عــبدالـودود بـشریـار
د روان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د عــبدالـودود بـشریـار لیکنه له تاسو سره شریکوو چې وردګ او وردګي ګړدود نومېږي (اداره
——————–
ميدان وردګ د ولايت په توګه:
 ميدان وردګ ولايت د افغانستان په مركزي سيمه كې پروت دى. ختيځ ته يې كابل پروان، جنوب ختيځ ته يې لوګر او لويديځ ته يې باميان- غزني ولايتونه پراته دي.
دې ولايت ته د ظاهرشاه په واکپېر ١٩٦٤ زيږديز كال کې د ولايت درجه ورکړل شوه. په  دې كال کې بادغيس، بغلان، باميان، غورات (غور)، قلات (زابل)، كاپيسا، كندوز، كونړونه(کونړ)،  لغمان، لوګر، نيمروز، روزګان، پكتيا، سمنګان، تالقان سيمې هم ولايتونه وګرځېدل.[1]
د ميدان وردګو لومړنۍ پلازمېنه کوټ اشرو وه؛ خو د سردار محمدداود خان په واکپېر کې يې ميدانښار د پلاز، مېنه وټاکل شوه. په سر کې د دې ولايت نوم يوازې (وردګ) و خو د ډاكتر نجيب الله د واكمنۍ له نسكورېدو سره يې نوم په (ميدان وردګ) واړول شو.
د ميدان وردګ ولايت دنامه په اړه اوس هم د وردګو او ميدان د ځينو خلکو ترمنځ اختلافات شته دي. ځينې وردګ وايي چې د ولايت نوم دې دپخوا په څېر يوازې وردګ وي؛ خو ميدانيان ټينګار كوي،چې ولايت ته دې(ميدان وردګ)وويل شي. دا نوم اوس ډېر مشهور شويدى. پر دې سربېره ځينې وردګ بيا د(ميدان وردګ)پر ځاى (وردګ ميدان) تړنګ غوره بولي او پردې نامه ټينګار كوي.
د يادونې وړ ده، په هغو ټولو اثارو كې چې له۱۹۹۲ زېږدي كال نه وړاندې ليكل شوي(له ځينونه پرته)په هغو كې(ميدان) او (وردګ)د جلا، جلا سيمو لپاره كارېدلي دي. خو كله چې (وردګ) كلمه يوازې راغلې نو اطلاق يې پر ټول (ميدان وردګ) ولايت شوى دى.
په سياسي- جغرافيوي لحاظ ميدان وردګ ولايت، ډېر ارزښت لري. د كابل لويدیځه دروازه ده او د افغانستان د څو مهمو ولايتونو په لار كې پروت دى.
د ميدان وردګ ولايت پراختيا(۹۰۲۳) كيلو ميتره مربع اټکل شوې او د سمندر له مخ نه (۲۲۲۵) ميتره لوړ پروت دى.
ميدان وردګ د خېلونو او توكمونو له مخې په درو سيمو (وردګ، ميدان او بهسود) وېشل كيږي، چې كومه رسمي بڼه نلري. په رسمي ډول له مركز پرته اته ولسوالۍ لري(١٣٩١). د وردګو په سيمه كې چک، جغتو، سيداباد او جلګه (دايميرداد) ولسوالۍ راځي.
په جغتو ولسوالۍ کې د (جغتو) په نامۀ يو غر هم  شته دى، چې ښايي له همدې امله ولسوالۍ(جغتو) بلل شوې وي. د پام وړ ده، چې د جغتو په نامۀ يوه ولسوالۍ په غزني کې هم شته ده. همدا شان د منځنۍ اسيا په قرغزستان هېواد کې هم د جغتو په نامه يو غر شته دى. کيدون لري چې په تاريخي لحاظ د دواړو ترمنځ څه تړاو شته وي.(؟)
جلګه يوه لېرې پرته او د چارواكو له پامه لوېدلې ولسوالۍ ده. دې ولسوالۍ ته هزاره ګان او پارسي ژبي (دايميرداد) وايي.
د ميدان په سيمه كې(ميدانښار، نرخ، جلرېز) ولسوالۍ راځي.
په بهسودو كې دوه ولسوالۍ پرتې دي. يوې ته يې اول بهسود وايي، دا ولسوالۍ د ولايت لويديځ ته پرته ده،بلې ته يې مركزي بهسود وايي او ځيني خلک يې دويم بهسود هم بولي.
د(بهسود) په نامه په ننګرهار كې هم يوه ولسوالۍ شته ده. په پېښور كې د چراټ پر سړك، د پبو سټېشن او جلوزو ترمنځ هم يوې سيمې ته (ډاګ بهسود) ويل کيږي.
وردګ د پښتني ټبر په توګه:
وردګ له آره کرلاڼي پښتانه ګڼل کېږي؛ خو دوى ځانونه په سيدانو ورګډوي. ځيني وردګ، منګل او ځدارڼ وايي چې دوى په خپلو كې وروڼه دي او د كورنۍ شخړې له امله  بېل شويدي. د منګلو، ځدراڼو او وردګو خپلوۍ د دې ولسي روايت پخلی د منګلو، ځدراڼو او وردګو د ګړدودونو له پرتليزې څېړنې هم کيږي.
(د کرلاڼيو پښتنو د زېږون آرټاټوبى د سليمان غره، د برمل غر دى، چې له هغه ځايه وروسته خواره شوي او پر اوسنۍ سيمه مېشت شويدي.))[2]
ځينې وردګ په کونړ، هرات ، هېلمند، زابل، غزني، بلخ، ننګرهار، بغلان، کندوز، غور( پوزه ليچ) … کې هم اوسي.
په کونړ کې د وردګو د استوګنې ځايونه، ګوريګا، ګانشال دي. ګانشاليان وايي چې دوى له وردګو دغلته تللي او په خټه مايار دي.
همداشان ځيني وردګ په دير، دانګام…کې هم اوسي. ځينو وردګو په ګورېګا کې په خپل ورتګ شاړې ځمکې ابادې کړي، ځينې يې په پيسو اخېستي او اوس دغلته خپلې ځمکې لري.
په هرات کې مېشت وردګ په انجيل ولسوالۍکې ځانته يو کلى لري، چې د وردګانو محله يې بولي. د هېلمند  وردګ په (نادعلي) او (ناوه بارکزي) ولسواليوکې اوسي.
ځيني وردګ د پاکستان  د پنجاب ايالت د پينډۍ په (چچ) او (نټو) ولسواليو (ضلعو) کې هم اوسي.
ځينو وردګو په بدخشان، فارياب، بغلان اوکابل کې خپله ژبه له لاسه ورکړې او پارسيوان شويدي.
په ولسي روايتونو کې وردګ په درو خېلونو: نوري، ميرخېل اومايار وېشل کيږي او وايي چې يو خېل د قلم، بل دمشرۍ او بل خېل  دتورې او جنګ خلک دي.
دې فوکلوري روايت ته چې سړى ګوري د زردشت د وخت آريايي وګړنيز جوړښت ور په يادوي او له هغو سره يې اړيکو ته پام اړوي؛ ځکه (زردشت د زردشتېزم يا اورپرستۍ د دين  بنسټوال هم درې زامن درلودل، چې لومړى يې د موبدانو مشر، دويم يې د بزګرانو مشر او درېيم يې د جنګياليو مشر و. د زردشت په امت کې هم دغه درې ډلې خلک: روحاني، بزګران او جنګي موجود ول.)[3]
همداشان له زردشته وړاندې کله چې هندوستان ته آريايان په شاوخوا ١٨٠٠ مخزيږدي کلونو کې ننوتل اوځايي خلک (دراوړيان) يې پسې واخېستل او دوى يې پر ځاى مېشت شول نو له خپلو آريايي فکرونو او باورونو سره سم يې وګړي په درو ډلو: برهمن= برمن ( د عزت خاوندان يا روحانيان)، کشتريان (جنګياليان) او شودر= سوډر[4] (احمق يا ښکته طبقه) ووېشل. هان، تر اوسه په هندوستان کې  دغه طبقاتي نظام دوام لري. همدغسې دآريايي مخينې (سابقې) له امله په پښتنو کې هم د دغه طبقاتي نظام نښې نښانې پاتې دي.
وردګي ګړدود:
په وردګي ګړدود كې،كه د ويي لومړی غږ زورکى/a/ ولري، نوپه زېر/ /eبدلېږي. لکه لاندې:
ظريف خېل= ظېريف خېل
شړشم= شېړشم
لري= لېري
سړي= سېړي
بدي= بېدي
غوړي= غېړي
وردګ = وېردګ
وردګي ګړدودکې كه دويي په منځ کې کوم /ا/ راشي،نو لكه دوزيري ګړدود غوندې په /و/ بدلېږي، لکه لاندې:
کار=کور
پاس= پوس
ولاړ= ولوړ
ابا= ابو
کابل=کوبل
پلار=پلور
کال=کول
وردګ /ځ/ په/ څ/ اړوي، لکه لاندې:
ورځې=  ورڅې
ځای= څای
ځه=څه
په ځينو ځايو کې/ی/ غورځوي لکه، لاندې:
دوی= دو
هغوی=هغو
د ويي وروستنۍ ښځينه /ه /په /و/ اړوي، لکه:
به = بو
ته=تو
که=کو
په ځينو وييو کې سپک/و/ په/ې/ بدلېږي، لکه:
پورې=پېرې
 
وردګي ګړدود او پښتو نږه(خالص) وييونه:
وردګي ګړدود کې ډېر پخواني او سوچه ويي اورېدل کيږي. د دې وييو ټولول او خوندي کول ډېر اړين دي.که خوندي نشي ښايي چې ډېر يې ورک شي او دا لويه شتمني مو له لاسه ووځي.
دا ويي په نورو ګړدودونو په تېره منګلو، ځدراڼو، احمدزيو… کې هم اورېدل کيږي. د وردګي ګړدود د وييو يو څو ساري دا دي:
1.     پرېودل: وهل ټکول (ګل خان يې په پنځه تنو ښه وپرېوده.)
2.     پارو   : راشپېل
3.     مکی : پاستی،ګرده نرۍ ډوډۍ
4.     لاسۍ: نان کنکه،دستۍ
5.     پونډه (بلګړ: پنډه):چم
6.     خت  : کميس،څومره به ښه واى، چې دلاتين ويي (قميص=كميسا) پرځاى موخپل ژوندى او خوږ ويى(خت) كارولاى.
7.     جېرګه: هديره
8.     کړک: وړه څانګه. له دې څومره ښه  ښکاري چې دكړكۍwindow ريښه په كړك كې پټه ده.
9.     کړه کۍ (بلګړ يې: ګړه کۍ، دخړه کۍ په وزن)، چنګک، هغه اله ده چې د ونې څانګې په پرېکېږي.
10. ګونۍ (دبنۍ په وزن): بوجۍ، توړه
11. ايره: ږيره
12.  سروېـږدى:[5] بالښت
13. بوده(د څارويود شمېر د واحد په توګه): سره (څوبوده مال لرې =څو سره مال لرې؟)[6]
14.  وځه:[7] د سړي يا ښځې ګېډى
15. ګوانده:[8] د خره ورى
16. کڼاخ: كارغۀ، کارګه
17. کيشکره: کيکره، تيتره
18. زى: زوى
19. ترانه: تناره
20. اروېدل: اورېدل (په وردګي ګړودکې اوړون metathese هم دپام وړ دى.)
همداشان په دې ګړدودکې نورډېرخواږه غونډونه phrases،ګړنې Idioms، څرګندنې expressions  او متلونه شته چې خوندي کول يې اړين برېښي.
لكه:
-(تورې ترپې) د(هلې ځلې) په مانا
-(ورپه دروازه)دdoor to door))په مانا(البته دا ما په ميدانښارکې اورېدلى.)
– غوړ په غوړو تويږي،کورت دې خاورې وخوري.(متل- دا مې هم په ميدانښار کې اورېدلى.)
– چې سوى هڼم، نو هغه لوى هڼم.
-کېړ به وښوري خو کرهېړ به ونه ښوري.
داسې نوره ژبنۍ شتمني شته چې لاتراوسه دپښتوپه يو مهم  ګړدودکې پټه ده او د پوهانو لارې څاري، چې کله به يې ټولوي، څېړي به يې او له مرګه به يې ژغوري.(پاى)
 
اخځليک:
1.        عبدالطيف ياد طالبي، پښتني قبيلې
2.        علامه عبدالحی حبيبي، بيلا بېل اثار او ليکنې
3.        ظفرکاکاخېل، پښتانه د تاريخ په رڼا کې، پېښور، يونيورسټي بک ايجنسۍ، ۲۰۰۹ز
4.        محمداصف صميم،((شمال د پښتنو آرمېشتون))، دعوت ويبپاڼه
5.     www.statoids.com (2006)

 


[1]  www.statoids.com (۱۳۸۶ ل ل)
[2]  عبدالطيف ياد طالبي، پښتني قبيلې
[3]  علامه عبدالحى حبيبي،(( دپخواني تمدن درې دورې))
[4]  په غزني او لويه پکتيا کې اوس هم د سوډر ويى کاريږي، وايي:( خوشې سوډر دى.= خوشې احمق\لوچک دى.)
[5] احمدزي پښتانه اوځينې نور هم ورته سروېږدى وايي.په احمدزيوکوچيوکې سروېږدى کېښوول، د دليل راوړلو او د ژغورنې دلارموندنې په مجازي مانا هم کاريږي، لکه (هغه خو دې وواژه اوس به ځانته څه سروېږدى ږدې؟)
[6] احمدزي کوچيان (بوده) د اوښانو د شمېر د واحد په توګه کاروي. او د مېږو او بزو د شمېر واحد په توګه(غوږ) کاروي، لکه (خالو څو غوږه مېږې لري؟ ځونډى لس غوږه بزې لري.)
[7] په ځدراڼو، منګلو، احمدزيوکې يې (( وځ، وځکى…)) بلګړونه هم شته دي.
[8]  احمدزي ورته (ګوينده) وايي. دا ويى د منګلو، ځدراڼو ترمنځ هم دود دى.
One thought on “وردګ او وردګي ګړدود/ عــبدالـودود بـشریـار”
  1. دوردګوولایت نوم چی پکی اکثریت دوردګوقوم اوسیږی(څلورولسوالی) تل وردګ و. دطالبانوپه زمانه کی چی کله دلته دجګړی لومړی کرښه جوړه شوه، نوهرطالب به ویل چی میدان ښارته ځم، بالاخره میدان ښار دجګړی په محال مشهورشو اوپه رسمی اسنادو کی هم ولایت دمیدان ښارپه نامه مسمی شو! په دی هکله دهیڅ ولسمشراویا بل مشرکوم رسمی فرمان اویا سند شتون نلری چی دیوه ولایت نوم دی واړول شی.
    خبره ستونزمنه نده! که وردګ یاد شی اویا میدان وردګ بیاهم دلالت په هماغه یوه جغرافیه کوی. ولی ځیرکی اوچالاکی دلته له ورایه څرګندیږی چی په ډیر مهارت دیوه ولایت نامه ته پیشوند ورکړای شی اودولت اوخلک یی هم ومنی.
    که تاند اویا بل هیوادوال په دی هکله ( دنامه دبدلون) کوم رسمی سند ولری لطفا یی دی شریک کړی.
    اوکه دا دوردګوبی غمی اودمیدان دوروڼو چالاکی وی نوډیرژربه دغه ولایت په همداسی یوه لاره دمیدان په نامه یاد شی؟؟
    دولایت دجوړیدو په وخت همداستونزه راولاړه شوه او توافق په دی وشو چی نوم دی وردګ وی اومرکزدی په میدان کی جوړشی. اوس چی ټول په میدان وردګ خوشند وهی نوش جان یی دی شی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *