د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د شهیدانو په سیمه کې د هغه لوی پُل د جوړیدو چارې پیل شوې چې په جوړیدو سره یې د کابل-ننګرهار لویه لاره د بادپښ ولسوالۍ او کاپیسا ولایت سره وصل کیږي.په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان والي ترڅنګ د خلکو استازو ،امنیتي مسوولینو او د سیمې ګڼ شمیر اوسیدونکو ګډون کړی وو.
لغمان والي د دغه مهمې پروژې د کار د پیل مبارکي ولسونه ته ورکړه او دا یې د خلکو هغه عمري غوښتنه یاده کړه چې د اوسنۍ ولایتي ادارې په هلو ځلو سره ورته مثبت ځواب وویل شو.
لغمان والي وویل چې دغه پُل د کلیو پراختیا وزارت په چوکاټ کې د کلیوالي سرکونو او لارو د جوړونې د برنامې په مالي تمویل سره(۴۱۳۳۳۹۰۰) یوځل میلیونه،درې سوه دري دیرش زره او نهه سوه افغانیو په ارزښت سره جوړیږي چې ۱۰۰متره اوږدوالي او ۷ متره عرض لري چې په ۱۹ میاشتو کې به یې کارونه تکمیل شي، نوموړي د دې یادونه هم وکړه چې بادبښ ولسوالۍ ته د غیځدلو سرکونو د جوړیدو هڅې یې هم دوام لري.
عبدالجبار نعیمي د لغمان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د هرې بنسټیزې پروژې د تطبیق لپاره به شپه او ورځ کار وکړي له خلکو یې وغوښتل چې د امنیت په تامین کې همکاري وکړي همداشان له اړونده وزارت یې مننه وکړه چې د ولسونو غوښتنه یې پوره کړه.
د سیمې خلکو له ولایتي ادارې مننه وکړه چې د دوی دتاریخي او عمري غوښتنې د پوره کولو لپاره یې اساسي کار وکړ او په پایله کې یې دهغه پُل د جوړیدو چارې پیل کړې چې په زرګونو کورنیو یې د جوړیدو په تمه شپه او ورځ سبا کوله.
امیرزېب دُارني