له لویه سره دين د انساني سوکالۍ او خونديتوب يوه وسيله وه. د قران کريم په وینا چي د زیاتره انبياؤ په تګلاره کي جنګ هيڅ ځای نه در لود.(سورت الانبیاء) قران کريم د رسول الله او اصحابو په اړه هم وايي چي جنګ پر وتپل شو.(البقره: ۱۹۱، التوبه: ۱۳) همداراز وايي چي د رسول الله دښمنان د جنګ اور ته لمن وهي، خو الله د خپل رسول په وسیله داسي حالات رامنځته کوي چي د جنګ نوبت رانه شي او کوښښ دا وي چي په هر ډول ترينګلو حالاتو کي د سولي او تفاهم هڅې جاري وساتلي شي.(المائده: ۶۴)
قران کريم هغه ټول استازي چي انسانانو ته يې د اسماني دين او شريعت رسولو دنده پر غاړه در لوده د مسلمان او مومن په نوم یاد کړي. په دې نوم د رسولانو یادول، خپله له ځان سره يو سپيڅلی پیغام لري. ځکه د مسلمان کليمه د سولي او مومن بیا په خپل وار د امن مقدس پيغام راکوي. همدا مفهوم رسول الله په يوه حدیث کي داسي بیان کړی:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ: ” أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِالْمُؤْمِنِ؟ مَنْ أَمِنَهُ النَّاسُ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ، وَالْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ النَّاسُ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالْمُجَاهِدُ مَنْ جَاهَدَ نَفْسَهُ فِي طَاعَةِ اللهِ، وَالْمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ الْخَطَايَا وَالذَّنُوبَ “(مسند احمد: ۲۳۹۵۸)
ژباړه: رسول الله په وروستي حج کي وویل: په مومن مو خبر کړم؟ هغه دی چي خلګ يې پر خپلو مالونو او ځانونو امين ګڼي. مسلمان هغه دی چي انسانان يې د ژبې او لاس له زیانه په امن وي. مجاهد هغه دی چي د الله په طاعت کي کوښښ وکړي او مهاجر هغه دی چي له خطا او ګناهونو ځان خوندي کړي.
په دې حدیث کي رسول الله د مسلمان او مومن څومره په زړه پوري تعریف وړاندي کړی. دا چي رسول الله په خپل اخیري حج کي دا موضوع د يو لک شاوخوا مسلمانانو په منځ کي یادوي، له دې هم جوتېږي چي رسول الله خلګو ته د امن او سولي پيغام راوړی. دا يوازي زموږ د وروستي پيغمبر دنده نه وه، بلکي ټول انبياء له دې پيغام سره راغلي او الله د مسلمان او مومن نوم له دې امله ور کړی چي هغوئ خلګو ته د سولي او امن له پيغام سره راغلي ول.
یو بل ټکی چي حدیث کي یاد شوی، د مجاهد لفظ دی. زموږ خلګ فکر کوي چي مجاهد له کافرانو سره جنګ کوونکي ته وايي. مګر رسول الله مجاهد عام کړی. د قران او نورو نبوي حدیثو له مفاهيمو څخه هم ښکاري چي جهاد او مجاهد په ديني نصوصو کي یوازي جنګ او جګړمار ته نه وايي. بلکي د دين هر کار جهاد دی او کوونکی يې مجاهد.
اسلام چي يو عربي لفظ دی هم د سولي مانا ور کوي. الله ځکه د دين لپاره دا نوم غوره کړی چي انسانانو ته د سولي او امن پيغام ولېږدوي. د کوم دين چي نوم د سولي مانا ور کوي، هغه به څنګه په خپله غېږه کي جنګ – جګړو ته اجازه ور کړي. د تهذیب اللغة لیکوال لیکي:
قولُه تَعَالَى: {ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً} (الْبَقَرَة: 208) ، قَالَ: عُنِي بِهِ الإسلامُ وشرائعُه كلّها، والسلْم والسلْم: الصُّلح.
ژباړه: الله وايي: په اسلام(سلم) کي پوره داخل شئ. لیکوال وايي، هدف اسلام او ټول (اسماني) شريعتونه دي او سِلم د سولي په مانا دی.
الله تعالی د قران کريم په وسیله را ښوونکې لاري ټولي د سولي لاري بللې. قران کريم وايي:
قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ (15) يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ(المائده: ۱۶)
ژباړه: بېشکه تاسو ته د الله له لوري نور او واضح کتاب راغلی چي په دې سره الله هغه چا ته د سلامتیا لاري ښيي چي د ده د رضا پيروي کوي.
د دين نوم سوله او د الله نوم السلام دی، د ټولو دينونو منوونکي او پيغمبران مسلمانان وو، زموږ د دين ټولي لاري د سلامتيا دي. له دې په ډاګه کېږي چي د دين اساسي روح سولي ته جوړ دی. سوله غواړي. نوم يې د سولي دی. معبود په کي السلام دی. داعي يې د سولي پيغام راوړونکی وو. د پيرو نوم يې مسلمان دی چي د سولي مانا لري. دا ټول هغه څه دي چي موږ ته د سولي اهميت او ارزښت په ګوته کوي.
بل لور ته هيڅ ځای قران یا حدیث د دين اساسي غوښتنه جنګ – جګړې نه دي بللې. نو څوک چي جنګ او خشونت ته مخه کوي، دا پاس نصوص راته په ګوته کوي چي د دين په پيغام نه دی پوه شوی. ديني اساسات ځني ورک دي. د انبیاؤ تګلاره يې ځان ته نه ده مالومه کړې. له دې امله يې نو د سلامتيا پر ځای د زیان او تاوان لار غوره کړې چي هم ځان ته زیان رسوي او هم نورو انسانانو ته.