تاند- طالبانو د بادغیس په ابکمري ولسوالي کې د خپلو کسانو له لوري د یوې ښځې د اعدامېدو ادعا رد کړه.

د دوشنبې په ورځ لوېدیځو رسنیو راپور ورکړ چې طالبانو په بادغیس ولایت کې یوه ښځه، چې دوه ماشومان یې لرل، په دې خاطر په عام محضر کې اعدام کړه چې له خپل لومړي مېړه یې طلاق اخیستی او له بل سره یې واده کړی و.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د ښځې خاوند په دې په غوسه و چې ښځې یې ولي بې له دې چې ده ته ووايي بل مېړه کړی دی.

کله چې ښځې بل مېړه کاوه، لومړی مېړه یې په ایران کې و.

وسله وال طالبان وايي چې د ښځې لومړي خاوند دوی ته شکایت کړی و چې هغه یې طلاقه کړې نه ده او طالبانو د شکایت پر اساس ښځه له دوهم مېړه جلا او د پلار په کور کښېنوله، خو د طالبانو د محکمې څېړنې لا بشپړې شوې نه وې چې لومړي خاوند له دوو نورو وسله والو کسانو سره د ښځې د پلار پر کور برید وکړ او ښځه یې همالته ووژله.

طالبان همداراز وايي چې دوی د ښځې په وژلو کې لاس نه لري او قاتل او ملګري یې نیولي دي.

په وروستي یو کال کې، په تېره بیا د هیبت الله اخوندزاده له مشرتابه راوروسته د طالبانو په چلند کې نرمښت لیدل کېږي. حال دا چې پخوا به دې ډلې د دې ډول پېښو مسوولیت سمدستي په غاړه اخیست او د انتقادونو پروا به یې نه کوله.

د طالبانو تحریک په وروستیو کې اعلان وکړ چې د ټولګټو پروژو مخه نه نیسي او حتي د امنیت په ساتنه کې یې مرسته کوي.

One thought on “طالبان وايي، په بادغیس کې د دوو ماشومانو مور دوی نه ده وژلې”
  1. کیدای شی طالبانو نه وی کړی ځکه چی د غازیان په دی شاړ او په وحشت کی غرق وطن غازیان بیحده ډیر دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *