ننګرهار والي وایي د مرکزي ادارې له لورې مرسته شوې ۶۳ میلیونه افغانۍ به غېرې ثبت شوو ر استنو شوو کورنیو ته په شفاف ډول ورکړل شي.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لیندۍ په ۳۰مه د پېښو پر وړاندې د چمتوالې بېړنۍ ناسته کې وویل،د مرکزي ادارې له لورې مرسته شوې ۶۳ میلیونه افغانۍ به د شته ډیټابیس او په تورخم ښارګوټې کې د ثبت او راجسټر د اسنادو له مخې مستحقو غېرې ثبت شوو راستنو شوو کورنیو ته په شفاف ډول ورکړل شي.
نوموړي د کمیټې غړو ته جدي سپارښتنه وکړه،چې له دې وروسته هیڅوک حق نلري،ترڅو د عرض پاڼې،بېلابېلو کارتونو او نورو اړېکو له مخې غېرې ثبت شوې را ستنې شوې کورنۍ په نښه او ورته له یادې بودیجې څخه مرسته ورکړي.
د دغه ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې هغه غېرې ثبت شوې کورنیو سره به مرسته ترسره شي،چې د تورخم ښارګوټې له لارې د راتګ پر مهال یې نومونه په ډیټابیس او د ثبت او راجسټر په کتابونو کې لیکل شوي پاتې او له ټولو اسنادو سره سمون وخوري .
ننګرهار والي د کډوالو چارو ادارې ته سپارښتنه وکړه،چې هره ورځ د یادې ادارې فعالیتونه د جوړې شوې کمیټې سره دشفافیت په موخه شریک کړي .
ښاغلي منګل همدا راز امنیتي منسوبینو ته امر وکړ،چې د کډوالو په نوم د څلور تنو جغلي اسناد لرونکو د نیولو ترڅنګ هغه مامور هم د قانون منګولو ته وسپاري،چې په یاده برخه کې فعالیت ترسره کاوه .
ملي امنیت درې تنه انسان تښتوونکي او ماینونو ځآی پر ځای کوونکي نیولي .
چارواکي وایي د وسله والو طالبانو دوه تنه غړي،چې د سړک غاړې ماینونه یې ځآی پر ځای کول او یو بل وسله وال طالب چې د حکومتي چارواکو د تښتوونې پلان یې درلود، د ننګرهار ملي امنیت مؤظفینو له لورې نیول شوي دي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د لیندۍ په ۳۰مه د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، د وسله والو طالبانو دوه تنه غړي عبدالله مشهور په عبدالاحد او مطیع الله مشهور په هجرت چې د هسکې مینې او پچیراګام ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي دي،غوښتل یې د فامیلو په سیمه کې د تخریبي کړنو په موخه د سړک غاړې ماینونه ځآی پر ځای کړي .
نوموړي زیاته کړه، یاد کسان د ملي امنیت زړورو منسوبینو له لورې د سړک غاړې ماینونو د ځآی پر ځآی کولو پر مهال نیولي.
خوږیاڼي همدا راز وویل، د حجت الله په نوم یو بل وسله وال طالب چې د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی دی،غوښتل یې په جلال اباد ښار کې یو مهم حکومتي چارواکی وتښتوي،چې موخې ته تر رسیدو وړاندې د جلال اباد په ښار کې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شو.
د والي ویاند د معلوماتو له مخې یادو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی .
د دغه کنفرانس په څنډه کې رسنیو ته نیول شوي وسله وال طالبان هم وښودل شول او همدا راز یې د ماینونو د ځای پر ځای کولو مستنده ویډیو هم رسنیو ته د اعترافونو سره یو ځای ورکړل شوه .
نیول شوو وسله والو طالبانو د خپلو خبرو پر مهال پخپلو کړنو اعتراف کړی او زیاته کړې ده،چې د وسله والو طالبانو د مشرانو له لورې یادو کړنو ته هڅول شوي و.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي امنيت موظفينو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر هغه کسان نيولي، چې تخريبې کړنې يې تر سره کولې.
د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې شاوخوا څلوېښت جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو وژغورل شوه.
د بهسودو ولسوالۍ مسوولين وايي: ددې ولسوالۍ په کمپونو سيمه کې يې د سيند پر غاړه شاوخوا څلوېښت جريبه دولتي ځمکه ،چې ګڼ شمېر چهارديوالۍ او سنکارۍ پکې جوړې شوې وې ديوه کمپاين په ترڅ کې ونړولې .
د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي په وينا دځمکو د غصب مخنيوی دغه کمپاين يې د ولايت مقام په لارښوونه پيل کړی ، چې په خبره يې نن دوشنه يې د کمپونو سيمه کې ګڼ شمېر هغه چهار ديوالۍ او سنکارۍ ونړولې، چې په غيرې قانوني توګه په دولتي ځمکه کې جوړې شوې وې.
دولتزي وويل: د ځمکو د غصب مخنيوي کمپاين به تر هغې دوام وکړي ،څو ټولې دولتي ځمکې د غاصبينو له منګولو ژغورل شوې نه وي.
د ولسوالۍ مسوولين وايي: د ځمکو د غصب مخنيوي په موخه يې يو کميسيون ټاکلی ، چې په وينا يې پرته له توپيري چلنده به ټولې دولتي ځمکې له غاصبينو وژغوري.
په ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د ماشومانو لپاره د قضايي عدالت تر سرليک لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د مسوولينو په وينا د ماشومانو لپاره د قضايي عدالت تر سرليک لاندې جوړ شوي ورکشاپ کې ديونيسف ادارې پر مسوولينو او استازو سربېره د ننګرهار ، کونړ ، لغمان او نورستان ولايتونو پنځه اتيا تنو ګډون کړی و.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ له دوی غوښتنه وکړه ،چې په ورکشاپ کې له وړاندې کېدونکو موضوعاتو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
شيرزاد له ټولو هغو ادارو ،چې د ماشومانو د ژوند ښه والي په موخه کار کوي غوښتنه وکړه ،چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ لا زياتې کړي.
په هېواد کې د يونيسف ادارې مرستيال لوک او د ختيځ زون په کچه ديادې ادارې مسوولې سيپن وانګ د ماشومانو د عدالت په اړوند د خپلو تېرو فعاليتونو په تړاو خبرې وکړې.
دوی وويل: اداره يې د ماشومانو دحقوقو خونديتوب په موخه کار کوي ، چې دې برخې ته به لا پاملرنه زياته کړي.
د غېرې ثبت شوو را ستنو شوو کورنیو سره ۱۶۳ میلیونه افغانیو نغدي مرسته شوې .
د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزی وایي په دغه ولایت کې د حکومت له لورې د غېرې ثبت شوو را ستنو شوو کورنیو سره ۱۶۳ میلیونه افغانیو نغدي مرسته شوې،چې سل میلیونه یې هغه کورنیو ته ځآنګړې شوې،چې تازه دمې له کډوالۍ را ستنیږي،خو ۶۳ میلیونه هغه کورنیو ته ورکول کیږي،چې د کډوالۍ څخه د را ستنیدو پر مهال له مرستو بې برخې پاتي شوي دي.
هغه زیاته کړه، هغه کورنۍ چې پخوا له کډوالۍ ننګرهار ته را ستنې شوي او له مرستو بې برځې پاتي شوي،هرې کورنۍ ته به ۹،نهه زره افغانۍ مرسته ورکړل شي .
د نوموړي په وينا په پام کې ده، چې له مرستو پاتې کورنيو سره د مرستو په موخه درې سوه پنځوس ميليونه افغانۍ نوره مرسته هم وشي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ولسمشر له خوا د ژمنۍ مرستې تر نامه لاندې د غيرې راجستر شوو کډوالو سره د مرسته شوو دري شپيته ميلیونه افغانيو د ويش پرمهال وويل،یاده مرسته د جمهور رئیس د ځآنګړې پاملرنې په ترڅ کې غېرې ثبت شوو کورنیو ته ورکول کیږي.
نوموړي د يادې مرستې دويش په موخه د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون کميسون ته دنده وسپارله،ترڅو په شفاف ډول مستحقو کورنيو ته مرستې ورسوي.
د ده په وينا ياده مرسته هغه کورنيو سره کيږي، چې د مرستندويه ادارو او مهاجرينو رياست سره ثبت او له نورو مرستو پاتې وي .
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال درې تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
ځآنګړو کورنیو ځواکونو و تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په سنګينۍ سيمه کې عمليات کړي ،چې پر مهال يې د وسله والو طالبانو د يوه ډلمشر په ګډون دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
په معلوماتو کې ويل شوي د عملياتو پر مهال ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
د غازي امان الله خان ښارګوټي دکليوالي ښوونځيو ښوونکو ته د ماينونو د زيانونو په اړه د پوهاوي يو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د ورکشاپ د پرانستې مراسمو کې ، چې د ننګرهار په عالي لېسه کې جوړ شوي و د پوهنې رئيس پوهندوی الله داد اسمعيل زي په خپلو خبرو کې دماينونو او ناچاودو توکيو د ضررونو په مخنيوي کې د ښوونکو رول خورا مهم ياد کړ.
دپوهنې رئيس وويل: ښوونکي د ښوونځي له چاپېرياله دباندې هم دخلکو په منځ کې وي او تر بل هر چا د خلکو د پوهاوي چاره ښه ترسره کولای شي .
د ننګرهار د پوهنې رئيس دورکشاپ ګډوانوالو ته د دوه مېرمنو په ګډون څوارلس تنو ته دنده وسپارله چې دورکشاپ پيغام ټولو ځايي خلکو ته ورسوي.
دماينونو او ناچاودو توکيو د ضررونو د مخنيوي دا يو ورځنی ورکشاپ د يونيسف ادارې په مالي مرسته وروسته له هغې جوړيږی ، چې تېره اونۍ د امان الله خان په ښارګوټي کې دوه تنه د ښوونځي زده کوونکي ديوې نا چاودې سرګلولې د چاودنې له امله ټپيان شوي دي.
د ماليې وزارت له لوري په ختيځ کې ديو شمېر ادارو مالي او اداري مسوولينو د تدارکاتو قانون په اړه جوړ شوی لس ورځنی سمينار پای ته ورسېد.
په جوړ شوي لس ورځني سمينار کې په ننګرهار سربيره د کونړ او نورستان ولايتونو د يو شمېر ادارو مالي او اداري مسوولينو ګډون کړی و ،چې د تداراکاتو د قانون په اړه ورته معلومات ورکړل شول.
مسوولين وايي: د سمينار ګډونوالو ته د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل اړوند موضوعات تشريح شو، چې د تدارکاتو پلان ، د تدارکاتو د داوطلبۍ مرحلې ، د تظميناتو ډولونه او مقدار ، د قرار داد ډولونه ، د شفافيت او راپور ورکونې مهم موضوعات پکې شامل و.
د ننګرهار مستوفي سر څيړونکي ډاکټر محمد علم اسحاقزي د سمينار له ګډونوالو غوښتنه وکړه ،چې په سمينار کې له وړاندې شويو موضوعاتو څخه سمه ګټه پورته کړي.
اسحاقزي وويل: د هېواد ملي ګټو ته په پام سره بايد ټولې چارې په شفافيت سره ترسره کړو .
ننګرهار والي وایي د ښیوې پېښې قضیه په هر اړخیز ډول څېړل کیږي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وایي د ښیوې قضیه یې له پخوا څخه په جدي ډول تعقیب کړې او مسؤلینو ته یې سپارښتنه کړې،چې یاده قضیه په جدي او هر اړخیز ډول وڅېړي .
نوموړي دغه څرګندونې د لیندۍ په ۲۹مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د کورنیو چارو وزارت د جنایي څېړنو رئیس سیدعبدالغفار سادات سره د ځآنګړې لیدنې په ترڅ کې وکړې .
ننګرهار والي وویل، ښیوې ولسوالۍ کې په يو شپه د دوو خويندو د نکاح کيدو په قضيه کې ښکيل اصلي کسان نيول شوي او عدلیي او قضایي ارګانونو ته یې جدي سپارښتنه ده،ترڅو یاده قضیه په ښه توګه تر څېړنې لاندې ونیسي .
د ښاغلي منګل په وینا د یادې قضیې د رامنځته کېدو وروسته یې امنیتي منسوبینو ته په ټاکلې وخت په رسمي ډول د قضیې ښکیل کسانو د نیولو امر کړی و،چې د منسوبینو له لورې په بېلابېلو وختونو کې یاد کسان ونیول شول .
په دغه ناسته کې ټینګار وشو،چې د ښیوې قضیه کې به په جدي ډول د قانون له مخې اجرائت ترسره شي .
د ننګرهار ولسونو د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د وسله وال پوځ ملاتړ او ستاینه وکړه .
د ننګرهار ولایت چارواکو،ولایتي شورا،علماؤ کرامو،مدني فعالانو،ځوانانو، قومي مشرانو،ګذر وکیلانو،میرمنو،د سولې ولایتي کمیټې غړو،سوداګرو،اصنافو او ګڼ شمېر نورو د یوې سترې غونډې په ترڅ کې په دغه ولایت کې د وسله وال پوځ ملاتړ او ستاینه وکړه.
دغه غونډه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د لیندۍ په ۳۰مه جوړه شوې وه،سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وسله وال پوځ مېړانې او سرښندنې وستایلې .
نوموړي وویل، (( وسله وال پوځ د ملي یوالې سمبول دی،د بېلابېلو ولایتونو دې،خو په یو سنګر کې په یو غږ د خپلې خاورې څخه ساتنه او دفاع کوي . ))
هغه زیاته کړه، د تېر کال په ترڅ کې په ننګرهار کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه سل ځآنګړې او تر سلو زیات ګډ عملیات ترسره شوي،چې د ۶ ځآنمرګو برید کوونکو په ګډون یې ۴ سوه تنه وسله وال مخالفین ژوندي نیولي .
د ښاغلي منګل په وینا په ننګرهار کې وسله وال پوځ د خپلو پلټنو او ګزمو پر مهال د ۸ سوو بېلابېلو پېښو مخنیوی کړی او عاملین یی د قانون منګولو ته سپارلي دي .
ننګرهار والي وویل، د څو ولایتونو وسله وال طالبانو په ګډه په ټول ځواک سره د حصارک ولسوالۍ او داعش وسله والو په ټول ځواک سره د پچیراګام ولسوالۍ د نیولو هوډ درلود،خو ملي وسله وال ځواک د خپلو مېړانو په ترڅ کې د دوی دغه شوم پلان دوی ته په درنې مرګ ژوبلې اړولو سره شنډ او سیمې يې د دوی له شتون څخه پاکې کړې .
ښاغلي منګل د ننګرهار د ولسونو څخه مننه وکړه،چې خپل اولادونه یې د هېواد د دفاع په موخه د وسله وال ځواک په لیکو کې ځای پر ځای کړي،چې اوس مهال اویا سلنه د دغه ولایت ځوانان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملي امنیتي قواو په لیکو کې دندې ترسره کوي .
هغه یو ځل بیا د دغه ولایت په ولسونو غږ وکړ،چې خپل وسله وال پوځ لا پیاوړی کړي او خپل اولادونه لا هم د وسله وال ځواک په لیکو کې د هېواد ساتنې په روحیه واستوي .
ننګرهار والي د دغه ولایت د قومونو،علماؤ کرامو، ولایتي شورا،مدني فعالانو، ځوانانو،وکیل کذرانو،اصنافو، سوداګرو،مېرمنو، لوبغاړو،سولې ولایتي کمیټې غړو او نورو ټولو څخه مننه وکړه،چې د وسله وال ځواک څخه یې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ملاتړ څرګند او د ښرښندنو څخه یې قدردانی وکړ.
د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني وویل، د ننګرهار ځوانان د هېواد په کچه په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله وال ځواک په لیکو کې دندې ترسره کوي او د یو افغانستان په نوم په هره سیمه کې د خپلې خاورې څخه په کلکه دفاع کوي .
هغه د وسله وال ځواکونو په لیکو کې د شهیدو سرتېرو کورنیو او معلول شوو سرتېرو ته د پاملرنې له امله د حکومت د پاملرنې څخه مننه وکړه،خو په دغه برخه کې لا هم د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه .
د ولایتي شورا مرستیال ډاډ څرګند کړ،چې د دغه ولایت ولسونه لا هم چمتو دي،چې خپل اولادونه د وسله والو ځواکونو لیکو کې جذب کړي .
د دیني علماؤ په استازۍ مولوي عبدالظاهر حقاني وویل،ټول تخریب کوونکي چې د هېواد د بیارغونې مخنیوی کوي،سرتېرې،علماؤ کرام،ولسونه او نور په شهادت رسوي،هغه د هېواد اصلي دښمنان دي او د دغه کسانو وژل د اسلام مبارک دین له نظره رواه او د دوی پر وړاندې مقاومت یې جهاد وباله .
هغه په علماؤ کرامو او ولسونو غږ وکړ،چې د دغه دښمنانو پر وړاندې د وسله وال پوځ په ملاتړ حرکت وکړي،علما دې د ممبر له لارې د دوی شومې کړنې بیان کړي او د هېواد ساتنې په موخه دې خپل وسله وال ځواک ورته د اسلام په چوکاټ کې تشریح کړي .
د دغه غونډې په ترڅ کې د قومونو یوالې شورا غړو،علماؤ کرامو، ولایتي شورا،مدني فعالانو، ځوانانو،وکیل کذرانو،اصنافو، سوداګرو،مېرمنو، لوبغاړو،سولې ولایتي کمیټې غړو او نورو د وسله پوځ لوړ پوړي او هغه منسوبین چې د جګړو په لیکو کې یې په زړورتوب او مېړانې سره بريالۍ دندې ترسره کړې وې،په بېلابېلو ډالیو،ګلونو او ستاینلیکونو سره ونازول شول .
په دغه ولایت کې د ملي اردو منسوبینو په استازۍ د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نیسم سنګین،د ملي پولیسو په استازۍ ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال سید ګل اقا روحاني،د ملي امنیت منسوبینو په استازۍ د ملي امنیت رئیس برید جنرال داد محمد حریفي،د عامه نظم په استازۍ د اومې لوا رئیس ارکان سمنوال محمد ابراهیم، د سرحدي پولیسو په استازۍ د ختیځ سرحدي پولیسو درستیزوال سمنوال محمد ایوب حسین خیل،د هوايي ځواک قوماندان جان اقا،د همغږۍ مرکز مرستیال او د ځانګړو پولیسو قوماندان هغه منسوبین وو،چې د ننګرهار والي له لورې د ستاینلیکونو ترڅنګ په ځآنګړو ډالیو سره ونازول شول .
د دغه غونډې په پای کې د وسله وال ځواکونو په استازۍ د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نیسم سنګین د دغه ولایت د مقام او ټولو ولسونو څخه مننه وکړه،چې د زرګونو تنو په را ټولیدو سره یې د دوی ستاینه او ملاتړ وکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ،چې د خپلو سرونو په قربانیو سره به په ننګرهار ولایت کې د امنیت د تامین په موخه لا هم خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي .
هغه د شاهین دوه په نوم د ځانګړو عملیاتو له پیل کېدو هم خبر ورکړ،چې په وینا په هغو سیمو کې به ترسره شي،چې وسله وال مخالفین د تخریبي کړنو ح\رکت وکړي.