ارګ- د ملي امنیت شورا دفتر
۱۳۹۵/قوس/۲۸
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د امنیتي سکتور د منځنۍ کچې رهبرۍ لپاره، د متحدو ایالتونو د ملي دفاع پوهنتون د نژدې ختیځ څېړنو مرکز له لوري، د ناورین د مدیریت او بشري ظرفیتونو د انکشاف په اړه د یوه درې ورځني روزنیز پروګرام په پیلیزه غونډه کې وویل، چې راتلونکی ۱۳۹۶ هجري لمریز کال، د افغانستان د خلکو او دولت د دښمنانو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بشپړ بریالیتوب کال دی. د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې په راتلونکي کال کې به د دښمن تر بشپړې ماتې وروسته، د ملت د سوکالۍ او هوساینې لپاره د بنسټیز انکشافي او اصلاحي پروګرامونه هم پلي شي.


د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر زیاته کړه، چې د ملي امنیت شورا به، د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انکشاف او تجهیز پلان تر ارزولو وروسته منظور کړي.


د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به افغان هوایي ځواک د سیمې په کچه په مهمو او ستراتېژیکو تجهیزاتو سمبال او د افغان ځانګړو ځواکونو بشري او تجهیزاتي ظرفیتونه لا ډېر لوړ شي.


د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د تېر کال په اوږدو کې، د افغانستان د خلکو دښمنانو د سیمې د یو شمېر هېوادونو په مرسته کوښښ وکړ، چې نړېوالو ته وښيي، چې ګنې د افغانستان جګړه کورني لاملونه لري، خو نه په دې کار بریالي شول او نه یې د افغانستان په د ننه کې د ځان لپاره د پټنځایونو او سیمو د موندلو خوب رښتیا شو.


د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د امنیتي سکتورد تعیناتو بورډ، چې له ملي متخصصو نظامي کدرونو څخه به جوړ شي، په نژدې راتلونکې کې د ولسمشر د حکم پر اساس کار پیلوي. د دې بورډ دنده به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د رهبرۍ لپاره، د مناسبو اشخاصو په نښه کول او روزل وي. د ده په وینا په دې توګه به په نظامي سکتور کې د مشرتابه ټولې ګومارنې د اصیلو نظامي ضوابطو او ښایسته سالارۍ پر اساس ترسره کېږي.


د امنیتي سکتور د منځنۍ کچې مشرتابه لپاره، دا درې ورځنی روزنیز پروګرام، د ملي امنیت شورا دفتر په نوښت او د متحدو ایالتونو د ملي دفاع پوهنتون د نژدې ختیځ د څېړنو مرکز په همکارۍ ترتیب شوی دی. د دې روزنیز پروګرام، روزونکي، د کورنیو چارو مخکینی وزیر او د متحدو ایالتونو د ملي دفاع پوهنتون استاد، پوهاند دوکتور ارکان حرب علي احمد جلالي او د لیري ختیځ مرکز مشهور پروفیسور جان ووډ دي.


د دې روزنیز پروګرام په پیلیزه غونډه کې د سلوال پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم او د غوڅ ملاتړ ځواکونو مرستیال الېکساندر سېډني سټوري هم خبرې وکړې.

One thought on “د ملي امنیت سلاکار: راتلونکی کال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بشپړ بریالیتوب کال دی”
  1. دې ښاغلی دا ولي ونه ویل چی دې کال کی یی څه حال دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *