دا خبره سمه ده، چېرته چې کار کوو يا دنده لرو، هغلته ټول کارکوونکي د يوې کورنۍ د غړو حيثيت لري، يا هم د يوې کورنۍ غړي دي.
خو ځینې بيا داسې خبرې شته، چې کاري ځای کې يو بل سره نه شريکېږي، يا يې هم نورو ته له ويلو بايد ډډه وشي.

د يوه بريالي شخص يوه ځانګړنه دا هم ده، چې هغه هره خبره هر چا سره نه شريکوي، نو تاسې هم هڅه وکړئ، چې له دغو لاندې خبرو څخه ځانونه وساتئ او بايد يې بل چاته ونه کړئ.

۱: د سياست په اړه خبرې مه کوئ

که کولای شئ، په خپل کاري ځای يا دفتر کې له سياسي خبرو څخه ځان وژغورئ، ځکه چې سياسي افکار ستاسو د شخصیت استازيتوب کوي، او بل دا چې ستاسې دغه سياسي خبرې د نورو نه خوښېږي، ممکن ستاسې پر سياست د هغوی سر خلاص نه شي.
په دې بايد پوه شو، چې په هر وګړي کې سياسي افکار بېل او ځانګړي دي. ممکن داسې هم وي، چې ستاسو او د هغوی د نظر اختلاف وي، هغوی ته به ستاسې خبرې ناسمې ښکاري، داسې هم کېدای شي، چې د هغوی په اند ستاسو دا خبرې لومړنۍ يا ابتدايي وي، چې هغوی ته هېڅ ګټه نه رسوي او يا هم هغوی په دې برخه کې ډېر مالومات ولري، ډېره مطالعه يې په کې کړې وي.

ډېری خلک سياسي مهال کې سياست ته په ډېرې ځيرکتيا ګوري، داسې هم کېدای شي، څه چې تاسې خوښوئ، د هغوی خوښ نه شي او څه چې هغه  خوښوي هغه ستاسو خوښ نه شي.

نو غوره دا ده، چې تاسې خپل سياسي افکار ځان سره وساتئ، هېڅ يې په دفتر کې يادونه مه کوئ، ځکه کله کله ممکن داسې هم وشي، چې تاسې د دې تاوان جبران کړئ.

که بيا هم نه کېده، نو بيا داسې وکړئ، چې د يوې رسنۍ په سياسي بحث کې ګډون وکړئ او هلته مو زړه تش کړئ.

۲: هېڅوک ناپوهه مه ګڼئ

په ډېرو دفترونو کې به داسې خلک شته وي، چې د ډېرو کارونو وړتيا ونه لري، يا هم په ډېرو کارونو پوه نه شي؛ ممکن دا شخص په خپله وړتيا دې دندې ته نه وي راغلی.

که تاسو له هغوی سره مرسته نه شئ کوی، يا هغه له دندې نه شئ لرې کوی؛ نو د ټولو په وړاندې د هغه د ناپوهه ښودلو هڅه هم مه کوئ.

په دې کړنې تاسو ته هېڅ ګټه نه رسېږي، بس يوازې نورو ته دا په ډاګه کوئ، چې تاسو د ځان د ښه يا پوه ښودلو په پار بل شخص کوچنی يا ناپوهه ښکاروئ؛ نو دې سره به تاسو د نورو خلکو منفي عکس العمل ته هم چمتووالی نيسئ، ځکه ستاسې دا کړنه ممکن له جدي ګواښ سره مخ شي.

۳: د خپلې تنخوا يا معاش يادونه مه کوئ

ستاسو کورنۍ يا مور او پلار يا هم د کور مشران به هرومرو دا پوښتنه  کوي، چې ستاسو څومره تنخوا ده؟

يعنې په يوه مياشت کې څومره معاش درکوي يا په يوه مياشت کې څومره پيسې ګټئ.

خو د دې خبرې يادونه په دفتر کې اړينه نه ده، چې بايد يې تاسې په دفتر کې هم يادونه وکړئ؛ اړتيا ورته نشته، چې خپلو همکارانو ته د خپلې تنخوا يادونه وکړئ، چې دا بيا تاسو ته ستونزه پيدا کوي، ځکه چې ستاسو همکار به هم دا هڅه کوي، که چېرته د هغوی معاش ستاسو له معاشه کم وي، نو غواړي به چې د هغه تنخوا هم ډېره شي.

نو چې ټولو ته دا خبره معلومه شي، بيا په ټول کوښښ کوي، چې معاشونه يې لوړ شي.

۴: هېڅ کله هم مه واياست چې دنده مو خوښه نه ده

په کاري ځای کې چې کله تاسې وواياست، چې دنده مو خوښه نه ده، ټول به ډېر خوښ شي، تاسې په دې خبره ډېر مشهورېږئ، تاسو به په ټول دفتر کې د يوې منفي څېرې په شان مشهور شئ.

دا په ياد لرئ، چې په دفتر کې تل هرڅوک ستاسې پرځای کېناستو ته ډېر زيات لېواله وي؛ کوښښ وکړئ، چې هېڅ کله هم داسې خبرې مه کوئ.

که چېرې ستاسو رييس په دې خبره پوه شي، چې ستاسو دا دنده خوښه نه ده، نو هغه به هم هڅه وکړي چې ژر مو له دندې لرې کړي.

۵: خپل کورني مسايل او له ماضي ژونده مو تېښته کوئ

داسې خو ده، چې موږ هلته دومره وخت تېروو، چې له هغوی سره داسې اړيکې جوړې کړو لکه د يوې کورنۍ غړي، خو بايد هڅه وکړو، چې کورني مسايل او د خپل ماضي ژوند په اړه ورته څه ونه وايو، ځکه دا د هرچا حق نه دی، چې زموږ د تېر ژوند په اړه هم بايد دوی پوه شي.

دا اړينه نه ده، چې ستاسو د دفتر همکار هر يو ستاسو دوست وي او هغه ستا په خبرو داسې پوه شي لکه څنګه چې ته ورته وايې او يا يې هڅه کوې، چې پوه يې کړې.

خپلې کورنۍ خبرې له هغو دوستانو سره شريکې کړه، چې بله ورځ درته پېغور در نه کړي يا هم ستاسو پر خلاف يې ونه کاروي.

دا هم اړينه نه ده، چې ستاسو تېر ژوند دې د هر چا خوښ شي، نو دې له پاره غوره دا ده، چې بيخي يې يادونه ونه کړو او له ځان سره يې وساتو.

۶: نوې دندې پسې ګرځېدل

په دفتر کې هېڅ کله هم خپلو همکارانو ته دا مه واياست، چې تاسې د نوې دندې په لټون کې ياست؛ دا په ياد لرئ، چې ستاسو دا خبره ستاسو پر خلاف هم کارول کېږي.

که ستاسو رييس په دې خبره خبر شي، چې تاسې نوې دندې پسې ګرځئ او تاسو نوې دنده هم لا نه وي موندلې، تاسو به له خپل موقفه لرې کړي.

نو دې له پاره چې دنده مو له لاسه نه وي ورکړې، تر هغه چې بله دنده مومئ غوره دا ده، چې ستاسو په دې خبره هېڅوک خبر نه شي او حتا هغه خپل د څنګ همکار ته يې هم يادونه مه کوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *