شریف الله دوست
نن د روان کال د ۱۳۹۵/۹/۲۹ د هلمند مرکز لښکر ګاه کې د (امیر کروړ ادبي او فکري بهیر) په نوم لوی بهیر جوړ سو ، د یاد بهیر مشر الحاج محمد اسماعیل شریعتیار وټاکل سو ، بهیر به لومړی د هلمند په ولسوالیو کې خپلي څانګي جوړوي په تعقیب به يې د امیر کروړ بابا په یاد لوی علمي سمینار جوړوي وروسته به (دهلمند فوکلور) تر سرلیک لاندي څېړنیز سمینار جوړوي وي ، تر څنګ به يې د هیواد د نامتو پوهانو او نومیالیو په یاد غونډي جوړیږي ، امیر کروړ بهیر به د مشاعرو او نثرونود پیاوړتیا تر څنګ ځوانان په فکري لحاظ د خپل ګران هیواد لوی افغانستان په مادي او معنوي ارزښتونو پوه کوي دا لومړی ځل دی چې هلمند کې لوی فکري او ادبي بهیر جوړیږي، لرغونی هلمند له پېړیو دپښتو ادب پلازمېنه وه ، لومړی شعر (۱۳۹هجري) دامیر کروړ لخوا د هلمند په باغران(باغ حرم) او زمینداور کې ویل سوی دی ، پښتو کې لومړۍ ژباړه او نثر(سالووږمه) د ابوهاشم سرواني لخوا د هلمند په سروان (کلا) کې ویل سوي دي ، دپښتو ژبې لومړنۍ چاربیته تایمني لخوا د هلمند په زینداور کې ویل سوې ده ، دپښتو لومړی غزل او ته څپیزه مثنوي اکبر زمینداوري په زمینداور کې ویلې ، لومړنۍ ساقي نامه زرغون خان نورزي د هلمند په نوزاد کې ویلې ، دموسی جان او ولي جان ، رابیا او پتې خان لومړنی شفاهي حماسې هم د هلمند په بُست او موسی (کلا) کې ویل سوي دي ، د لرغونی هلمند د علماوو او ادیبانو ټاټوبی و ، هیله ده چې د امیرکروړادبي او فکري بهیر په فعالیتوونو سره به دهیواد په سویل لوېديځه سیمه کې یو نوی ادبي تغیر او بدلون راسي ، یاد بهیر به د پښتو ژبې ، ادب ، کلتور په غنامندۍ او غوړېدا کې اغېزمن رول ولري.