« موږ ډېر درته منتظر سولو، دروازه مو هم در وټکوله او هارونه مو زیات ووهل خو وځنډېدې ولي خوري! زموږ وخت ضایع کوې ؟ »

داخبره موټرچلوونکي سهار وختي یوې ښځینه کار مندي ته، موټر ته د ور پورته کیدلو پرمهال وکړه

صالحه موټر ته پورته سوه، د موټر دروازه يې لا سمه نه وه تړلې، چي موټرچلوونکي حرکت وکړ او له ځان سره وبڼېدی ساعت ته نه ګورې، چي څه وخت دی؟

صالحې د موټرچلوونکي د خبري د ځواب پرځای له خپلو نورو څلورو همکارانو سره، چي تردې مخکي په موټرکي ناستي وې روغبړ وکړ او غلې کښېنسته، ځکه پوهیده، چي د دې په سبب پر دوی ټولو ناوخته سوی دی.

صالحه او ملګري يې هرسهار په دغه موټر کي له کورونو څخه د کندهار د هوايي ډګرپه ملکي څانګه کي خپلو وظیفې ته ځي او مازدیګر بیرته په همدغه موټرکي خپلو کورونو ته راځي.

د صالحې څنګ ته ناستي همکارې وپوښتله « خیر ؤ صالحي خوري ! نن ډېر درته ودریدو ؟» صالحې سوړ اسویلی وکیښ او زیاته يې کړه

«سړی څه ووايي؟ تاته خو معلومه ده، چي خاوند مي دا یونیم کال کیږي فلج راته پروت دی، تیره ورځ يې د کرايي کور څخه د کډه کیدو ځواب هم راکړی دی، نو د شپې ترناوخته له لوڼو سره اخته وم، چي د کور سامان مو ټولوی، بیامي کوچنۍ لور سخته ناروغ وه له هغې سره ټوله شپه ویښه وم ، سهار چي مي لمونځ کوی لايې ژړل اوس هم ورسره اخته وم او ساعت ته مي پام نه و.»

موټرچلوونکي، چي د صالحې خبري واوریدې غصه يې سړه سوه په زړه کي يې ځان ملامت کړ او په شرمناکه لهجه يې وویل: « خوري ! بخښه کوه، څه وکړم موږ هم د بل مزدوران یو او باید تاسي پر ټاکل سوي وخت وظیفو ته ور ورسوم،

په خدای باور وکړه، دایوه هفته کیږي په کور کي راته وايي اوړه خلاص سوي دي، مګر څه وکړم ؟ په پور مي ګذاره ده. »

د شا په سیټ کي ناستي یوې بلي مېرمني بیا وویل، «تاسي خو ترماښه یاست ، زما خوداڅو میاشتي کیږي، چي وایم دا تنخوا چي واخلم نو چادري به په رانیسم خو تنخا چی په لاس راسي ، نو ټوله په پورونو اود کور په خرڅ کي راڅخه مصرف سي، خوداځل مي ټینګ نیت کړی دی، چي داچادري به پکښې نوې کوم او یوه جوړه بوټونه به زوی ته رانیسم هرسهار مکتب ته ځي وايي یخ مي کیږي .»

موټر پر پاخه سړک تیز روان دی او دوی یوبل ته د خپلو ستونزو کیسې کوي، په دې وخت یودم ټکان سول، د موټر د هندارو شرینګی سو، چیغي سوې  او د موټر سرعت یودم کم او د سړک پرغاړي لښتي ته ورکوږسو

له موټر څخه ویني راتوی سوې، ویني د لښتي له اوبو سره ګډي او د لښتي اوبو د وینو رنګ واخیست

په موټرکي چوپه چوپتیا سوه ، یوازي د تودو وینوبوی او توښونه د موټر له ماتو هندارو دباندي راوزي ،په هواکي دجګړه ځپلو افغانانو د ورکو ارمانونو په ډول له سترګو فنا کیږي.

د موټر له دریدو سره، په موټرکي ناست دټولو شپږ(پنځو میرمنو او یو موټرچلوونکي) زړونه هم ودریدل

د زړونو له درېدو سره د شپږو کورنیو خاوري په سر سوې، د شپږو کورنیو اولادونه یتیمان سول او په شپږ کورنیوکي تلپاتي غمجن ټغر هوارسو.

یوڅو ګړيه وروسته سیمه پولیسو پر سرواخیسته، هري خواته رنجر موټرونه د حرکت په حال کي دي، سړک بند دی، د موټرونو هارونونه دي، هرڅوک تلاښي کیږي، له هرچا پوښتني شروع دي، تاڅه ولیدل؟ قاتلان کومي خواته ولاړل؟ څو تنه وو؟ څنګه کالي يې اغوستي وو؟ پلي وو که موټرسایکلان ورسره وو؟

پوښتني زیاتي دي، خو عام خلک څه ویلای سي؟  یوازي په وچو شونډو دا دوې جملې تکراروي « موږ په شي لانه یو خبر، نه مو څوک لیدلي دي. »

۱۷ – ۱۲ – ۲۰۱۶

کندهارښار، چوڼۍ

یادونه : تیره ورځ سهار وختي د کندهار نړيوال هوايي ډګر پنځه تنې ملکي کارکوونکي د خپل موټروان سره یوځای د ښار په څلورمه امنیتي ساحه کي ناڅرګندو کسانو په مرمیو ووژلې.

دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۳۹۷ یمه ګڼه کي هم خپورسوی دی

One thought on “په وینو لړلې چادري/ محمد ابراهیم سپېڅلی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *