خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۹-۲۴

کندهار، افغانستان- د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د حکومت په ملاتړ پراخه غونډه جوړه سوه چي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي په ګډون د پنجوايي، ژړۍ، ارغنداب او ميوند ولسواليو اوسېدونکو او ولسي مشرانو ګډون کړی وو.

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي د دې ولسوالۍ د امنيت ډاډ ورکړ او ويې ويل: چي په دې ولسوالۍ کي خلک له حکومت سره په تمامه مانا همکار دي. د زده کړو، صحت او نورو اړينو برخو لپاره زمينه برابره ده. هغه پر خلکو ټينګار وکړ چي که غواړي په دې ولسوالۍ کي پرمختيايي پروژې پلي سي، نو خپل اولادونه دي د ملي اردو ليکو ته ولېږي.

په جنوب لوېديځه حوزه کي د حکومت د ملاتړ پروګرام استازي حليم شملزي وويل چي که خلک د خپل حکومت تر شا ودریږي، نو حکومت پياوړی کيږي او د آينده نسلونو ژوند تضمينيږي. هغه ټينګار وکړ چي خلک د خپل نظام تر شا ودريږي.

د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر محمد عيسی خان، د دې ولسوالۍ د شورا رئيس نېک محمد، د ژړۍ ولسوالۍ قومي مشر صالح محمد او د ميوند ولسوالۍ قومي مشر ناميحق په دغو ولسواليو کي د اوبو دکمښت ستونزه وبلله او د دهلې بند د لوړېدو غوښتنه يې وکړه. هغوی غوښتنه وکړه چي په دې ولسواليو کي په صحت، تعليم او نورو برخو کي پرمختيايي پروژې پلي سي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل: چي ستاسو غوښتني موږ ته د منلو وړ دي او هڅه کوو چي ستاسو خدمت وکړو، ځکه موږ يو ولسواک نظام لرو. نو د ولسواک نظام په درلودلو سره موږ د خلکو غوښتنو او ستونزو ته پوره توجه کوو. حکومت به نيمګړتياوي لري، خو دا هغه مهال اصلاح کېدای سي چي خلک همکاري وکړي.

ښاغلي شمسي پر امن ټينګار وکړ او ويې ويل: چي سوله د خدای تعالی امر دی او خدای تعالی سوله د بشريت لپاره تر ټولو مهمه او خير ګڼلې ده. الله تعالی د يوه بېګناه انسان وژنه د ټول انسانيت وژنه بللې ده. نو هر څوک چي زموږ بېګناه سرتېري په شهادت رسوي، هغوی ترهګر دي او د الله له امره يې پوره سرغړونه کړې ده.

هغه دپرمختیایې پروژو په اړه وویل: چي دولایت مقام بنسټیزه پروژو ته توجه ډیره کړي ده، تېر کال مو په پنجوايي، ژړۍ او ميوند ولسواليو کي ډېري پرمختيايي پروژې پلي کړي دي او لاهم جریان لري، همدارنګه مودزراعت دودي لپاره هم هڅي رواني دي چي په اول قدم کي مو د اوبو د تنظيم شورادولسي مشرانو څخه رامنځ ته کړل او دغو دشورا غړو تېر کال اوبه ډېري عادلانه توزيع کړې، په دوهم قدم کي مود تیر یوه کال راهسي په یو شمیر امن ولسوالیو کي د اوبو د بندونو او کانالونو د رغولو چاري راپیل کړی دي چي خوشبختانه په ځينو ولسوالیو کي یې کارونه شروع سوي دي.

د صحت په برخه کي ښاغلي شمسي د مجلس ګډونوالو ته خبر ورکړ چي د دغو درو ولسواليو لپاره يې په ژړۍ ولسوالۍ کي د يوه (۳۰) بستریز روغتون چي د قرارداد چاري یې بشپړي سوي دي، ډېر ژر به یې ساختماني چاري هم پیل سي او زیاته یې کړه د دې تر څنګ په هغو ولسواليو کي چي امنيت سم وي، هلته به انکشافي پروژې پلي کيږي او په هغو ولسوالیو کي چي د یو شمېر مغرضو اشخاصو له لاسه پکي ناامني ده، پر ولس یې ږغ کوم چي مخ يې ونیسي او له حکومت سره ملاتړي سئ، ترڅو هلته هم دبازسازي کارونه شروع او خلک دارام ژوندڅخه برخمن سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *