تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن /یکشنبه/ له متحده عربي اماراتو څخه درېمه شل اووریزه سیالي په ۴۴ منډو وګټله.
افغان ټیم له متحدو عربي اماراتو څخه د درو شل اووریزو سیالیو د لړۍ لومړې دوې هم ګټلې دي.
په نننۍ سیالۍ کې افغان لوبغاړو متحده عربي اماراتو ته ۱۹۰ منډې هدف په داسي حال کې وټاکه چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي ول.