اووه غزېدونکي (کششي) حرکتونه مو په اوو دقیقو کې د ملا له درد څخه ژغوري او نه هېرېدونکی احساس درکوي.
ويل کېږي چې طبابت اوس پخوانی نه دی؛ بلکې ډېر بدل شوی او پرمختګ يې کړی دی. که غواړئ چې د دارو پر ځای له ۷غزېدونکو یا ورزشي حرکتونو څخه ګټه واخلئ؛ نو داسې لاره غوره کړئ چې اقتصاد مو هم زيانمن نه شي او ګټه هم وکړئ او مهمه دا چې په دې سره به مو نه بدن د دارو له جانبي عوارضو سره مخ کېږي او هم به له ناآرامۍ نجات پيداکړئ. دا غزېدونکي حرکتونه د روغتیا تر څنګ ستاسې بدن هم غښتلی کوي.
یادونه: د ملا درد یو له هغو دردونو څخه دی چې انسان ناارامه کوي او روحي فشار يې ډېروي او د ټوکیانو ټوکو ته زمینه اواروي او په پایله کې انسان حتی له چکر وهلو او ګرځېدو هم بې برخې کېږي. دا ۷حرکتونه پرله پسې په اوو دقیقو کې اجرا کېږي او ستاسو بدن د کار په مقابل کې چمتو کوي او تر ټولو مهمه يې دا ده چې لږ وخت مو نیسي.
دا ۷حرکتونه عبارت دي له:
1- ګلاب ته ورته د ورنونو غزېدونکی حرکت:
* تصویر ته وګورئ او یوه پښه مو د بلې له پاسه داسې کېږدئ چې د شا تخته او سر مو په مساوي او موازي ډول له ځمکې سره نښتي وي، بیا مو لاسونه له لاندې پښې تاو او قبضه کړئ او د سر لور ته مو د لاسونو په مټ پښې ورو- ورو راکش کړئ.
*پښې مو ۳۰ثانيې همدا ډول ونیسئ، له هغه وروسته بیا ورته کړنه تکرار (هغه بله پښه مو په همغه بڼه د ۳۰ ثانیو له پاره ونیسئ او په همغه بڼه یې د سر لور ته را وکاږئ).
* کوښښ وکړئ چې د بدن موازینه مو خوندي وساتئ.
2- د ورون د شاتنۍ برخې غزېدل
* په ځمکه څملئ یعنې مستقیم خپل سر، ملا او پښې په موازي
بڼه وغزوئ.
* بدن مو همداسې پر ځمکه منظم وساتئ یوازې یوه پښه مو انځور ته ورته منظم او مسقیماً اوچته او د دواړو لاسونو په مرسته مو د پښې پنډۍ ورو- ورو پورته لور ته کش کړئ چې د پښې په لاندنۍ برخه کې د کشش احساس وکړئ.
* ۳۰ ثانیې په همدې ډول تم شئ بیا مو د بلې پښې نوبت په همدې ډول تکرار کړئ.
* په یاد مو وي که مو د غړو حرکت انځور ته ورته منظم او ښه ونه غزېد؛ نو تشویش مه کوئ د وخت او زمان په لړ کې ورو- ورو شونې ده چې تصویر ته ورته حرکت وکړای شئ.
3- د پنډیو غزېدل
* د دې حرکت له پاره بهتره ده چې ځان پر ځمکه داسې وغزوئ چې په اسانۍ سره وکړای شئ غوره زاویوي حرکتونه وکړئ.
* انځور ته ورته په یوه اړخ څملئ او د پښې خپړ (پنجه) مو په لاس ونیسئ او د شا لور ته یې کش کړئ بیا په همدې حالت کې ۳۰ثانیې دمه شئ.
* په بل اړخ هم د ۳۰ثانيو له پاره ورته عمل وکړئ
4- د سینې لور ته د زنګون حرکت
- په اواره سطحه پرېوځي لومړی مو د یوې پښې زنګون په دواړو لاسونو ونیسئ او د سینې پر لور یې را وکاږئ.
- د ۳۰ثانیو له پاره یې همداسې ونیسئ او کوښښ وکړئ چې فشار مو د شا په تخته زیات شي او بیا هم ورته عمل د ۳۰ ثانیو له پاره تکرار کړئ.
- 5– د پنډۍ کوږ غزېدونکی حرکت
- د دې حرکت له پاره مو تصویر ته ورته یو زنګون پر ځمکه او پر بل زنګون دواړه لاسونه کېږدئ او د شا پر لور ورو ورو ځان کش کړئ.
- د ۳۰ثانیو له پاره په همدې حرکت تم شئ.
- یاد حرکت پر بله پښه بیا تکرار کړئ.
- کوښښ وکړئ چې په دې حرکت سره مو ملا نېغه (مستقیمه) وي او په دې ډول مو زنګون د کشش احساس وکړي.
6- د ملا د تېر حرکت
- انځور ته ورته پر ځمکه خپلې دواړه اوږې ونښلوئ یوه پښه مو وغزوئ او دویمه یوه مو داسې راټوله کړئ چې د همدې پښې پونده مو د غزېدلې پښې زنګون له پاسه راشي د همدې ټولې شوې پښې له پاسه لاس کېږدئ، زور ورکړئ چې د راټولې شوې پښې زنګون مو ځمکې ته ورسېږي.
- د ۳۰ثانیو له پاره مو بدن په همدې حالت تم کړئ.
- بیا همدا کړنه په ورته بڼه تکرار کړئ.
7- د ملا غزېدنې حرکت
* تصوير ته ورته د ورزشي آلې، میز او یا بل هر څه په واسطه چې لوړوالی یې ستاسو له ملا سره برابر وي دواړه لاسونه ټینګ ونیسئ. د ۳۰ ثانیو له پاره ځان د څټ پر لوري کش کړئ.
* له هغه وروسته ورته عمل بیا تکرار کړئ.
الله(ج) دې وکړې چې د دې حرکتونو په سرته رسولو مو د ملا درد ښه شئ.