تاند- په کرویشیا کې په لسګونو افغان پناه غوښتونکي وروسته له دې روغتون ته یووړل شول چې پولیسو د هغوی د سپرلۍ موټر ودراوه.
پولیس وايي چې یو واګون یې، چې ۶۷ تنه پکې سپاره ول نن /یکشنبه/ ماښام د سربیا او سلووینیا ترمنځ په لویه لار کې ودرواوه.
د پولیسو په وینا د موټر نمبرپلېټ د بریتانیا دی او دوه بلغاریان یې هم د انساني قاچاقبرو په شک نیولي دي.
د کرویشیا د روغتیا وزیر میلان کویندزیڅ وايي، ۴۲ پناه غوښتونکي، چې د اکسیجن د کموالي له کبله یې وضعیت ښه نه و، فوراً روغتون ته بېول شوي او ډاکتران وايي چې د موټر ځیني سپرلۍ د کاربون مونوکسایډ تنفس کولو په علت په ښه حالت کې نه دي.
د کرویشیا د هینا خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد د روغتیا وزیر وویل چې دا ۴۲ تنه د ۱۰ او ۱۲ کلونو ترمنځ هلکان دي خو نور د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي.
اژانس د روغتیا وزیر په قول وايي چې د پولیسو له لوري د موټر د درولو په وخت ځینې سپرلي بېهوشه ول، ځینو پر له پسې خوا ګرځوله.
ده دا هم وویل چې د ځینو پناه غوښتونکو حال نازک دی ځکه چې د سختې تندې له کبله دیهایډرېټ شوي او داسي ښکاري چې له ۵ ورځو راهیسي یې هیڅ خوراک نه وي کړی.
هینا خبري اژانس وايي، د ۲۰۱۵ له سپټمبر څخه د سږ کال تر مارچ پوري د کرویشیا له لارې، چې د بالکان مسیر بلل کېږي، شاوخوا ۶ لکه ۵۰ زره پناه غوښتونکي لوېدیځې اروپا، په ځانګړي ډول جرمني ته تېر شوي دي. د هغوی اکثره سوریه وال دي.