تاند- مشهوره سندرغاړې معشوق سلطان نن /دوشنبه/ د ۶۴ کلونو په عمر په پېښور کې وفات شوه.
معشوق سلطان، چې اصلي نوم یې مه چبین و، په ۱۹۵۲ م کال په سوات کې زېږېدلې وه.
معشوق سلطان په سلګونه او د ځینو په وینا زرګونه سندرې ویلي او د موسیقي هنر ترڅنګ یې په فلمونو کې هم کار کړی دی.
د معشوق سلطان د کورنۍ غړي وايي چې دې په جوارګر او جانان فلمونو کې د لوبغاړي په توګه کار کړی او د سندرو ۵۰۰ کسټونه یې خپاره شوي دي.
معشوق سلطان له څه مودې راهیسي ناروغه وه خو ناروغي یې جدي نه ښکارېده.
د دې زوی وايي چې نن سهار څلور نیمې بجې خواګرځي ورته پیدا شوه، روغتون ته یې بېوله او دوولس بجې یې بېرته راوسته ځکه چې روغتیايي وضعیت یې بیخي سم ښکارېده خو وروسته یې ساه پرې کړه.