تاند- د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د کورنیو چارو وزیر مجبتبی پتنګ لېري کړاو پر ځای یې په پاکستان کې سفیر عمرداوودزی ونوماوه.

مجتبي پتنګ په وروستیو کې د ولسي جرګې له لوري سلب اعتماد شوی و خو کرزي ظاهراً د ولسي جرګې له پرېکړې سره موافقه نه وه کړې او د ولسي جرګې پرېکړه یې په سترې محکمې کې چلینج کړې وه.

د ارګ په اعلامیه کې، چې نن ماسپښین دوې بجې خپره شوه، ویل شوي چې ولسمشر کرزي پرېکړه کړې چې عمر داوودزی د کورنیو چارو د وزیر په توګه معرفي کړي. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د کابل اوسنی امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي به د کورنیو چارو مرستیال وزیر وي.

عموماً د کورنیو چارو د وزیر له ټاکلو سره د هغه مرستیال نه اعلانېږي بلکې مرستیالان د وزیر په مشوره ګومارل کېږي.

د کورنیو چارو د وزیر په توګه د داوودزي تر ټاکلو یوه ورځ مخکې کرزي رحمت الله نبیل د ملي امنیت سرپرست ونوماوه.

نبیل او داوودزی باید په دوو میاشتو کې ولسي جرګې ته د تایید لپاره معرفي شي. د ولسي جرګې د تایید تر مهاله به د دواړو چوکۍ موقتي وي.

2 thoughts on “عمر داوودزی د کورنیو چارو د وزیر په توګه معرفي شو”
  1. د ښاغلی داود زي تر مشرۍ لاندې پولیس به بل ډول پولیس وي، ځکه داود زی صاحب په ایراني کڅوړو کې ډیرې ښې او اوږدې تجربې لري او کیدای شي چې افغان پولیسو ته هم یې انتقال کړي. دغه ښاغلي ته بریا غواړم.

  2. کرزی د پاکستان په وینا د پتنګ او اسدالله خالد سره هم د حتمر او امرالله صالح په څير روش وکړ. کرزی د ګوډاګیانو ګوډګۍ دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *