د هند په نيمه وچه کې،روښاني ادب 

د حالنامې له مخې کله چې د هندوستان په مسلمانانو کې د پيرۍ او مريدۍ دا خبرې او انګازې خپرې شوې ،نو له بابته يې دوه ستر او مهم شخصيتونه لکه مودود ترين او ملا ارزاني راغلل بيا د پير روښان مريدان شول.

مودود ترين د پير روښان هغه نامتو مريد وه چې د خپل مسلک د تبليغ لپاره يې کندهار ته واستوه او نوموړي ورته په ترينو، کاکړو، کاسيو او نورو پښتنو ټبرونو کې ډېر مريدان پيدا کړل. ده مقصودالطالبين هم کښلی دی. او ملا ارزاني بيا مراة المحققين او ورسره د خپلو شعرونو ديوان ليکلی دی.

ما (ليکوال) په برټش کتابتون کې د خويشکي ارزاني هغه قلمي نسخه ولوستله چې په ۴۴۹۶ پرلپسې ګڼه کې خوندي ده. دغه قلمي نسخه ۶۹ نه شپېته شعرونه لري چې پيل يې په دغه شعر شوی دی:

«له الف [ئي] کوز ته يا          فقير راوړه بې ريـــــــــا

اول دفتر بــــه وکـښــــم          په نــــامـــــه د کبريـــــا

د بل چا صفت به سوکړم         لکــه نقـــش د بوريــــــا

حق له شش جهت پاکدی         بــې پايان لــوی دريـــــا

ميجر راورټي د دې ديوان د پنځوونکي په اړه ليکلي دي چې نوموړی په ژبنيو چارو کې د بايزيد انصاري مرستيال وو.»([1])

اخون دروېزه د ده په باب ويلی دی ،چې شاعر ارزاني د پښتنو د خويشکي ټبر د هغو درې وروڼو  (ارزاني، عمر او علي) څخه يو وه ،چې له هند څخه رالېږدېدلي وو او لا هملته کفر ته اوښتی وه خو کله چې له بايزيد سره وليدل نو پخپل کفر لا ټينګ شول. ده د خپلې نوې عقيدې توکي په شاعرۍ کې بيان کړل او د بايزيد په کتاب کې يې دننه کړل.

دلته اول د کفر کلمه وکارول شوه او دويم دا چې د بايزيد د کتاب يادونه وشوه.

لومړی دا چې د ارزاني له شعرونو څخه معلومېږي چې نوموړی ډېر ښه مسلمان وه ،د ساري په توګه په ياده شوې قلمي نسخه کې لولو:

د ارزانــــي پښــتـو ابـيـــات

په دا لار ځـــــه په احتيـــاط

په دوه لاس وړه دوه څراغه

يو حديث او بــــل آيــــــات

د اخون دروېزه لګول شوی تور ښايي سياسي رنګ ولري دا ځکه چې دی د سيد علي ترمذي (پير بابا) مريد وو.

نوموړي چې د بايزيد د کتاب کومه خبره کړېده چې ګني ده څه ورزيات کړي دي ماته د تامل وړ ده.

پير روښان د خپل تصوف په رڼا کې د خپلې طريقې اته مقامونه د پام وړ ګڼي، چې هغه شريعت، طريقت، حقيقت، معرفت، قربت، ملت، وحدت او سکونت نومېږي.

د همدې اصولو په رڼا کې ، د اوه (۷) روښاني صفتونو له مخې ،چې د صراط التوحيد په پاڼو کې ورته اشاره شوې ده ،بايد د بايزيد ټول پلويان، پيروان او مريدان د ځان لپاره غوره وګڼي.

د عرفان او تصوف په رڼا کې د روښانيانو تصوفي نظريات د واحدة الشهود په بنسټ ولاړ دي. ولې دا هم نشو ويلی چې د وحدة الوجود د نظريې توکي به په کې نه وي خو دی د اسمعيليه فرقې پيرونشو ګڼلی.

ارزاني نه يوازې يو شاعر وه بلکې د هندوستان په پښتنو ليکوالو کې د پښتو نثر ليکل له ده څخه پيلېږي، او يوه منثوره رساله يې کښلې ده چې د هغه مهال له مسجع نثر سره توپير لري ځکه چې د ده نثر روان او سليس دی.

هغه مهال چې رشيد خان د اصف خان په وسيله د بښنې يو ليک واستوه او هغه هم ده ته بلنه ورکړه چې د ده حضور ته راشي. نو هغه وه چې د ملتان له لارې کشمير ته ورسېد او بيا يې له پاچاه، نورجهان او اصف خان سره وليدل.

پاچا د ده د خوښۍ او دلاساينې لپاره د شمس آباد جاګير ده ته ورکړ.

له رشيد خان (الهداد) سره ډېر هغه پښتانه چې په «روه» کې د ده ملاتړي او پلويان وه هندوستان ته لاړل چې په دغو کورنيو او کسانو کې يو شمېر ليکوال او شاعران هم ول.

په دغه ډله شاعرانو کې يو هم د بايزيد لمسی د نورالدين زوی ميرزا خان وه چې د حالنامې له مخې ميرزا خان په هند کې د جاګير څښتن شو.

ما د ميرزا خان انصاری اوه قلمي نسخې په برټش کتابتون کې ولوستلې لومړۍ قلمي نسخه يې په ۱۷مه (۹۰ – ۱۶۸۹ = ۱۱۰۱ هـ) پېړۍ کې کاږل شوې ده.

د دولت د يو شعر نه د ميرزا خان د مړينې کال ۱۰۴۰هـ په ګوته شوی دی چې په شمس اباد کې خاورو ته سپارل شوی دی او د شاه جهان د واکمنۍ په مهال دکن کې مړ شوی دی.

دويمه قلمي نسخه چې د پاريس نندارتون نه ترلاسه شوې ده او اوس په برټش کتابتون کې خوندي ده او ۱۷۴۴ کال د مهتاب خان افغان مهمند لخوا کاپي شوې ده.

دريمه قلمي نسخه بيا له يادې شوې نسخې نه چې اوس په برټش کتابتون کې خوندي ده څلورڅلوېښت کاله د مخه د محمد محسن لخوا (۱۷۰۰ ز کال) کاږل شوې چې په دغه شعر پيلېږي:

پـــه پښتــو بزه ووايـــــم          د هــــر حرف يازده لغت

رهبـــري يې د توحيـدک         پــڅــــلــــــون عبــــارت

کل صفت دی بيان شوی         د توحيـــــد لــــه معرفت

نورې لاسي نسخې هم يو له بل سره دومره بشپړ توپير نلري ولې يوازې د زمانې له مخې د توپير وړ دي.

پروفیسور ډورن (۱۸۰۵ – ۱۸۸۱ ز) نه وروسته راورټي هم د ده شعرونه چاپ کړي دي. له دې سربېره بيا مېجر راورټي د ميرزا په څلورمې قلمي نسخې هم کار کړی دی چې نچوړ يې د نسخو په کتلاک کې خپور کړی دی.

د ميرزا په يوه قلمي نسخه کې لولو:

د دې مستې شها زلفې تار په تـــار دي

غوړېدلې لکه سيوری په رخسار دي

ای ميرزا ته دا ملالې سترګــې وينـــه

   چې مدام د يار له مينې په خمـــ

د روښاني غورځنګ د پيروانو او پلويانو په لړ کې، کوم ليکوال او شاعران چې له «روهه» هندوستان ته تللی ول يو هم د ابابکر کندهاري کورنۍ وه.

نوموړی د جلال الدين د خلافت په مهال د روښاني غورزنګ غړی شو. خو کله چې له احداد سره يې ورانه شوه، نو بيا د رشيد خان (الهداد) سره ملګری شو.

د ده زوی مخلص هم په «حالنامه» کې د ابابکر اړيکو ته اشاره کړېده، چې له رشيد خان سره يې ځکه اړيکې ټينګې شوې چې له احداد نه خپه شو.

ابابکر له مغلي دربار سره هم ډېرې نږدې اړيکې لرلې ،ان دا چې جهان ګير به له ډېرې مينې او مهربانۍ له ده سره په «افغانۍ ژبه» خبرې کولې او د شاه په سلو پيره دارانو کې يو دی وه.

څېړونکي د ابابکر او احداد مړينه يو مهال ګني او وايي چې په ۱۰۳۴ هـ کال کال مړ شوی دی.

دی د ميدني پوځ دار وه ولې شاعر هم وه. پوهاند رښتين د ده په اړه ليکلي دي:

ابابکر د علي محمد مخلص پلار او د پښتو شاعر وه. حالنامه وايي چې ده د مرات العارفين په نامه يو کتاب جوړ کړی وه چې ډېرې څلوريزې او بوللې پکې وې…»([2])

نوموړي د احداد د يو جنګ په اړه يوه قصيده کاږلې ده چې څو بېلګې يې داسې دي:

خيرالبيان يې کــړ د وړانـــــدې           احداد خــدای وتــه سجـــده کړه

هغـــــه رښتيــــا غــــــازي دی           چې يې توره په جنګ سره کړه

د سربازو ژوند پرې ښه شــــي           چې استاد توره تېره کــــــــــړه

دی دومره مېړنی او ننګيالی وه چې کله يوه مغلي چارواکي «باقرخان» د احداد د مړينې زېری ور کړ، چې پرې شوی سر يې پاچا ته راوړل شو، نو نوموړی دومره خپه شو چې په پای کې ومړ.

د ده دوه زامن هر يو علي محمد مخلص او خواجه محمد د خپل مهال تکړه شاعران وه.

علي محمد مخلص د ابابکر زوی د عثمان کاسي لمسی کېږي چې په ۱۰۲۹ هـ ق کال هند ته کډه شوی دی او ژوند يې تر ۱۰۶۹ هـ ق پورې یقيني دی او له دېنه د مخه په «روه» کې له خپلې کورنۍ سره په تيرا کې اوسېده. دی له دېنه وروسته په دکن، رشيد اباد، اوړيسه او ښايي د هند نورو سيمو کې اوسېدلی وي.

ما (سنګروال) په برټش کتابتون کې د ده يوه قلمي نسخه ولوستله چې په ۱۸ پېړی کې په نستعليق ليک بڼه کاږل شوې ده. دغه لاسي نسخه د پيل او پای لخوا نيمګړې ده. ولې کوم شعرونه چې په دغه قلمي نسخه کې راغلي دي د الفبا له مخې ويل شوي دي.

«د ديوان ډېر شعرونه پاړسي سرليکونه لري چې په سره قلم ليکل شوي دي. ديوان يو شمېر رباعيانې هم لري.»([3])

دی نه يوازې شاعر وه بلکې پښتو نثر يې هم کاږلی دی. چې په هند کې د روښاني ادبياتو په رڼا کې د ده ادبي هاندې هڅې ځانګړی مقام لري.

د مخلص د يوه شعر بېلګه داسې ده:

د ګمان خمار مې لرې شه لــــــه سره

چې ساقي شه ميا روښان غمخوار زم

د علي محمد مخلص بل ورور خواجه محمد روښاني نومېږي. که څه هم خواجه محمد له ده څخه مشر دی خو بيا هم د ده په اړه ډېر معلومات په واک کې نشته.

ما (سنګروال) چې په برتانيا کې پښتو قلمي نسخې له پامه تېرې کړې په ۱۶۹ لاسي نسخو کې مې د ده د ليک او دېوان په اړه معلومات ترلاسه نکړل.

ولې همدا چې په حالنامه کې راغلي دي چې دی هم له نواب رشيد خان سره د جهانګير د واکمنۍ په مهال هند ته راغلی دی او له دې سربېره چې دی د پښتو او پاړسي ژبې شاعر هم و… له دېنه دې پايلې ته رسېږو چې ښايي د شعرونو دېوان به يې هم لره. دا ځکه چې ويل کېږي يو جونګ يې په پېښور کې ښايسته خان کښلی دی.

چــې رښتينـي عـاشقــــان دي             وا به نه وړي ستا له کــــويـه

له ګمانه درست مخلص شـــه             چې يــې وليده يک رويـــــــه

خواجـه محمده په جهان کـــې                د مسکين بخره وي لـويــــــه،

د هند په نيمه وچه کې يو شمېر نور د روښاني غورځنګ پلوي شاعران پېژنو، چې پښتو شعر او ادب يې ښکلی او رنګين کړی دی.

په دې ډله شاعرانو کې يو هم دولت لوانی دی. ده د ځان په اړه کښلي دي چې نوم مې شيخ دولت الله دی. پلار مې «دادو» په قوم لواړڼي حسن خېل دی او مور مې وردګه ده.

په صورت د دولت پلار نوحـــاني متي

د مادر اصل يې بزرګ سيد وردګ دی

کله چې دی له «تيرا» نه لکه د نورو روښانيانو په څېر (د رشيد خان له تګ نه وروسته) هندوستان ته لاړل نو هلته په رشيد اباد کې اباد شول.

د ده د زوکړې او مړينې نېټه څرګنده نده ،خو د حالنامې له مخې يې ژوند تر ۱۰۶۹ هـ ق پورې يقيني دی. که څه هم د ده د دېوان په اړه ويل شوي دي چې د ده د شعرونو يوه قلمي نسخه په برېتانيا کې موندل کېږي خو په خواشينۍ بايد ووايم چې ما ډېر کوښښ وکړ ولې په هغو قلمي نسخو کې چې شمېر يې ۱۶۹ ته رسېږي پيدا نکړه.

خو د ده دېوان په ۱۳۵۳ هـ ش کال د کابل د پښتو ټولنې لخوا د پوهاند رشاد په سريزه چاپ شوی دی.

د ده په دېوان کې قصيدې،غزلې، مثنوي، رباعيانې او قطعې شته او په دوه دفترونو کې تنظيم شوې دي.

زه فقير دولت مريد د ميا روښان يم

له فتراکه به يې نه کاږم اسـان لاس

کريمداد بنګښ ۱۰۲۹ هـ ق کال په شاو خوا کې زېږېدلی دی. د زوی کړې ځای يې شمس اباد په ګوته شوی دی خو د ژوند نېټه يې تر ۱۰۵۸ کال پورې يقيني ده.

دی د هند په رشيد اباد کې اباد و چې دا سيمه د شمس اباد برخه ګڼل کېده. بنګښ نه يوازې د پښتو ژبې شاعر وه بلکې په پارسي ژبه يې هم شعرونه ويلي دي او «عيشي» تخلص يې کارولی دی.

دی هم لکه د پير روښان د نورو مريدانو او پلويانو په څېر د وحدت الوجود پيرو دی.

د وحدت ونـــه يوه ده يــــو يــــې اصل

په کثرت باندې خوره شوه په څو شاخه

کريمداد بنګښ په هند کې د نورو پښتنو شاعرانو په څېر غزلې، قصيدې او د شعر نورې بڼې ليکلې دي او د ده په شعرونو کې چې د شعر يو نيمګړی دېوان لري مندلی شو. يو شمېر څېړونکو دا خبره کړېده چې د کريمداد بنګښ دېوان د انډيا افس لندن په کتابتون کې موجود دی خو ماچې کومې قلمي نسخې د برتانيا په کتابتونونو کې له پامه تېرې کړې په ۱۶۹ لاسي نسخو کې ما د کريمداد بنګښ قلمي نسخه و نه موندله. ولې د کريمداد په نوم يوه قلمي نسخه چې اوس په برټش کتابتون کې په (۲۸۱۶) ګڼه کې خوندي ده ترلاسه کړه. په دغه نسخه کې د بنګښ تخلص تر سترګو نشو او شعرونه يې هم د بنګښ په پرتله کمزوري دي. ګمان دا دی چې ښايي دغه لاسي نسخه د اخوند دروېزه د زوی کريمداد وي چې پيل يې په دغه شعر شوی دی:

حــــــــق بناک پدا خپـــل  ضع مطلق        عظيم ګوټ ئي دلوګي پدودازدق

هر چــــــار ئي پرضا شي بـــــې آلت        پقــــدرت ئي ک ساده هم په رونـــــق

خو د بنګښ کريمداد په شعرونو کې هنري ارزښت بيا ډېر د پام وړ دی چې موږ يې دغه شعر د بېلګې په توګه راوړو:

د لاله پيالـــــه له سرو شرابو پـــــر شوه

نرګس سترګې کړې ور پورته له خماره

د روښاني غورځنګ يو بل پلوی قادر داد وه ،چې د هندوستان په دکن کې استوګن وه.

دی د محمد زمان زوی د پير داد لمسی او د کمال الدين کړوسی او د پير روښان کوسی او د عبدالله کودی کېږي.

د قادر داد مور درياخاتون نومېده چې د احداد لور کېده. دی د هـ ق کال په ۱۰۳۴ شاوخوا کې زېږېدلی دی «او تر ۱۱۱۸ هـ ق کال پورې ژوند يقيني دی.»([4])

د دريا خاتون مور بي بي الايي د احداد مېرمن چې د جلاله (جلال الدين) لور کېده د ۱۰۴۷ هـ ق کال په شاوخوا کې له خپل زوم محمد زمان سره يوځای هند ته کډه شول.

د قادر داد روښاني شعرونه ښکلي او په زړه پورې دي چې موږ دلته د ده د کلام نمونه د ساري په توګه راوړو:

چې مــدام په زړه کې خيال لــري و جنګ تــه

څوک به څه وايي دې مست، شوخ و شنګ ته

لکه زه چې د هجـــــــران په اور ګداز شــــ‎وم

خدای د هسې ساعت پېښ نه کــــا پتنګ تـــه

[1] – د برېتانيا کتابتونونو د پښتو قلمي نسخو پېژندنه ۸۸ – ۸۹ مخونه.

[2] – رښتين پوهاند صديق الله پښتو پېژندنه. پښتو څېړنې ۶۳ مخ.

[3] – سنګروال شهسوار د برېتانيا کتابتونو کې د پښتو قلمي نسخو پېژنه ۹۱ مخ.

[4] – سنګروال شهسوار د پښتو ادبياتو تاريخ ۱۵۷ مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *