د حصارک تر نمایشي عملیاتو وروسته هغه کسان بېرته د طالبانو لیکو ته ستانه شوي، چې وړاندې په دولتي ملاتړ د طالبانو خلاف ول. د دوی زیاتره یې چې د سیمه ییزو پولیسو او قومي جوړښتونو چوکاټ ته داخل شوي وو امنیت یې تامین نشو او تر طالباني حاکمیت لاندې ژوند له دولتي ملاتړ پرته ورته ناشونی شو.
په دوه ورځو کې لس پاڅونوال او قومي مخور طالبانو ته تسلیم شوي دي، طالبانو دوی ته ګواښ کړی و، چې که ورسره یو ځای نشي کورنه به یې وسوځوي او دوی به ووژني.
د ملي پوځ تر عملیاتو وروسته ایله پېنځه کلي تر دولتي حاکمیت لاندې راغلل او د حصارک پاتې نور کلي د بهرنیو طالبانو جنګي مرکزونه دي، له همدې ځایه عملیات طرحه کوي، ماینونه جوړوي او جنګ ته د اورپکو لښکرې لېږي.
د افغانستان په ختيځ کې د ٢٠١ سیلاب قول اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د شاهين ١٥ په نوم پيل شوي عمليات د ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو پر وژلو پاى ته ورسېدل.
دغه عملیات، چې د روان لمريز کال د زمري په لومړۍ نېټه په دغه ولسوالۍ کې پيل شوي و، د وږي په اومه پاى ته ورسېدل.
د ٢٠١ سیلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي ادعا کوي، چې د عملیاتو په پایله کې هدفي سیمې د وسله والو له شتون پاکې شوې دي.
د سیمې خلک دغو عملیاتو ته د (تش په نوم عملیاتو) اصطلاح کاروي او وایي، له سیمې د پوځیانو تر وتلو وروسته غرونو ته ختلي وسله وال بېرته راکوز شوي او د پخوا په شان خپله واکمني چلوي.
دوی د خپل سترګو لیدلی حال وایي، چې د عملیاتو پرمهال ان د ملي اردو الوتکو هغه وسله وال په اسانه نښه نشوای کړای، چې پدوی یې ډزې کولې او دا حال د کلي ټولو خلکو لیده.
د حصارک یو اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط محور ورځپاڼې ته وویل :((دغه ډول ناکام عملیات د ملي اردو نوم بدوي!))
په حصارک ولسوالۍ کې نژدې اته میاشتې وړاندې د طالبانو پرضد ولسي پاڅون وشو، خو د حکومت بې غورۍ دغه پاڅون مات کړ.
د حاجي بهادر په نوم د پاڅونوالو یوه مشر محور ته وویل :((که حکومت زموږ مرسته کړې وای په یوه میاشت کې مو درته دا طالبان ختمول، موږ پر بې ننګه حکومت ننګ وکړ، خپل فصلونه مو په پټیو کې وچ شول، خو حکومت زموږ ملا را ونه تړله.))
حاجي بهادر وایي، دوه ورځې وړاندې لس پاڅونوال د طالبانو له وېرې تسلیم شول او دا وخت بېرته له طالبانو سره د حکومت پرضد جنګېږي.
یوه میاشت وړاندې د حصارک په جوکان کلي کې د لښکر په نوم یوه کس له سهاره تر ماښامه له طالبانو سره جګړه وکړه او دده په شمول میرمن او د کور نور غړي یې طالبانو ووژل.
د ننګرهار والي ګلا غا شیرزي د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق هم له دې امله له دې ګوښه کړ، چې له رسنیو سره یې ددې ولسوالۍ رښتینی انځور شریک کړ. هغه ویلي وو، چې دغه ولسوالۍ له اتو میاشتو راهسې د طالبانو لخوا کلابند ده، خو هېڅوک مرستې ته نه ورځي.
په ښکاره د ملي اردو تر بریالیو عملیاتو وروسته پوځ را وګرځېد، خو ددې ولسوالۍ ناور، محمد کلا، مین خېل او ناصر خېل کلي بېرته د طالبانو لاس ته کېوتل او اوس له هغه ځایه د ټول ختیځ امنیت ګواښي.
د دغو کلیو اوسېدونکي له ټولو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي، پنجابي، وزیرستاني او نور بهرني طالبان په رڼا ورځ په موټرسایکلونو په کروندو کې ښکته پورته کېږي.
جلال آباد ته د ختیځ دروازه ویل کېږي، طالبان ددې دروازې په ماتولو کټ مټ هغه تجربه تکراروي، چې خوشباوره مجاهدینو د آی ایس ای له لښکرو سره یو ځای په جلال آباد برید وکړ او د افغانستان سقوط له همدې ځایه پیل شو.