په ټولنيز چاپېريال کې د اقتصادي پرمختګ او پرمختيا په اړه ډېرې خبرې کيږي،د اقتصاد په نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ د کچې معلومولو لپاره بېلابېل شاخصونه کاريږي،د بېلګې په ډول ناخالص ملي توليدGross Domestic Product يا GDP يو له هغه شاخصونو څخه دی چې په پراخه ډول کارول کيږي،د اقتصاد له نظره د يوکال په اوږدو کې په يو هېواد کې د ټولو توليداتو (توکو او چوپړتياوو) د بازار قيمت د ناخالص ملي توليد په نوم ياديږي، د عايداتو د وېش انډول او ملي عايد National Incomeهم د دې شاخصونو له ډلې شمېرل کيږي، همدارنګه ژوندنيز پرمختګونه لکه روغتيا،پوهنه،کرهڼه او صنعت هم د اقتصادي پرمختګ د انځور په وړاندې کولو کې مرسته کوي؛د دې او يا نورو شاخصونو له ارزونې وروسته د اقتصادي پرمختګ په هکله پرېکړه کيږي،دا چې اقتصادي شاخصونه په ټوليز ډول څرنګه اقتصادي پرمختګ په نښه کوي دا يوه بېله اقتصادي موضوع ده،خو هغه څه چې دلته روښانه کيږي د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې لويې ننګونې دي.

په ملي اقتصاد کې مجموعي تقاضا او مجموعي عرضه د اقتصادي پرمختګ بنسټيز توکي ګڼل کيږي،داسې چې هېوادونه د د لنډمهاله اقتصادي پرمختګ لپاره د مجموعي تقاضا پر زياتوالي ډډه لګوي،د دې لپاره چې اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ ته لاره برابره شي نو اړينه دا ده چې د مجموعي تقاضا او مجموعي عرضې ترمنځ انډول وساتل شي،تر څو په هېواد کې تقاضا ته له اړتيا سره سم ځواب وويل شي،دلته د عرضې له زياتوالي موخه د يو هېواد د توليدي ظرفيت لوړول دي،هېره دې نه وي چې د عرضې زياتوالی کومه ساده خبره نه ده بلکې دا کار په لويه اندازه اقتصادي بدلون او خوځښت ته اړتيا لري،لويې او کوچنی فابريکې جوړول،د کورنيو او بهرنيو پانګونو جلبول،د وړ برېښنا شتون،د امنيتي ستونزو او خنډونو لرې کول پر خپل ځای لويې ننګونې ګڼلی شو.

د امنيت نشتون په ډېره پراخه کچه اقتصادي پرمختګ ته زيان اړولی، د کورنيو او بهرنيو پانګونو مخه يې ډب کړې، حکومت يې بوخت ساتلی، د حکومتي ادارو ترمنځ د فساد لامل شوی،د سالم مديريت او روغ اداري سيستم چلښت يې له پښو غورځولی همدارنګه ګڼې نورې بدمرغۍ يې زېږولې.

د کورنيو او بهرنيو پانګونو لپاره د فرصتونو نشتون هغه ستونزه ده چې حکومت يې په حل کولو کې پاتې راغلی، د دې پر ځای چې په هېواد کې پانګونه زور ومومي برعکس پانګوال خپلې پانګې له هېواد څخه باسي او په بهرنيو هېوادونو کې يې په خوندي چاپېريال کې په کار اچوي،که څه هم په دې وروستيو کې له امنيتي ناخوالو سره سره ځينې لويې او کوچنۍ پانګونې شوې،خو بيا هم ډېر پانګوال د سر او مال پر وړاندې د شته ګواښونو له کبله پانګونو ته زړه نه ښه کوي.

د توليدي ظرفيت د لوړوالي په موخه د اومه موادو کمښت بله ستونزه ده چې د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې محسوسيږي،د طبيعي زېرمو د شتون له کبله افغانستان د آسيا پرکچه بې سارې ګڼل کيږي،خو تر ځمکه لاندې پټ کانونه لاهم هماغسې پوښل شوي او بېکاره پاته دي،د کانونو د راسپړلو په برخه کې ډېر لږ کار شوی،په غير قانوني ډول د قيمتي توکو قاچاق او د کانونو راسپړل بل سر خوږی دی چې اقتصاد يې زيانمن کړی، د کانونو راسپړل د دولت تر څارنې لاندې مسلکي کار ګرانو او پرمختللې تکنالوژۍ ته اړتيا لري،په افغانستان کې د مسلکي او روزل شوو کارګرانو کمښت او د پرمختللې تکنالوژۍ نشتون لوی خنډ دی،د بهرنيو پانګونو جلبول او هغوی ته د فرصتونو برابرول د طبيعي زيرمو ګټورتوب او اغېزمنتوب تضمينوي.

د دې لپاره چې په هېواد کې مو اقتصادي پرمختګ چټک شي،د دې کار لپاره نوې او پر مختللې تکنالوژۍ ته اړتيا ده،دا ځکه چې د نورو هېوادونو سره سيالي له نوې او پرمختللې تکنالوژۍ پرته ناشونې ده،کرهڼه،کانونه او صنعت بايد د نوې تکنالوژۍ په مرسته خوځښت ومومي، بايد وويل شي چې دا چاره په تدريجي ډول صورت مومي،نوې او عصري تکنالوژي مسلکي کاريګرو او کارپوهانو ته اړتيا لري زموږ او اوسنۍ تکنالوژۍ تر منځ واټن لويه ستونزه ده.

د وزګارتيا لوړه کچه د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې بله لويه ننګونه ده،دا  چې يو ماشين له تېلو پرته نه چالانيږي او په حرکت نه راځي  په همدې ډول د کاري ځواک بېکاري د اقتصادي پرمختګ ماشين له حرکت او خوځښت غورځوي.له بده مرغه په افغانستان کې د ځوان کاري ځواک شتون  چې په مسلکي ډول هم د کار کولو جوګه دی،د کار او روزګار لپاره مناسب فرصتونه نه لري،چې دا کار په لوی لاس د اقتصادي پرمختګ پر مخ درنه څپيړه ده،افغان ځوانان نه يوازې په کور د ننه د کارموندنې ستونزې لري بلکې جوپې جوپې د بهرنيو هېوادو پر لوري روان دي چې لويه برخه يې لوستي ځوانان دي او هلته هم له لويو ستونزو او ناخوالو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *