نن مو د پوهنتون په دويم پوړ کي د هغې محصلې پر شهادت لاسونه لپه کړل چي دوې ورځې وړاندي د ترهګرو په يوه بريد کي شهيده سوه. د شهيدې جرم دا وو چي کار يې کاوه او يوه زده کړياله وه.
فاتحه د قرآن کريم په اياتونو پيل سوه، په منځ کي يې د پوهنتون علمي معاون او عمومي رييس خبرې وکړې. مګر خبرې تر مرګ هاخوا تېري نه سوې، ټولو تکرارا وويل چي مرګ حق دی او ژوند د مرګ لپاره د تياري يو فرصت دی. حيران سوم هغه ځای چي خلګ پکي د يو څه زده کولو ته راځي او ياده شهيده هم د همدې پوهنتون زده کړياله وه او د همدې هدف لپاره دلته راتله پر يوه داسي دردمنه پېښه ټول ويناوال بې تفاوته پاتېږي او د داسي وير پر ځای خبره يوازي د مرګ لپاره پر تياري تېروي.
دلته خو تمه کېده چي هغه فکر او دريځ په غوڅ ډول رد سوی وای چي يو څوک يې وهڅاوی چي داسي وحشيانه اقدام وکړي. په داسي يوه محيط کي چي هلته ټول عالمان را غونډ وي خلګ د داسي څه اوريدلو تمه لري چي بل ځای يې نه سي اوريدلای او د داسي منطق په تمه وي چي نه سي کولای له بل چا يې واوري. مګر د افسوس خبره ده چي په داسي پېښو کي تل چوپ پاتېږو، د استدلال هغه ځواک چي په نورو مسايلو کي لګوو دلته شل سي او نه سي کولای دارنګه افکار وننګوي.
په يوه اکاډميک چاپېريال کي که دا شونې نه وي چي قاتلين په مشخص ډول ياد او وغندل سي په غير مستقيم ډول غندل خو يې زموږ ملي او انساني مسئوليت ګرزي. خو متأسفانه چي دلته دا مسئوليت هم هېر کړای سو، دا لا څه چي په دې اړه خپرې ګنګوسې چي فيسبوک يې پر سر واخيست هم رد نه کړې او نه يې په دې اړه وضاحت ورکړ چي هغه خلګ چي داسي شهيدانو پسي بد وايي او د هغوی پر شهادت شک کوي په مطلق ډول غلط دي. شکر دی ټول عالمان را غونډ وو خو هيچا هم د دين هغه حکم تشريح نه کړ چي پر ښځه لاس پورته کول څومره ظلم دی؟ او د الله رسول له دې سخته منعه کړې.
د ظلم په وړاندي چوپ پاتېدل په غير مستقيم ډول د ظلم تاييدول دي. متأسفانه زموږ د هيواد يوه لويه طبقه لا هم پر هغو ظلمونو پټه خوله ده چي په دې هيواد کي ترسره کېږي. دوی بايد وپوهېږي چي د مېړنيو کار د ظلم په وړاندي درېدل او مبارزه کول دي.