ژباړه:
قلم او کاغذ دروا خله، هڅه وکړه، چي د خپلو ټولو دوستانو نومونه ولیکې، وروسته هغوی پر برخو ووېشه. د دې څېړني په برکت به تر ټولو وړاندي ومومې، چي ملګرو کې دي داسي هم سته، چي هغوی ستا دوستان نه دي.
هغوی به ستا داسي ملګري وي، چي هره ورځ ورسره موټر او اورګادي کي مخ کېږې، ته هغوی او هغوی تاته سلام کوي او تر منځ مو خبري اتري تبادله کیږي، ځیني به ښايي ستا د کار ملګري وي او یا به یې دفتر ستا د دفتر مخامخ وي.
که غواړې دوی کي ښېګڼې ولټوې او داسي یو عمل پکي راپیدا کړې، چي ټول عمل اصلاح کوي، نو د خپلو ټولو دوستانو او ملګرو نومونه ولیکه، هر یوه ته په ځیر و ګوره! ایا هغه یو پاک نفسه انسان دی او که ناصالح کس؟ ایا هغه د خپلو ملګرو سره رښتنی دی او که تر خپلي شخصي ګټي نه تیریږي؟ ایا هغه یو مینه ناک شخص دی او که یو ځورونکی؟
که دي دا کار وکړ، نو د خپلو ملګرو بڼي به درته ښکاره سي:
- په دوی کي به داسي څوک پیدا کړې، چي روژه به نیسي، لمونځ به کوي، د پرهیز ګارانو په ډله کي به ځان شامل ګڼي، د ښو خلکو جامې به یې اغوستي وي. مګر هغه به دا هرڅه د دنیوي ګټي د لاسته راولو په خاطر تر سره کړي وي. تاته به څرګنده سي، چي حقیقت کي د هغه ظاهر پر درواغو جوړ سوی، که ژمنه ورسره وکړې نو خیانت به وکړي او که معامله دي ورسره وکړه، نو فریب به درکړي.
احمدشاه پاڅون - داسي څوک به هم پیدا کړې، چي معامله کي به رښتنی ښکارې، لاسونه به یې له خیانته پآک وي، مګر نه به روژه نیسي او نه به هم لمونځ کوي. په هغه کي له نوم پرته د دین هیڅ هم نه وي، داسي کسان ستا دیني جذبه در فاسدولای سي.
- ځیني به داسي وي، چي نیک او عابد به وي، امانت ساتونکی او رښتونی به وي، مګر شهوت ته به مات وي، له هغه به له شهوت پرته بل بحث نه اورې، داسي کسان ددې خبرو په تکرارولو تا په تکلیفوي تر هغو، چي ستا بیده حواس را و پاروي.
- ځیني به داسي هم وي، چي پاک نفس به لري، په معامله کي به رښتنی وي، مګر ملګري ته یې ګټه نه رسیږي او نه هم هغوی خوشحاله کولای سي.
- ستاسو ملګرو کي به داسي هم پیدا سي، چي د ملګرو خدمت به کوي او هغوی به خوشحاله ساتي، مګر دې ته چمتو نه وي، چي دا خدمت د دین پر اساس وکړي، په امانت کي خیانت کوي. داسي کسان تر هغو ستا لاس نه پریږدي، چي له ځان سره یې جهنم ته نه یې بیولی.
- یو شمېر ملګري به داسي وي، چي دینداري به لري، ملګري ته ځانګړی وي او د الله په حدودو هم خبر وي، مګر د ټولني سره په کزارې نا خبره وي.
- ځیني به بیا کم عقله او بدلمني و مومې
- بلاخره به داسي کسان و مومې، چي ستا حسب او منصب ته به رښتنی وي او یوازي درباندي خپله ورځ ښکلې کوي او ته دهغه لپاره یوازي یو دیوال ښکلی کوونکی یې.
- داسي کسان به هم وي، چي پاک نفسه وي، په معامله کي امین وي، په قول کي رښتنی وي، ملګرو ته ګټه رسوي او هغوی نیکمرغه کوي. د ملګرتوب لپاره دغه کسان در خپل کړه.
په لنډه توګه ملګري پر پنځه ډوله دي: یو شمېر ملګري لکه هوا چاره نه ورڅخه لرې. ځیني بیا لکه غذا له هغه پرته ژوند نا ممکن دی، مګر ښايي خوند یې بد وي او یا هاضمې ته ستونزه جوړه کړي.
ځیني دوستان بیا لکه ترخه درمل داسي دي، مګر بیا هم له هغوی پرته ژوند نسي کیدای. ځیني بیا لکه شراب، خوند لري، خو صحت او شرف ته صدمه رسوي او بلاخره ځیني دوستان د بلا په څیر وي.
د هوا غوندي ملګري دي هم په دین هم په دنیا کي ګټه درته رسوي او هغه دوستان دي، چي د غذا په شان دي، چي دا هم ستا د دین او دنیا لپاره ګټور دي، ممکن ستا ژوند در ستونزمن او طبعت در وچ کړي.
هغه ملګري دي، چي د درملو په څیر دي، هغوی اړتیا لرې او هغوی تاته ګټه رسوي، مګر دین ته دي کومه ګټه نه رسوي او تاته سکون نه درکوي.
او هغه ملګري دي چي د شرابو په څېر دي، لذت در بخښي او ستا رغبت را پاروي، مګر ستا اخلاق فاسدوي او اخرت دي در خرابوي.
هغه دوستان، چي د بلا په ډول دي، هغه تاته نه دنیوي ګټه رسوي او نه اخروي، نه ژوند کي خوشحالي در کوي او نه خبرو کي. مګر ته ترې ځان نسې خلاصولای.
اوس نو تاته ښايي، چي دین شاهین (مقیاس) و ګرځوې او د الله رضا تله. هغه څوک را خپل کړه، چي تاته دین کي ګټه رسوي، نه هغه څوک، چي اړخ نه سنجوي. هغه څوک چي تا نه راضي کوي پرې یې ږده، مګر که ورته مجبوره وې بیا یې ورسره و پاله، خو یوازي د اړتیا او تر حد پکي مه تېرېږه.
هغه ملګري چي نه دین کي ګټه درته رسوي او نه دنیا کي، مګر هغوی خندونکي، ټوکي او ارام تبطعه وي. د داسي کسانو سره یوازي په همدې چوکاټ کي پآته سه او بس.
بله دا واوره چي دا ملګرتیا به تا له مهمو کارونو نه را ګرځوي، ناوړه کارونو او ګناهونو ته به دي نه ورکشوي.