تاند- اروپايي اتحادیه وايي چې د سږ کال په وروستیو درو میاشتو کې تر ۶۲ زره زیاتو افغانانو د دې اتحادیې په غړیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

دې ته په پام چې د اروپایانو له لوري پر افغان پناه غوښتونکو فشارونه زیات شوي، د پناه غوښتنلیکونه یې ور رد کړي او د نه منل کېدو لپاره یې پراخ تبلیغات پیل کړي، په دومره لنډ وخت کې اروپايي اتحادیې ته د پناه وړونکو افغانانو بې ساری شمېر دی.

خو د ۲۰۱۵ م کال د ورته وخت د افغان پناه غوښتونکو له شمېر سره یې ډېر توپیر نشته.

تر بل هر اروپايي هیواد له جرمني څخه زیاتو افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.

د اروپايي اتحادیې د راپور له مخې له ټولټال ۶۲۱۰۰ افغانانو څخه، چې د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته یې د پناه غوښتنلیکونه سپارلي، په سلو کې تر ۸۰ زیاتو په جرمني کې پناه غوښتې ده.

تېر کال شاوخوا یو نیم لک افغانانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې وه.

اروپايي اتحادیه وايي، دا شمېر په دې خاطر د پام وړ دی چې د سږ (۲۰۱۶) په لومړیو شپږ میاشتو کې تر دې لږترلږه په سلو کې ۱۴ لږو افغانانو په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې تر ټولو ډېر سوریه والو د پناه غوښتنې کړي دي خو څرنګه چې د سوریه والو سویه لوړه ده او اکثره لوړې زده کړې لري، هیڅ اروپايي هیواد د هغو د ورتګ په وړاندې د افغانانو په شان اندېښنه نه ښيي.

له افغانانو وروسته عراقیان تر نورو زیات پناه غوښتونکي دي.

په وروستیو درو میاشتو کې ۳۶ زره عراقیانو د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د اروپا ټول هیوادونه د اروپايي اتحادیې غړي نه دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي چې سږ کال له اروپايي هیوادونو تر ۱۰ زره زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته راګرځېدلي دي.

که څه هم ادعا کېږي چې دا کسان په خپله خوښه راستانه شوي خو د پنجشنبې په ورځ له جرمني څخه راستنو شویو افغانانو وویل چې په زوره راستنول شوي مګر د خپلې خوښې ستنېدونکو په نوم الوتکې ته پورته کړای شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *