه پیښه رامنځته کیږي د هغوی قربانیانو لپاره خپل غږ کله نا کله راپورته کوي، څه موده کمپاینونه کوي کنفرانسونه نیسي او پروژې اخلي، خو دا یوازې ددوی دنده نده په ټوله کې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د له منځه تللو لپاره هلې ځلې وشي، کورنیو په تیره بیا نارینه و ته د پوهاوي لپاره ریښتنۍ کمپاین وشي که چیرې یو نارینه د ښځو له حق او حقوقو خبر شي هله ده چې کولای شو دغه پرتې ننګونې او ستونزې له منځه یوسو.

دلته یوازې ښځو ته ویل کیږي چې ته څه حق لرې خو نارینه و ته نه ویل کیږي ستا میرمن، خور، مور، وریندار څه حقونه لري همدا ده چې ښځه حق غواړي او نارینه یې نه قبلوي چې کوم حق د څه شي حق‌؟ په پایله کې یا ښځه وژل کیږي یا تر دې دمه وهل ډبول کیږي چې له ژونده بېزاره شي.

له همدې کبله د طالبانو له واکمنۍ او پر ښځو له سختو لګېدلو بندیزونو وروسته هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ شته.

مونږ ته پکار دی چه د ښځو  په مقابل کی دی ستم، استعمار، ظلم، تیري او زیاتي  د مخنیوي لپاره په کلکه مبارزه وکړو او د ښځو ته خپل انساني حق په لاس راوړو د ښځو ټولنې او په تېره مونږ ټولې ښځی باید راغونډې شو یو لاس شو تر څو خپلې مبارزې ته په ګډه دوام ورکړو.

2 thoughts on “د ښځو مدافع بنسټونه څه کوي؟/ لیکواله: فرشته غني”
  1. له هر څه مخکې په ټولنه کې سوله اوامن دۍ۰ چې امنیت نه وي نو د هیچا حقوق پر ځای کیدای نشي زمونږ د ښځو، ماشومانو او سپین سرو ژوند ټول په امن پورې تړلئ دۍ۰ مونږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې دلته انسان د یوه میږې ارزښت نه لري، د هیواد نوم او خاورې ته څوک درناوئ نکوي، دلته د کرکې باران اوري۰ ولس په خپل ځان پورې حیران دۍ او چارواکئ په خپل بایللي ډالري ایمان۰

  2. زما مؤمنو پتمنو خویندو ته!
    نن ورځ اورو چه د ملت دوهم کس او یا د موجوده حکومت دوهم کس په کومه سویه تیری ، ظلم او ناروا غپوی او دیته ورته د فساد او جنایت مبتکرین چه همدا کارونه یی پدری میراث ویل کیدای شی په کندز او اکثره شمالی ولایاتو کی تیر شوی او جاهلی تعصباتو دا مسابقی جاری ساتلی چه د مظلوم ملت نه قربانی اخلی.
    موږ باید دی وحشت ،ظلم او تیری ته اساسی حل وګورو چه هغه په اسلامی ښوونه او روزنه کی نغښتی دی چه پدی لړ کی د ښوونی او روزنی ، لوړو تعلیماتو، حج او اوقاف او عدلیی وزارتونه په ترتیب سره رول او مسؤلیت لری چه باید په نصاب ،منبر او قوانینو باندی د تربیتی اهدافو لپاره دقیق او تخصصی کار وشی نه دا چه فقط په ،یقولون بافواههم ، سره خلاصه او نور خورد و خواب وی یا چه هرکله مراجعین یی د روابطو نه بهر وی نو آغای سکرتر یا رؤسا او یا جناب وزیر په ټول جرأت سره د درواغو فرمان صادروی او وایی جلسه است یا این و آن .
    دغه روش او ځوابونه شاهدی ورکوی چه دا حضرات د ملت د خدمت او تربیت پروګرام نلری او په ویش کی راغلی او خپل ګروپیک متعفن اهداف تعقیبوی .
    خو په اختصار ویلی شو چه موږ د ملت جوړونی او رشد لپاره له تعلیمی نصاب ،منبر او قوانینو نه زیاته ګټه اخیستی شو او نور ابتکارات په تعلیمی او تربیتی مرکزو کی لکه مقالی او ښو تربیتی روشونو ترویج ، مؤثرعوامل ښودلی شو. نو که معیاری او سالم روشونه د حکامو او علماوو له خوا عملا وښودل شی تربیتی اثر یی ډیر قوی او سازنده رول لری خو شرط دا چه حکام پدی معیارونو سم او اجنبی پال نه وی او دی سره نه یواځی د ښځو حقوق بلکه د ټول ملت حق ته به توجه شوی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *