تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو په وړاندې عکس العمل وښود.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، پاکستان او چین درې اړخیزې غونډې ته په اشارې وویل، افغانستان له هرې هغې ناستې سره موافق نه دی چې د افغانستان د حکومت له ګډونه پرته جوړېږي.
ده وویل، د مسکو غونډې ته د افغانستان استازی نه دی بلل شوی نو نتیجه نه شي لرلی.
ده ازادي رادیو ته وویل«باید د افغانستان د سولې په اړه هره غونډه د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مشوره جوړه شي.»
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه د روان دسمبر په ۱۷ مه نېټه په مسکو کې جوړه شي.
د دې غونډې هدف په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته ښودل دی.