ـ بابا، د څه په اړه لیکې؟
ـ ستا په اړه زویه، اما له لیکلو مهم څه دا نی دی، چې په هغه لیکل کوم. هیله لرم، چې لوی شې د دې نی په ډول واوسې!
ماشوم په تعجب نی ښکته پورته کړ، خو څه خاص یې پکې ونه لیدل.
ـ مګر بابا، دا نی خو هم لکه د نورو په شان دی، څه خاص توپیر، خو نه لري؟
ـ ام ام، بچیه فرق لري، فرق شته، فرق حتمي لري، خو که ته لږ دقیق ورته متوجه شې.
دا نی پېنځه ځانګړتیاوې لري، که دې ترلاسه کړې، نو ټول عمر به ارام او هوسا ژوند وکړې.
لومړۍ ځانګړنه: هڅه کوې لوی لوی کارونه وکړې، خو باید په یاد ولرې، یو لوی ذات شته، چې تاته لارښونه کوي. ددې ذات نوم الله (ج) دی، اړتیا ده چې هغه هر وخت تا یوې سمې لارې ته برابر کړي او ددې لپاره په دنیا کې قران کریم شته.
دویمه ځانګړنه: کله کله باید هغه څه ونه لیکلې، چې غواړې یې او باید خپل نی (شړ) تراش کړې. دا ددې باعث کېږي، چې نی لږ تکلیف وزغمي، خو څوکه به یې ډېره تېزه شي او هغه آثر چې له ځانه یې پرېږدي، ډېر ظریف او باریک به وي. دا تاته درس درکوي، چې باید په ژوند کې ډېرو ستونزو ته غاړه کېږدې، ځکه دا تکلیف دی چې له تا یو لوی انسان جوړوي.
درېیمه ځانګړنه: نی تاته اجازه درکوي، چې د تېروتنې پرمهال له پاکوونکي کار واخلې. دا تاته درس درکوي، چې د تېروتنې اصلاح کول بد کار ندی. په حقیقت کې پخپلې تېروتنې پوهېدل تا سمې لارې ته سوق کوي.
څلورمه ځانګړنه: د نی بیرونی شکل مهم ندی، بلکې په مشواڼۍ کې تر ښکته کولو وروسته د شړ منځ کې هغه رنګ مهم دی، چې څه پرې لیکل کېږي. په همدې دلیل باید هر وخت خپل باطن ته هم متوجه و اؤسې!
پېنځمه ځانګړنه: نی همېش له ځانه وروسته یو آثر پرېږدي. دا تاته در زده کوي، چې په ژوند کې هر کار یوه نیتجه لري، نو په کار ده خپلو کارونو ته ډېر متوجه و اؤسې، له ځانه وروسته د بدو له پرېښودو ولې ښه پرېنږدو؟
ـ بابا، زه اوس پوه شوم، چې په ژوند کې تجربه ډېره مهمه ده!