فکر او تفکر د نویو علمي لاسته راوړنو لپاره لاره هواروي او هغه ټولنې او په ټولنې کې هغه کسان پرمختګ کوي چې مثبت انتقادي تفکر ولري او د ده دغه فکر د دې لامل کېږي چې ځان او ټولنې ته خدمت وکړي.

شکاکیت او هرې موضوع ته د شک په سترګو کتل په علم کې پرمختګ منځ ته راوړي او په انتقادي تفکر کې د هر عالم او پوه خبره او نظر په پټو سترګو نه منل کېږي.

د رنسانس له دورې مخکې اکثره خبرې په پټو سترګو منل کېدې او هر څه د کلیسا د مشرانو او راهبانو په تصمیم او لاسو کې وه نو ځکه به د هغوی خبرې د کاڼو کرښې وې خو د علم د پرمختګ او انساني پرمختګونو په راتګ سره دغه دود له منځه ولاړه او هر چا دا حق پیدا کړ چې خپل نظر وړاندې کړي، چې د وخت په تېریدلو ټولنې پرمختګ وکړ.

په همدې وخت کې ارسطو داسې نظر درلود، چې د ښځوغاښونه د سړو تر غاښونو کم دي، که څه هم ده دوه واره واده کړی و، مګر ده هيڅکله زيار ونه ايسته چې دغه دعوا دخپلو ښځودغاښونوپه ګڼلوسره ثابته کړي.

 د پورته خبرې په تایید به دومره ووایم چې چې هرې خبرې او نظر منل انسان او ټولنه د پرمختګ به وروسته کوي او هغوی چې دغه خبرې مني کله هم د خپل فکر څښتان کېدای نشي.

فرانسس بېکن وايي: ( د وخت علما راټول شوي وو،  د  آس د غاښونو په شمېر باندې بحث کاوه. دوی ټولو پخواني کتابونه  لټ په لټ را واړول، چې د اس غاښونو شمېر ځانته معلوم کړي. ډېرې ورځې غونډې وشوې، علماوو ګمان کاوه چې په کتابونو کې هر شی پيدا کېږي، حتماً به په کوم کتاب کې راغلي وي.بحثونه روان وو  او کتابونه تر مطالعې لاندې نيول شوي وو، چې په دې وخت کې يو شاګرد بې حوصلې شو او ويې ويل راځئ د آس خوله پورته کړو او غاښونه يې وشمېرو، علماوو ته ډېر قهر ورغی اوګومان يې کاوه، چې د شاګرد اعصاب خراب شوي دي. بېکن وايي چې دغه شاګرد د ساينس په لاره کې يومهم ګام ايښی دی، ځکه دې خلک تجربې ته راوبلل.)

انتقادي تفکر د علمي تجربو او فکر کولو اساس او بنسټ جوړوي او همدغه انتقادي تفکر دی چې ورځ تر بلې په نړۍ کې نوي اکتشافات او اختراعات کېږي.

که چېرې په کورنۍ کې له مشرانو کشران په پرمختګ کې نه وي نو حتمي خبره ده چې کله هم داسې کورنۍ او همدارنګه داسې کورنۍ چې په کومو ټولنو کې وي هغه ټولنه کې مثبت تغیر منځ ته راتلای نه شي. که په پوهنتون کې له استادانو شاګردان په پرمختګ کې نه وي او له لارښوونکیو شاګردان نوي نظریات او افکار ونه لري نو داسې ټولنې په علمي لحاظ د نورو پر مختللیو ټولنو سره ځان برابرولی نشي او داسې موادرو هغه وخت پیدا کېدای شي چې په کورنیو کې ماشومانو او کشرانو ته د نظر ورکولو حق ورکړل شي چې دغه نظر او فکر د انتقادي فکر اصل جوړوي. اوس هم په اکثرو کورنیو کې د ځینو دیکاتورو مشرانو له خوا کشرانو ته د خبرو حق نه ورکول کېږي او دوی ته وایې چې کله هم د مشرانو ناست وي باید دوی خبرې ونه کړي چې دغه مسایل د ماشومانو استعدادونو او ذکاوتونو ته تاوان کوي او دوی کله چې کله دوی لوی شي کله هم نشي کولای چې په اینده کې انتقادي تفکر څښتنان شي.

کله کله په صنف کې د درس ورکولو په وخت کې محصلاتو ته وایم چې د کتاب هره خبره مه منئ او همدارنګه زما ټولې خبرې هم مه منئ او کوښښ وکړئ چې د خپل فکر څښتان اوسئ چې دغه خپل فکر درلودل د انتقادي تفکر لپاره لاره جوړوي.

د نړۍ په ټولو علومو کې انتقادي تفکر د علومو په پرمختګ کې اساسي رول لري چې د مثال په ډول د پښتو ادبیاتو د ځینو مسایلو په هکله خپل انتقادي تفکر وړاندې کوم او خپل راغلي دلایل ورسره مل کوم چې منل او نه منل یې د لوستونکیو خپله خوښه ده خو د انتقادي تفکر پر اساس مې دغه خبرې کړې دي. لکه:

 د ادبي دورو د نومونو په هکله په ادب تاریخونو کې ډول ډول خبرې راغلې دي.پښتو ژبې ليکوالو، شاعرانو، عالمانو او څېړونکیو پښتوادبي دورې دخپل نظر اړوند تقسيم کړې دي او هر يوجدا جدا نومونه ورته ورکړې دي.

چې په ډېرو ادب تاريخونو کې داسې راغلي دي: پښتو ژبې ادبي دورې د لرغونې دورې، منځنۍ دورې او معاصرې (اوسنۍ) دورې په نومونو يادېږي. يعنې ډېروادب تاريخونو او ادبي اثارو کې ورته پورته نومونه ټاکل شوې دي. خو زماپه نظر ادبي دورو ته باید داسې نومونه  ورکړل شي، چې دايم د منلو وړ وي.

دا چې پورتنۍ دورې درې دي او يوه دوره (منځنۍ) يې په منځ کې واقع ده، نو ټولو مشرانو عالمانو او څېړونکیو دې ته د منځنۍ دورې نوم غوره کړى دى، چې په منځ کې پرته ده، که چېرې د (معاصرې) دورې نه  وروسته بله دوره پيل شي او څلورمه يا د وخت په تېرېدلو پنځمه دوره پيدا شي، نو بيا خو پورتنۍ منځنۍ دوره په منځ کې نه پاتې کېږي. چې دې ته بايد د دويمې دورې نوم ورکړل شي، يا وروستۍ دورې ته معاصره  ( اوسنۍ) دوره ويل شوې ده، که چېرې د دې نه وروسته بله دوره پيل شي هغې ته به کوم نوم ورکوو، دا چې نن په سبا او سبا په بل سبا په دې ډول کلونه تېرېږي، وخت په تېرېدو دى او زمان په خپل ځاى ولاړ نه دى او تېرېږي، نو د معاصرې نوم هم د تامل وړ دى او پورته ادبي دورو ته که چېرې لاندې نومونه ورکړل شي، ښه به وي، چې ډېرو کمو اثارو کې ورته ورکړل شوى دى. لکه:

(لرغونې) لومړۍ دوره، دويمه او درېيمه دوره ، دغه نومونه د ادبي دورو لپاره مناسب ښکاري، که چېرې د وخت په تېرېدو سره نورې ادبي دورې  پيدا کېږي،دنوم د کېښودلو ستونزه به يې نه وي.

دا چې مخکې د نړۍ د ځينو ژبو يادونه مې د ادبي دورې د ټاکلو په اړوند  وکړې او د هغو اختلافات مو وښوده، اوس به د پښتو ژبې د ادبي دورو پر تاريخي سير باندې وغږېږم.

همدارنګه د خوشحال خان د بولـلو (قصیدو) د شمېر په هکله داسې  خبرې راغلې دي: د (خوشحال کليات) د عبدالقيوم زاهد مشواڼي په سريزې، اوډون او ترتيب په سريزې کې ليکل شوي دي، د خوشحال کليات کې ٥٢ قصيدې ښودلې دي.

خوشحال پوهنې  په کتاب کې د خان بابا  د قصايدو په اړه داسې راغلي دي  د دې د ديوان بله برخه د قصيدو ده، د خان ټولې ٥٢ قصيدې په کلياتو کې موجودې دي.

حبيبي صاحب او ځينو نورو خوشحال پېژندونکيو د خان بابا ځينې قصيدو ته غزل وزمه  قصيدې ويلې دي. دې قصيدو ته غزلې او که قصيدې ووايو، ښاغليو پوهانو هم دغه خبره نه ده ښکاره کړې، د دوى په فکر که چېرې د قصيدې منځپانګه، محتوا او ځمکه غنايي وي دې ته يې غزل وزمه قصيدې ويلي دي دا چې ځينو پوهانو د خان بابا قصايد ٥٢ ښودلي دي دوى خوله په خوله  دغه تعداد ديو نه بل کتاب کې ښودلى دى، خو زما په نظر د خان بابا قصايد ٥٢ نه زياتې دي دا چې د قصيدې په پېژندنې کې بايد کوم توکي په نظر کې ونيول شي دا ټول ما دقيق وکتل او د ډېرې مطالعې وروسته په دې پوه شوم چې د بابا قصايد له ٥٢ زياتې دي.

هغو پوهانو چې د بابا ځينو قصايدو ته غزل وزمه قصيدې ويلي دي، هغه بايد په قصيدو کې وشمېر ل شي، ځکه چې بابا د قصايدو بريد مات کړ، کومې قصيدې چې د جاهليت په زمانې کې په ارادي ډول د خرڅون او کره کتنې لپاره ليکل کېدې او يا د فارسي دري ژبې تمهيديه قصيدې چې په دربارونو کې د مال، دولت، جاه او جلال او د چاپلوسۍ لپاره ويل کېدې او زياتره قصيدې به د ستاينې او مدحې لپاره وې خو بابا خطابيه قصيدې خپل اوج ته ورسولې اوپه غير ارادي او ناشعوري ډول يې د قصيدې  په ځېل کې اخلاقي، اجتماعي، سياسي، غنايي، رزمي او نور مسايل راوړه، ما د بابا ټولې قصيدې ولوستې او هر ډول منځپانګې د دې په قصايدو کې شته، نو د پورته دلايلو په نظر کې نيولو سره د بابا د غزل وزمه قصيدو جوړښت، د بيتونو شمېر، قافيې او په ځينو قصايدو کې رديفونه په دې دلالت کوي چې دا قصيدې دي.

همدارنګه د پښتو ادبیاتو د لومړني شاعر په هکله داسې راغلي دي: په(پښتو ادب تاریخ) او(پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې دوره) او داسې نورو اثارو کې مشرانو لیکوالو او پوهانو ویلي دي: (امیر کروړ غښتلی، کلک او محکم سړی و، په یوه تن به له سلو تنو سره جنګېده نو ځکه کروړ او جهان پهلوان بلل کېده.)، دلته یوه پوښتنه پیداکېږي، هغه دا چې امیر کروړ له کوچنيوالي نه پهلوان نه و، دده د جنګ قوت او جسماني غښتلوالی په ځوانۍکې ښکاره شو نو په دې باندې کروړ نوم په کوچنیوالي کې کېښودل شوی و او که په ځوانۍ کې کېښودل شوی و، د ډېرو پوهانو دا نظر دی، چې کله امیرکروړ کامیابي اوسوبي ترلاسه کړې او په یو تن د سلو کسانو سره جنګیده نو ځکه په امیر کروړ مشهور شو، چې د کلک او سخت په معنا دی خو زما په نظر دا یوه افسانوي خبره ده، د امیر کروړ نوم له کوچنیوالی نه کروړ و، او د امیر پولاد په واسطه پرې دغه نوم کېښودل شوی و، اوس هم په ځینو کورنیو کې داسې نومونه لیدل کېږي، چې د نیکه، پلار او ورونو د نومونو تر منځ ځیني مشابهتونه موجود وي او معنوي تړاو پکې لیدل کېږي، په ډېرو ادب تاریخونو کې  د امیر کروړ شعرحماسه ښودل شوې ده، چې په حقیقت کې د امیر کروړ نظم حماسي نظم دی خو حماسه نه ده، ځکه چې حماسه او حماسي نظم  یو د بل سره توپیر لري، هر حماسي نظم ته حماسه نه شو ویلای.

پورته درې نظریات په اکثرو لیکنو کې شته دی او همدارنګه د دغو خبرو په هکله زما خبرې هم راغلي دي چې دغسې خبرې د انتقادي تفکر په اساس پیدا کېدای شي او په تحقیق کې سالم او مثبت انتقاد د نویو فرضیو د پیدا کېدلو او اثبات ته رسېدلو لپاره لار هواروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *