میرویس جلالزی

د بې پولو خبریالانو نړیوال سازمان  Reporters Without Borders  د نړۍ په کچه د رسنیو د خپلواکۍ د کچې د ټاکنې په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

دغه سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی افغانستان ته سږ کال د رسنیو په ډګر کې د خپلواکۍ له اړخه په ۱۸۰ ملکونو کې ۱۲۰م ځای ورکړی دی.

د یادې نړیوالي ارزوني پایلي په داسي وخت خپریږي چې په تیره یوه میاشت کې دوه خبریالان په پرلپسې ډول یو په هلمند او بل په لوګر کې د وسله وال یاغي توب ښکار ګرځي.

د آریانا ټلویزیون خبریالان نعمت الله ذهیر د نوامبر په څلورمه په لښکرګاه کې د ماین په چاودنه کې او په لوګر کې د یوې سیمیزي راډیو مدیر مسول محمدنصیر مدثر بیا د ډسامبر په  ۱۵مه نیټه د وسله والو له لوري ووژل شو.

د بي پولو خبریالانو سازمان تیر کال افغانستان ته ۱۲۲ ځای ورکړی وو لیکن سږ کال دغه ملک دوه درجې پورته تللی او دا ښيي چې دغلته د خبریالانو سره د بغاوت پیښي د تیر کال په پرتله لږي وي.

په همدې حال کې د دغه راپور له خپریدو یوه ورځ دمخه د افغانستان د مطبوعاتود بازار په نامه یوه مطبوعاتي مدافع سازمان هم خپل کلنۍ راپور خپور کړی چې د بي پولو خبریالانو د ارزوني خلاف روان ۲۰۱۶ کال افغان ژورنالیستانو ته ډیر دردناک او سخت بولي.

دغه سازمان بیا ویلي چې  د ملک دننه بیا ۱۳ خبریالان په ۲۰۱۶ کال کې وژل شوي  او له افغان ژورنالیستانو سره د زورزیاتي ۸۰۰ پیښې دوي ثبتي کړي دي.

د خبریالانو د ملاتړ یاده اداره د دغو تیروتنو او قانون ماتونې ۸۱ سلنه پیټۍ د حکومتي ځواکونو پر اوږو ږدي .

دوي وایي چې د ۱۴ سلنه نور بغاوت عاملین طالبان او داعش ډله ده او پاتې سلنه بیا په نورو شخصي او غیرسازماني کسانو پوري تړاو لري.

افغانستان د پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان او خپلو یو شمیر نورو گاونډيو هیوادونو په پرتله د نوملړ په سر کې دی.

د بې سرحده خبریالانو په حواله په افغانستان کې په روان ۲۰۱۶ کال کې لږ شمیر خبریالان بندیان کړای شوي او همدا لامل دی چې د ده هیواد ځای ځایګی د دوي له اړخه دوه درجې د ښه والي په لور ور پورته شوی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دا دوه کورني او نړیوال  سازمانونه غبرګ پر حکومت غږ کوي چې د خبریالانو خوندي توب تظمین کړي ځکه په دغه برخه کې له ناقانونه وسله والو ډلو د دوي تمه شکیدلې ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *