ژباړه: فضل الحق حمقل
کله چې لومړنی میږی د احمد ابن عبدالله الاذبېري پر ګوتو باندې پورته کیږي، نو هغه د یوی ونې لاندې ناست او د یوې شېبې لپاره سترګې میږتون ته ټېټوي؛ ويني چې بې وزله او غریب میږی د ده پر غټ بدن باندې پورته کېږي، له دې کبله له ځان سره خاندي. خو احمد د نېشې لپاره دېر خمار دی نو خپل لاس د قاتو[1] څخه ډکوي او خولی ته یې اچوي او په شوق سره تېرېنه خوند اخلي.
مست احمد ابن عبدالله الاذبېري ځان سره وایي:”افسوس ، افسوس چې دا وړی سپږۍ د دا شان لا مذهب خوندونو څخه بې برخې دي!” دوی د اونې ترلاندې چې نیمایي لمر او نیما یي سېوری وي، د غزیدو او ورسره د قاتو د نیشې پر خوند څه خبر دي! ناڅاپه—د کلي د ښار ګوټي د سلمانۍ نه د أم کلثم[2] د سندرې جګ غږ د احمد پام اړوي او دی د خوبونو او خیالونو په نړۍ کې ننوځي.
په داسې حال

ې چې احمد د ځان څخه بېخبره او د شا په تخته پروت دی، د قاتو مړۍ زبېښي او د ورستي څاڅکي څخه یې خوند اخلي. یو بل میږتون چې شاته ور پسې په بل قطار کې روان دی د ده پر پښې پورته کیږي. د درېم میږتون د چږیدو سره، احمد تخنېږي. مېږتون د هغه پرځان خپل کوچنی ژامې لګوي،خو احمد ابن عبد الله الاذبېري غریب ته داسې بریښی لکه اغزی چې په لاس کې تللې وي او په غوسې سره وایي،”سومره لیونې دي دا مېږتانه!” او بیا سره د دې چې دېر بې حاله دی هڅه کوي چې مېږتون وشړي او یایې وځپي. مېږتون—مگر —د احمد د دې حرکت څخه مخکې لاس پکاریږي: هغه د احمد د ګوتو څخه د هغه د پښې ارغوی خوا ته وړ دانګي.
خوار او ناچار احمد ځان د لمر ښکلا، د سندرې تسکینونکي او ارامې غږ او په ځانګړې توګه د قاتو نیشې ته په بشپړه توګه سپاري. د نیشې د ژور خوند له امله د احمد خوبونه او هېلې یې د شنه زرغونې[3] په څیر رنګ مومي. هغه د مځکې نه غرونو ته ټوپونه کوي او بالآخره آسمان ته رسېږي. هلته ورته ستوري د ګلانو په شان ښکاري. هغه ګلان پر ځان تړي او په ډېر ویاړ لکه طاووس ځان نورو ته ښیي. سمدستي، دا ستوري ورته د سرو زرو په کوچنيو توپونو بدلېږي. توپونه بازار ته وړي او په پېسو باندې یی وسلی، آسونه، هاکونه او د ښکار سپي اخلي.
ډوب احمد ابن الاذبېري د ستوري، د سرو زرو، وسلو، او هاکونو د خوبونو څخه نا څاپه بيزاره او دا ځل د یوې ښایسته نجلی چې سپینوالې یې واورو ته او د سترګې آبي رنګ یې د سمندر اوبو ته ورته دی، په هکله چرت وهي.
د نړۍ نه بېخبره احمد بیا ځان د شاه جهان مقام او منصب ته رسوی او پداسې حال کې چې په لاس کې یی توره ده او شاهی جامې یی اغوستی دي، د باد او بارا نونو څخه په پورته آسمان کې الوتنی کوي. دی اوس د نړې پیاوړی او مطلق العنان پاچا دی! ټوله نړۍ یې تر پښۍ لاندې او څرنګه چې غواړي دباندی پر سپاهیانو او نوکرانو او دننه په در بار او حرم کې پر ښکلو انجونو راج چلوي. د څو ښځو سره ودونه کوي او هری یوې ته یو قصر او یوه شپه ځانګړې کوي.
د خوبونو سردار او د خیالونو شاه جهان احمد ابن الاذبېري ډاډه دی چې د ده تر ولکې لاندي د نظام ستنې یې ټینګې شوي او اوس باید د دښمنانو څخه غچ واخلي. په سر کې یی د خپل کلې د هغی نجلۍ د نیولو امر ور کړ چې ده ور سره مینه درلود خو هغې له ده سره د ژوند کولو نه انکار کړی ؤ. په خواری انجلۍ باندې خپل شخصیت مني او هغې دې ته اړباسي چې د ده پر وړاندې مینه څرګنده کړي او بیا ورسته یې د وژلو فرمان ورکوي.
په تاریخ کې د ټولو تېرو شویو شاهانو څخه زړور، شاه احمد ابن الاذبېري چې له ډېرو خوشحالېو څخه په کالېو کې نه ځاییږي دا ځل امر کوي چې هغه دوه کسانه چې پخوا یی ده ته د نا پوهی، کمزوری او احمق خطاب کړی وو، ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري. وروسته بیا سپارښتنه کوي چې دا دوه کسان د قصر دباندې د خلکو د سترګو په وړاندی اعدام او پر سپېو و خوړل شي.
پداسې حال کې چې شاه جهان احمد ابن الاذبېري د خیالونو تاج پر سر کړی او د نورو سیالانو او منتقدینو د ختمولو لپاره په پلانونو او نوښتونو بوخت دی، هغه مېږیان چې ده ورته بېوزله ، غریب او د لیونې په سترګو کتل، اوس د ده پر ویده او بې حسه بدن باندې ډېر په آرامۍ سره مېلې او چړچی کوي او د بریدونو لپاره ځان برابروي.
د احمد د خوبونو او خیالونو بهیر، واټونه نیسي او لمنه یی په پرله پسې ډول پراخیږي. له ښارونو څخه ښارونو ته، د سرو زرو له زېرمو نه زېرمو ته او د غرونو نه غرونو ته أوري او ناڅي او کله چې په ځنګلونو کې اونو ته ویني، داسې ورته څرنګدیږي لکه ټول چې د قاتو پاڼې وي
اړینه داده چې مېږیان په یو ستر او ځواکمن پوځ بدلیږي. دوی د ویده او په خیالونو کې ډوب د احمد الاذبېري پر بدن راج کوي او پرته له کومې وېرې پر هغه خوندیز بریدونه کوي. او کله چې دوی ویده سړي ته ځیر شي چې د حد او عقل څخه هم پورته بېهوشه پروت دی، په خندا شي او خپل پر ښکار د خوندونو لړۍ ته لا وده ورکوي خو له بده مرغه هغه ښکار په یو جسد بدل شوی وي!
[1] یو ډول شین بوټی دی چې په عربی نړۍ کې د نورو مخدرو په ځای کارول کیږي
[2] أم کلثوم د مصر مشهوره او تکړه ښځینه سندر غاړه
[3] شنه زرغونه یا د بودۍ ټال په دري کې رنګین کمان او عربي کې قوس قزح ورته ویل ګیږی. د لا زیادو پښتنو لپاره انترنیټ او ویکیپیديا ته مراجعه وکړئ