تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار وايي، په پاکستان کې سوله د افغانستان له سولې سره تړلې ده.
ده چې پرون /چهارشنبه/ د افغانستان پولې ته نژدې په لنډي کوتل کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل«موږ د پولې په دواړو خواوو کې سوله غواړو.»
ده همداراز وویل، افغانستان پر پاکستان د هغو جنایتونو تور پوري کوي چې پاکستان نه دي کړي.
چودري نثار زیاته کړه، په قبایلي سیمو کې د ضرب عضب له عملیاتو وروسته په دې سیمه کې د تروریستانو شبکې نشته، هغوی یا ووژل شول یا وتښتېدل.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې وېزې تګ راتګ د مخنیوي په اړه وویل چې پاکستان به تر ۲۰۲۰ م کال پوري د دوو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ په شپږو ځانګړو شویو لارو پوري محدود کړي.
ده دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله ۲۴۰۰ کیلومتره اوږده ده او پکار ده چې د دې پولې کنټرول ښه شي.