له بده مرغه زموږ په ټولنه کې نجونې د مختلیفو عواملو په وجه د تعلیم له ستر نعمت څخه بې برخې پاتې کیږي ، یو عامل یې ړوند غیرت دی چې معصومي نجونې د غیرت په نوم د جهل په بند کې ساتلې کیږي. ډېری خلک په دې اند دي که دوی خپله لور، خور ، وریره … ښوونځي ته ولیږي ، نو د خلکو خولې به ور واوړي اوکورنۍ به یې په بد نوم یاده سي .
په تاسف سره باید ووایم چې پدې برخه کې د جوماتونو زیاتره ملایانو هم خپله دنده نه ده تر سره کړې ، د نجونو د تعلیم په هکله یې د خلکو فکرونه نه دي روښانه کړي، خلک یې د نجونو تعلیم ته ندي تشویق کړي ، بلکي هنوز یې د نجونو د تعلیم مخالیفت کړی د نجونو هغه حق چې الله پاک ورکړی ، هغه یې پټ کړی ، خلک یې په بېلا بېلو وختونو کې لدې څخه منعه کړې چې نجونې دي ښوونځيو ته ولیږي ، حتی ځینو ملایانو خو له سره د عصري علومو مخالیفت ته ملا تړلې، د عصري علومو مخالیفت ته یې کار ویلی ، په جومات ، هدیره ، او نورو ځایونو کې یې د عصري علومو په اړه د خلکو ذهنونه مخشوش کړي ، ددین په نوم یې خلک له دین څخه لیري ساتلي .
حال دا چې په اسلام کې د هر څه لپاره لاره او طریقه مالومه ده ،په اسلام کې روا او ناروا د قران کریم ، نبوي احادیثو ، اجماع او قیاس څخه مالومیږي.
په اسلام کې علوم په دوه ډوله دي ، ۱ـ فرض عین ۲ـ فرض کفایې
۱- فرض عین علوم :د اسلام د ټولو نظامونو لکه عقیدوي ، باوري ، ټولنیز ، سیاسي او نورو نظامونو په اړه په کافي اندازه پوهه او مالومت درلودل ، چې انسان د هغې پوهې په واسطه د زوند چارې سمبال کړي ، د روا او ناروا توپیر وکړای شي او څلوریست ساعته د هغې په چوکاټ کې تېر کړي.
۲- فرض کفایې علوم : ټول هغه علوم چې انساني ټولنې ته یې خیر رسیږي ، د انسانانو په ګټه وي او پرته د هغوڅخه د مسلمانانو زوند له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کیږي ، په اسلام کې ورته فرض کفایي ویل سوې..
نو پدې اساس ټول علوم لکه طب ، انجینري ، اقتصاد ، حقوق ، شرعیات ، زراعت ، کمپیوتر ساینس ، ښوونه او روزنه ، ژورنالیزم ،حربي زده کړې ، هوایې زده کړې …. فرض کفایي بلل سوي.
په دغه ایات کې انسانانو ته ویل سوې، (فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ إِنْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ).که چیري تاسو نه پوهیږئ له هغه چا پوښتنه وکړئ ، چې هغه پوهیږي .
دا پدې دلالت کوي هر هغه څوک که نر وي او که ښځه چې نه پوهیږي باید تعلیم وکړي ، په بل ایات کې الله پاک فرمایي:
(هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ) ایا برابر دي هغه کسان چې پوهیږي له هغو کسانو سره چې نه بوهیږي ، یعني هیڅکله هم ندي سره برابر ، دلته هم خطاب عام دی نر او ښخو داوړو ته شامل دی.
ښځې چې د ټولنې نیمایي برخه تشکیلوي ، نو په ټولنه کې ښځینه ډاکترانو ، استادانو … ته ستره اړتیا ده ، که په یوه ټولنه کې ښځینه ډاکتره وجود ونه لري ، نوهغه ښځینه ناروغانې چې ولادي تکلیف لري چیرته د تداوي لپاره بېول کیږي نارینه ډاکترانو ته ؟
مالومه خبره ده ، چې یا خو به یې نارینه ډاکتر ته بیایې او یا به یې له سره ډاکتر ته نه بیایي ، چې دغه یو حالت هم د زغملو وړ ندی .