تاند- والفوو (Volvo) موټر جوړولو کمپنۍ وايي چې د برازیل لپاره یې داسي بس جوړ کړی چې د نړۍ تر ټولو اوږد بس دی او په یو وار ۳۰۰ تنه پکې ځاییږي.

د دغه بس اوږدوالی تقریباً ۹۱ متره دی.

د والفوو کمپنۍ دا بس، چې (Gran Artic 300) نومېږي، درې برخې یا کابینه لري چې له یو بل سره په داسي ډول نصب شوي چې قاتېږي.

دا بس، چې تر ډېره د رېلګاډي او بس ګډوله ده؛ د ښارونو لپاره جوړ شوی دی.

تر دې وړاندې ولفوو د ارټیک ماډل نور بسونه د ۱۵۰ تر ۱۸۰ سپرلیو لپاره جوړ شوي و او اوږدوالی یې اتلس نیم او ۲۱ متره و.

ولفوو کمپنۍ وايي چې دا نوی بس یې د درو ښاري بسونو کار ورکوي او د دې معنا دا ده چې په ښارونو کې به د بسونو شمېر کم شي او له بلې خوا به د درو بسونو په ځای د یوه بس هومره چاپېریال ککړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *