محمد شعیب یوسفزی

محمد شعیب یوسفزی –

د بریالیتو دولتونو ترشا حتماً د یوه متحد، ژمن او یو موټي بریالي ملت لاس وي. هېڅ بریالی دولت د یوه بریالي ملت له شتون پرته نشي رامنځته کېدلای. بریالی ملت په دې معنی، چې ملي ګټې ورته ارزښت ولري، خپله ګټه او تاوان پېژني، له نظام ملاتړ کوي، د حکومت له ښو چارو ستاینه او له ناوړه چارو یې مخنیوی کوي. په خپلو رایو ښه او وړ کسان ګوماري او امانت یې اهل ته سپاري.

د همدې لپاره هم دولتونه خپلو ملتونو ته ښه خدمات عرضه کوي. د ملت خبره د دولت لپاره تر ټولو مهمه وي او دولتمردان ځانونه د ملت خادمان بولي.

خو په یوویشتمه پېړۍ کې له بده مرغه موږ نه پياوړی ملت رامنځته کړای شو او نه د یوه پياوړي دولت په جوړېدو وتوانېدو. زموږ د وروسته پاتې والي یو لامل دا دی، چې موږ زر د نورو په لومه کې لوېږي یا په شعوري او یا غیر شعوري د پردیو دسیسې په خپله عملي کوو.

زموږ د ناپوهۍ او ناکردګۍ له امله موږ ټول عمر په تېرو ویاړ کړی دی؛ د دې لپاره د ځان لپاره کارنامې خلق کړو، ټولې هڅې مو د پخوانیو هغو تر ستاینو او ویاړلو محدودې کړې دي.

موږ هېڅکله د خپلې ټولنې عیني واقعیتونه نه دي درکړي. بلکې د راتلونکې او اوس لپاره مو فکر او هڅې له پامه غورځولې، لکه ګویا موږ چې په اتلسمه پېړۍ کې اوسو.

د همدې لپاره موږ نه ملي اتل لرو او نه ملي خاین. بار بار موږ لیدلي چې په یوه قوم پورې تړلی اتل بل هغه ته خاین دی. د پردیو د دسیسو او زموږ د زاړه تفکر له امله ده، چې موږ ملت نشو. د پردیو دسیسې پلې کوي، چې په هېواد کې د قومي او مذهبي نفاق رامنځته کول دي. په کومه لاره چې روان یو هغه لاره ترکستان ته تللی ده.

نن موږ په ښکاره، داسې کړنې ترسره کوو، چې له ځانه سره خپل راتلونکی نسل هم د جهالت په دوره کې ساتو او د پرمختګ له کاروانه یې شاته پرېږدو.

تیره ورځ زرداد د بنده ازاد او کابل ته يې ډيپورټ کړ، یو شمیره د هغې هرکلي ته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي ول او د ځانونو سره يې داسي شعار هم وړي ول چې زرداد یې پکې خلکو ته اتل معرفي کول. حال دا چې زرداد کوم ظلم او بربریت پر دې مظلوم ولس کړي وو په هیڅ یو دین او مذهب کې د توجیح وړ نه دی

له بلې خوا څو ورځې پس د مسعود پلویانو په کابل کې مظاهره وکړه د مسعود عکسونه يې د ځان را لیږدوه هغه يې قهرمان باله ،خو د حکمتیار عکسونه ته يې اور پورته کړ.

زموږ دا تول جهالت د دې لامل شوې چې دولت مو سوال ته پاتي شي او ګاونډیان مو په چارو کې په ښکاره ډول لاس وهنې وکړي.

راځئ! چې لږ په حال شو نور یو بل وزغمو او د دې خوار ملت پر برخلیک لوبي ونکړو.

موږ کې لویه بدختي تعصب دی که موږر سره یوځاي شو او هرې موضوع ته د ارزښتونو له مخې وګورو هرو مرو به په مو ژوند کې مو مثبت بدلون راځي.

د افغانستان ټول ملیتونو ته پکار ده چې د یوې مور تر څادر لاندی چې داسي په ورورولي ژوند تیر کړي لکه څرنګه چې سکه وروڼه په کور کې ژوند تیروي.

ښه ته ښه ووایو او بد ته بد. د ښو کړنو په بدل کې وګړي وستایو او ورسره لاسنیوي وکړو او د بدو په بدل کې سزا ورکړو.

الله تعالی جل جلا له په قران کریم کې هم فرمايي چې ما په فرقو او ډلو د دې لپاره ویشلي یاست څو یو بل ښه وپيژنی او تاسي کې ښه او بهتره هغه څوک دی چې تقوا او پرهیزګاري ولري.

که موږ لږ را ویښ شو او خپل برخلیک پخپله و ټاکو او د قران پاک پر احکامو اتکا وکړو انشا الله هم به مو حال ښه کیږي او به مو د اخرت ګټه وي.

د همدې نفاق له امله ده ـ دا نفاق هم د پردیو دسیسه ده چې زموږ له ناپوهۍ ورته ګټه پورته کوي ـ چې پدې پر مختللی عصر او زمان کې موږ اوس هم د تاجکستان برق ته ناست یو. د نړۍ ملتونه پر ځمکې کې هرې کاني خلاصی کړي اوس د فضا په فکر کې دي چې فضا کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي، خو موږ اوس هم په ځمکه کې د ژوند کولو پر اصولو برابر نه یو.

په نظامی برخه کې هره ورځ د نړۍ نور ملتونه یوه یوه پیاوړۍ او پرمختللی توغندي ازمايي، خو زموږ امنیتی ځواکونه اوس هم مصري کلشینکوف او د امریکې زاړه او وارسته شوې شل ډزو ته لاس په سوال ناست دي.

اړتیا ده، چې موږ د خپلې ټولنې اوسني عیني واقیتونه درک، د پردیو دسیسې کشف او د روښانه سبا لپاره د پلان په جوړولو پیل وکړو؛ خو له دې هر  څه وړاندې باید کور په کور د علم ډیوې روښانه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *