تاند- په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي، هغه کس چې په زوره یې دوې خویندې ځان ته په نکاح کړې وې، پولیسو ته تسلیم شو.
د پولیسو او خلکو په وینا ولایت خان نومي زورواک په دې ادعا چې ناوې یې باکره یا پېغله نه ده، د خپل پلار کور ته ولېږله او په زوره یې د هغې کشره خور له ځان سره یووړه.
دې پېښې په رسنیو په تېره بیا ټولنیزو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند او ډېر ژر خبره تر ولسمشره پوري ورسېده.
د ننګرهار پولیسو نن /دوشنبه/ وویل چې ولایت خان په خپله ځان پولیسو ته سپارلی دی. خو د ولایت خان نژدې کسان وايي چې نوموړي د قومي مشرانو په غوښتنه دا کار کړی.
پولیس وايي چې د دې پېښې په تړاو یې ۶ تنه نیولي دي.
ښايي د تورن ولایت خان د خپلوانو نیونه سبب شوې وي چې نوموړی ځان پولیسو ته تسلیم کړي.
ولایت خان له خپله زوره په استفادې دواړه خویندې مروه او مرحبا په ۲۴ ساعتونو کې ځان ته نکاح کړې.
د نجونو د کورنۍ غړي وايي، وروسته له دې چې ولایت خان مروه کور ته بېوله، ادعا یې وکړه چې باکره نه ده او ژر یې بېرته ورولېږله خو په مقابل کې یې د دې ۱۳ کلنه خور مرحبا په وهلو – ټکولو یووړه او بیا یې ځان ته په زور نکاح کړه.
مروه دوه کاله وړاندې ولایت خان ته په نامه شوې او درې میاشتې پخوا واده شوې وه.

د ۱۶ کلنې مروې انا وايي«په رېنجر کې راغلل، موږ یې په موټرو او وسلو محاصره کړو. د کور ټول شیان یې دباندې واچول. ماشومانو ژړل، پیالې او شیشې یې ماتې کړې. شپه وه، ومې نه پېژندل چې څوک دي. نژدې ۲۰ کسه ول. ۶ تنه یې کوټې ته راننوتي ول، نور دباندې ولاړ ول.»
د افغانستان د اساسي قانون له مخې تر شپاړس کلونو له کشرو نجونو سره نکاح منع ده.

مروه، چې اوس یې په جلال اباد کې امن کور ته پناه وړې، وايي«ماته یې طلاق نه دی راکړی خو په یوه شپه یې زما خور ځان ته نکاح کړه. په کوم قانون کې دا روا ده چې په یوه شپه کې دې دوې خویندې یو څوک ځان ته نکاح کړي؟ خلک وايي چې ما ته یې طلاق راکړی خو ما ته یې نه دي ویلي چې طلاقه یم.»
د مروې ترور، چې د واده په شپه د ولایت خان (زوم) کور ته تللې وه، وايي«د واده په شپه له دود سره سم له مروې سره د زوم کور ته لاړم. ویده شوم، یو وخت یې راویښه کړم، که ګورم چې ټول د ناوې په خونه کې دي. د مروې خوا ته یې د توپک خوله نیولې او نورو ته یې خبرداری ورکاوه چې چوپ شي. پر مروې یې تهمت کاوه. ممکن په زړه کې به یې څه تېرېدل چې داسي یې کول. هسي تهمت یې کاوه کنې مروه پاکلمنه وه، ما ته او خپل خدای ته معلومه ده. ډېرې زارۍ مې ورته وکړې، هیچا مې ږغ نه اورېده.»
هغه ملا چې ولایت خان ته د ۱۳ کلنې مرحبا نکاح یې تړلې، په دې دوسیه کې یې نوم شامل شوی.
ملا، چې عبدالرحمن نومېږي، اوس انکار کوي چې له دې خبر نه و چې اصلي قضیه څه ده.
ولایت خان وايي« له واده وروسته د شپې ۱۲ بجې وې چې راته معلومه شوه چې نجلۍ باکره نه ده. د شپې په یوه بجه مې د نجلۍ پلار ته ټېلفون وکړ. د هغې پلار او نېکه د شپې شاوخوا یوه بجه زموږ کور ته راغلل.»
د نجلۍ پلار نادر خان وايي، له ولسمشره غواړم چې له خپل والي وپوښتي چې په ښېوې ولسوالي کې د دې پېښې په باب، چې ۵۵ ورځې پخوا شوې، تا څه کړي؟ باید مجرمان ونیول شي.»
نادرخان له دې وېرې چې د ولایت خان له لوري ونه وژل شي او له بلې خوا خپل شکایت جګپوړو چارواکو ته ورسويو کابل ته تللی دی.
ماموضوع ولوسته ماته دتاند په لیکنه کی ضد اونقیض خبره مخی ته راغلې هغه داسی چی په یوځای کی لیکلی و (د نجونو د کورنۍ غړي وايي، وروسته له دې چې ولایت خان مروه کور ته بېوله، ادعا یې وکړه چې باکره نه ده او ژر یې بېرته ورولېږله خو په مقابل کې یې د دې ۱۳ کلنه خور مرحبا په وهلو – ټکولو یووړه او بیا یې ځان ته په زور نکاح کړه.)
په بل ځای کی یی تاند داسی لیکلی (مروه دوه کاله وړاندې ولایت خان ته په نامه شوې او درې میاشتې پخوا واده شوې وه.)
اوس قضاوت تاسو لوستونکو ته دی چی یوځای کی وایی چی کله ولایت خان مروه کورته بوتله ادعا یی وکړه چی باکره نده بیا پلار ته یی په نیمه شپه تلیفون وکړ چی راځه لوردی بوځه اوبیا ولایت خان دمروه بله خورمرحبا یی په زور نکاحه کړه اوس موضوع ځکه ضد اونقیض ده چی هلته تاند لیکلی مروه دوکاله وړاندی ولایت خان په نامه شوی اودری میاشتی پخوا واده شوی وه نوبیا دلته څنګه داخبره پیداکیږی چی دواده په لومړی شپه مروه دپلار کورته لیږل کیږی اوبیا دهغه خور مرحبا یی په بدل کی راوستل کیږی دلته د دری میاشتو دتیروید موضوع څنګه ده ؟ زما خو هغه دچا خبره پری سرخلاص نشو !
هر څنګه چه قصه او قضيه وه ولې دامحترم په زور او ظلم داسي کار کړئ دئ چه نه يوازي داسلام دمقدس دين مخالف دئ بلکي دآفغانيت او انسانيت له لحاظه دمنلو وړ نه دئ.
ودې محترم ته داسي جزاء لازمه ده چه بل څوک نه وي چه آفغاني او انساني کرامت اوانسانيت تر پښو لاندي کړي.
ددې محترم سره دولايت چارواکي ،ملا او دده مسلح خلګ ته هم جزاء واورول سي.
د چا شاته چې حضرت علي، ګل کریم او شمالي ټلواله وي همغه بې ګناه دی. ټولو ته معلومه ده چې په افغانستان کې قضیه هر وخت غریب بایللې او زورواکي برلاسي وي. هغه دولتي چارواکي چې همدې زورواکو مقرر کړي کله د هغوی خلاف عمل کولی شي. کله مو چې موضوع جنايي، څارنوالۍ او محکمې ته لاړه نو نور مو الله مل شه، داسې خاماران ناست دي چې سپین تورولو کې دوکتورا لري او انسانیت خو بیخي پيژني نه. ما په خپلو سترګو داسې قضیې لیدلي چې د جنایي شعبې د پيسو په مقابل کې اظهارات بدل کړي او یا داسې شی لیکي مجرم سکوت اختیار کړ مګر په حقیقت کې به هغه پخپل جرم اعتراف کړی وي خو دوی پيسې اخستې وي. په څارنوالۍ کې د پيسو په مقابل کې په دوصیه کې کاغذونه او اسناد بدلوي، ته به حیران شې چې دا شیان د کوم ځای نه ستا په دوصیه کې پيدا شول. او چې محکمې ته لاړې نو نور دې الله مل شه.