تاند – د جرمني د پلازمېنې برلېن په یوه مارکېټ کې په یوه حمله کې ۹ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
پولیسو دغه پېښه ترهګریزه حمله بللې ده او ویلي یې دي چې د ټپیانو شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېږي.
ویل کیږي چې په حمله کې، چې د مااشختون په ۸ بجې وشوه، له یوې لارۍ څخه کار اخیستل شوی دی چې په خلکو ورخېژول شوې ده.
تر دې مخکې، ترهګرو په فرانسه کې هم د خلکو په ګڼه ګوڼه لارۍ ورخېژولې وه چې د ۳۰ مسلمانانو په شمول ګڼ شمېر سیلانیان یې وژلي ول.
دا برید د فرانسې د نیس ښار د سږ کال د اګست حملې ته ورته بلل شوی چې ۸۶ تنه پکې ووژل شول او د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست.