دا کتاب چې د طبي اصطلاحاتو لارښود دی، تازه چاپ شوی چې په پښتو ژبه د هلمند بست پوهنتون دوه محصلينو عبدالتواب خپلواک او شفيع الله عمران ليکلی.

ليکوالان يې وايي، کتاب په روانه پښتو لیکل شوی چې د طب پوهنځي د محصلينو ترڅنګ عام لوستونکي هم ګټه ترې اخيستلی شي.

دغه راز ياد کتاب پر پښتو ژبه د طبي اصطلاحاتو ترڅنګ انګليسي ژباړه هم لري.

کتاب د بست خصوصي پوهنتون لخوا په ښه صحافت او رنګه انځورنو سره چې ټول ۲۱۰مخونه لري شبير خپرندويي ټولنې چاپ کړی دی.

دا کتاب په کابل، کندهار، هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې له لويو علمي کتابپلورنځيو څخه ترلاسه کولی شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *