د لګښتونو له اړخه کليوالي او ښاري ودونه چندان توپير نه لري، که څه هم د رواج په اساس د دوی ترمنځ ځينې توپيرونه  شته خو د اضافي لګښتونو فرهنګ په کې ورځ تر بلې په زياتېدو دی.

محمد لونګ مختار ( د وردګو کلتوري يون) په نوم په خپل څېړنيز  اثر کې د کليوالي ودونو په اړه ليکي:

د واده کولو لپاره بايد مخکې له مخکې د هلک او نجلۍ د کورنيو مشران وخت وټاکي او په دې سلاشي چې په کومه نېټه واده وکړي،د نېټې د ټاکلو پر مهال چې جوړښت ورته وايي د واده په لګښتونو او څرنګوالي هم خبرې کيږي،په واده کې د هلک پلار اړ دي چې د نجلۍ د کورنۍ غوښتنې ومني،له واده مخکې چې د نجلۍ د کورنۍ له خوا د لګښتونو کوم لېست د هلک کورنۍ ته ورکړل شوي وي، د جوړښت پر مهال پرې  يو ځل بيا خبرې کيږي که د هلک اقتصاد کمزوری وي داسې پلرونه هم شته چې د واده ټاکل شوی  ولور او نور خوراکي توکي،خلعتي…. کم کړي خو دا ډول خلک د ګوتو په شمېر پيدا کيږي ولې داسې خلک هم شته چې نه څه کموي او نه څه زياتوي،خو د داسې خلکو هم کمی  نشته چې د واده پر مهال د زوم پر کورنۍ له ټاکل شويو شيانو زيات  څه غواړي چې دغه کار ته بابېړی وايي او ډېر ځله دا چاره د دواړو کورنيو تر منځ خفګان هم رامنځته کوي چې ان د نجلۍ او هلک خوږ ژوند متضرر کوي او ناوړه اغېزه پرې کوي.

د کليوالو سيمو په ودونو کې بله لويه نا انډولي دا ده چې د هلک کورنۍ بايد له جګ ولور ورهاخوا د نجلۍ کورنۍ ته د طوی ټول لګښت هم ورکړي ( طوی دواده ډوډۍ ته وايي  چې ټول افغانان يې په همدې نامه يادوي چې د هلک يا نجلۍ کورنۍ يې د واده په ورځ  خپلوانو يا کليوالو ته ورکوي).

دا څرګنده ده چې د هلک په کورنۍ دا ډول درانه لګښتونه اېښودل لوی بوج  دی او بايد هڅه وشي چې په ټولنه کې داسې ارزښتونه رامنځ ته شي چې د کورنيو دوه اړخېزې ګټې په کې خوندي وي؛که څه هم ډېری خلک داسې دودونه غوره کار بولي  او د احترام وړ يې بولي خو له اقتصادي اړخه داسې لګښتونه له حده زيات او بېځايه ګڼل کيږي؛په وردګو او ځينو نورو ولايتونو  کې د واده د رواجونو پربنسټ هغه مهمه موضوع چې د زياتو او بېځايه لګښتونو سبب کيږي د خلعتۍ دود دی؛که څه هم د نجلۍ او هلک د کورنيو تر منځ د هېواد په مختلفو برخو کې بېلابېل دودونه او رواجونه شتون لري او په يوه او بله بهانه  اضافي لګښتونه کوي ،که څه هم په کليوالو سيمو کې د واده لګښتونه د ښارونو په کچه نه وي  خو بيا هم ملاماتوونکي ګڼل کيږي .

د کليوالو سيمو په ودونو کې د خلعتي يا خلتي دود هم ښه ګرم دی چې په ښارونو کې بيا د هغه بديل نور دودونه او رواجونه شتون لري.

لونګ مختار په خپل څېړنيز اثر کې خلتي داسې راپېژني:

خلعتي يا خلتي د عربي ژبې د خلعت له کلمې څخه اخېستل شوې کلمه ده،چې د جامې ( لباس) په مانا ده ځينې قاموسونو بيا خلعت د قېمتي يا غوره جامې په نوم مانا کړی دی چې چپنه .. ترې مراد ده خو په وردګو کې خلعتي بيا هغه جامو ته وايي چې د هلک د کورنۍ له خوا د نجلۍ د خپلو خپلوانو لپاره ور وړل کيږي.

خلتي د واده کولو يو بل مهم شرط دی،کله چې يوه نجلۍ وديږي د هلک د کورنۍ له خوا د خلتيو په نامه جوړې  د نجلۍ د پلار کورته د پوښ سره وروړل کيږي خلعتي د کوژدې د کولو او ولور د ټاکلو پر مهال د نجلۍ د پلار يا نورو خپلوانو له خوا غوښتل کيږي؛که د هلک پلار د ډېرو خلتيو د اخيستلو توان ونه لري او د نجلۍ کورنۍ ته (نه) ووايي نو د نجلۍ پلار يا مشر ورور ورته وايي،زه قوم قبيله لرم، تربرونه  او دوستان لرم،خپل او خپلوان لرم د خلکو مې اغوستي مجبور يم چې د خلکو دا پور ادا کړم او ته به ضرور دا خلتي راوړې؛خلتي له شل جوړه نيولې تر شپېتو جوړه پورې وي،د هلک کورنۍ مجبوره ده چې د مخکينۍ هوکړې له مخې د ټاکل شوي شمېر مطابق خلتي د نجلۍ کورنۍ ته ورکړي.

بايد وويل شي چې د خلتيو رواج  د کورنيو اقتصاد ته سخت زيان رسوي  او دا دود يوازې د کورنيو تر منځ د سياليو او تربګنۍ پر بنسټ رامنځ ته کيږي چې پايله يې په راتلونکې کې د لويو خنډونو او ستونزو رامنځ ته کېدل وي،په کليوالو سيمو کې د خلتيو په شان ګڼ نور داسې تحميلي لګښتونه هم شته چې د هلک يا نجلۍ کورنۍ ورته اړ کيږي او په لوی لاس خپل اقتصاد د تباهۍ لور ته وړي؛په کليوالو او ښاري سيمو کې په ودونو کې درانه لګښتونه د دې سبب ګرځي چې ګڼ ځوانان مو د د پيسو د ګټلو په موخه خپل هېواد پريږدي او د نورو هېوادونو په لوري مخه کړي؛دوی  هلته په ډېرو سختو کارونو پيل کوي چې ډېر مهال زموږ ځوانانو ته د سر په بيه تماميږي، هغوي د سختو او درنو کارونو په پايله کې يا خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا د تلپاتې معيوبيتونو سره مخ کيږي؛په کليوالو سيمو کې څه هم داسې دودونه له پخوا راهيسې پاتې دي خو د دې پرځای چې په لګښتونو او بڼه کې يې بدلون او کمښت راشي برعکس ورځ تربلې په يو لوی  پيټي بدليږي او د کورنيو اقتصاد ګواښي.

سرچينه:

محمد لونګمختار،د وردګو کلتوري يون،(۱۳۹۴ ه ش)،د افغانستان ملي تحريک فرهنګي څانګه،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *