کورنۍ هم د توليد له دوه مهمو عواملو «پانګه» او «بشري ځواک» څخه برخمن اقتصادي واحد دی. دا چې کورنۍ هم په اقتصادي کړنو کې رغنده رول لري،د اقتصادي فعاليتونو لپاره اقتصادي سرچينې په نښه کولی شو او له هغه څخه په ګټه اخېستنې د اقتصادي حالت په ښه والي کې کار اخېستلی شو،بايد ووايو چې د کورنيو له خوا پيل شوي کوچني کاروبارونه بلاخره په يو لوی اقتصادي خوځښت بدليږي او په لويه کچه اقتصادي بدلونونه رامنځ ته کولی شي،په بهرنيو هېوادونو کې د کورنيو پر اقتصادي ډېر تمرکز کيږي.
د کورنۍ اقتصاد هم کولی شو چې د کور د سرچينو د مدېريت د څرنګوالي په حيث وپېژنو.
خو آيا پوهېږئ چې دا سرچينې کومې دي؟ کولی شو چې د پيسو د وخت،د ژوند د فضا او نورو بشپر لړليک چمتو کړو.دا سرچينې په ظاهري ډول يو له بل څخه متفاوتې ښکاري مګر هغوي ټولې يو له بل سره ګډه ځانګړنه لري چې له «کمښت» څخه عبارت ده.
خامخا مو اوريدلي چې ډېر خلک وايي: کاش چې ډېر وخت مې لرلای،کاش چې يو لوی کور مې درلودلی،ای کاش چې ډېرې پيسې مې لرلای او …. حتی هغه کسان چې کافي مادي سرچينې په واک کې لري د لا ډېرو منابعو د لرلر غوښتنه لري؛کورنۍ دا خوښوي چې د خوراک تر ټولو غوره ډول په مصرف ورسوي،د خپلو غړو لپاره تر ټولو ښکلی لباس برابر کړي،په ښائسته کور کې واوسيږي،په تکراري ډول سفر وکړي او…. مګر هغه څه چې څرګند دي دادي چې کورنۍ محدودې سرچينې او بوديجه لري او کمښت د زياتره کورنيو لپاره يوه عمومي پديده ده؛نو له همدې کبله کورنۍ مجبوره ده چې محدودو سرچينو ته په پام سره د خپلو غوښتنو تر منځ «ټاکنه» وکړي او داسې تصميم ونيسي چې د کورنۍ ټول غړي د خپلې خوښې وړ «مطلوبيت» ته ورسيږي.
دا چې څه شی په لګښت ورسوو؟ څومره په لګښټ ورسوو؟ څرنګه يې په لګښټ ورسوو؟ څوک کار وکړي؟ څو ساعته کار وکړي؟ له عايد څخه څرنګه اعظمي ګټه پورته شي؟ په کور کې کوم څيزونه توليد کړو؟ او نورې هغه پوښتنې دي چې هره ورځ په کورنيو کې مطرح کيږي او په خپلو ناستو کې په سمو او پر ځای ټاکنو سره اقتصادي تصميمونه نيسي؛غوره ټاکنه،يو اقتصادي تصميم دی،ښکاره ده چې دا تصميم نيونه د بېلابېلو کورنيو لپاره توپير لري او د کورنيو عوايدو ته په کتو د کورنيو د غړو لېوالتياوو او ترجيهاتو،د ژوند ډول،د غړو جنس او عمر او د هغوی ادابو او دودونو ته په کتو سره ټاکل کيږي.
او هره کورنۍ بايد تر ټولو غوره ټاکنه وکړي،د هوښيارانه کړنو،د پوهې په تر لاسه کولو او د کورنۍ د اقتصاد د اصولو په زده کولو سره کولی شو چې سوکاله ژوند او ښو موخو ته د رسېدو لپاره غوره تصميمونه ونيسو.
د کورنۍ مشر بايد د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره منظم پلان ولري او په دې وپوهيږي چې خپله عوايد څنګه په لګښت ورسوي او يا دا چې په څه ډول کولی شي پانګه تر لاسه کړي،کورنۍ بايد خپل اقتصاد په ټولنه کې د نورو ناوړه پديدو او رواجونو ښکار نه کړي بلکې د هغه لپاره بايد يو ښه تصميم ونيسي.
هغه مهال چې کورنۍ د خپل اقتصاد د پياوړتيا لپاره په ګډه کار وکړي او د خپلو لګښتونو د کنترول لپاره منظم پلان ولري نو له شک پرته د اقتصاد په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځ ته کولی شي.