په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې مقاومت کوونکي چارواکي او مخور د ولسمشر له لورې په منظورشوو افتخاري تقدیرنامو وویاړل شول .
اسلام د هغه مبارک دين نوم دی ، چې د لومړي ځل له پاره يې د نورو وګړو په څير مېرمنو ته د ژوند کولو حقوق ورکړي دي.
د ننګرهار ولايت مرستيال د وړتيا او پرمختګ موسسې له خوا دديني عالمانو او ميرمنو ترمنځ د خبرو اترو په نوم جوړ شوي پروګرام کې وويل: په اسلامي احکامو پوهېدنه او په ژوند کې عملي کول يې د ډيرو ستونزو مخنیوی کولای شي.
دولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د وړتيا او پرمختګ موسسې له خوا د زون په کچه د ديني عالمانو او ميرمنو تر منځ د خبرو اترو تر نامه لاندې په جوړه شوې غونډه کې وويل: مېرمنې د انساني ټولنې نيمايي برخه جوړوي، چې د نارينه وو په څېر د ژوند په ټولو اړخونو کې مساوي حقوق لري .
د نوموړي په وينا دديني عالمانو او مېرمنو تر منځ ګډې ناستې کولای شي ، چې په اسلامي احکامو د ميرمنو د پوهې کچه لوړه او د نورو له پاره پيغام شي.
د ولايت مرستيال په وينا دامهال پدې ولايت کې د مېرمنو له پاره د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ په زده کړه روغتيا او د کار په برخه کې لازمې اسانتياوې شتون لري.
د ولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر بيا يادې ناستې په ټولنه کې د ستونزو په هوارۍ کې مهمه هڅه په ګوته کړه او له اړوند ادارو يې غوښتنه وکړه ، چې د اسلامي احکامو د زده کړې او د عامو خلکو د پوهاوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پياوړي کړي.
د عمر په وينا د ممبر له لارې دديني عالمانو تبليغ کولای شي ، چې په ټولنه کې د نورو ستونزو د حل سربيره د ميرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې مرسته وکړي.
د وړتيا د لوړتيا موسسې مشر عمرا خان منيب وايي: له دوه زره څلورم کال راهيسې يې د معلولينو د ژوند د ښه والي تر څنګ د مېرمنو په اړه بېلا بېل پروګرامونه او ناستې برابرې کړي او هڅه کوي ، چې په دا ډول ناستو سره په ټولنه کې اصلاح او سمون ته زمينه برابره کړي.
د ننګرهار ښاري محکمې اړوند د جزا دېوان ديوې علني غونډې په ترڅ کې څو تنه په بېلابېلو قضيو کې د کلونو د بند په سزا محکوم کړي دي.
دغه علني غونډه د ښاري محکمې رئيس قضاوتمند مفتي محمد وزير په مشرۍ ، قضاوتمند مولوي محمديحی عدالت ، قضاوتمند شفيق الرحمن او قضاوتمند محمد دواد په غړيتوب ترسره شوه .
ددغه علني غونډې په ترڅ کې څلور تنه له يو کور څخه دغلا په قضيه کې دجزا دقانون ۴۵۵ مادې پربنسټ او دهمدې قانون ۴۶۲ مادې په نظر کې نيولو سره دقضيې دطرفينو په شتون کې دقضايي پلاوي درايو په يوالي سره هر يو په اته – اته کاله تنفيذي بند محکوم شول.
دغه راز دعلني غونډې پرمهال درې تنه نور دغلا په قضيه کې دجزا دقانون ۴۵۹ مادې پربنسټ هريو تن په ۳ – ۳ کاله تنفيذي بند محکوم شو .
همدا رنګه يو بل تن دغلا او مجروحيت په قضيه کې دجزا دقانون ۴۶۰ ـــ ۴۰۷ ـــ ۱۴۶ او ۱۵۶ مادو په نظر کې نيولو سره په يوکال او شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم شو.
دغه راز د ښاري محکمې اړوند دجزا د ېوان ديوې علني غونډې په ترڅ کې يو تن دغلا په قضيه کې دجزا دقانون د ۴۶۰ مادې پربنسټ په شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړ.
همدارنګه يو بل تن دجنګ او مجروحيت په قضيه کې دجزا دقانون د ۴۰۷ او ۱۴۶ مادو په نظر کې نيولو سره په اته مياشتی تنفيذي بند محکوم شو .
يو بل تن دشرابو دڅښلو په قضيه کې دجزا دقانون ۳۴۹ مادې پربنسټ په څلورو مياشتو تنفيذي بند محکوم شو.
دغه راز درې تنه نور دجنګ او مجروحيت په قضيو کې دجزا دقانون ۴۰۹ او ۴۱۰ مادو په پام کې نيولو سره هر يو تن شپږ – شپږ زره افغانۍ نغدي جريمه شول.
دعلني غونډې قضايي پلاوي وويل دتورونو پروړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي کولای شي داستيناف غوښتنه وکړي.
د وسله والو طالبانو د ۱۲۰ کسيز ګروپ مشر ونيول شو او درې نور طالبان ووژل شول.
د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ سپين خوړ سيمه کې تيره شپه ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د يو ۱۲۰ کسيز ګروپ مشر نادرشاه مشهور په خالد او يو تن بل ونيول شول او درې تنه نور وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغه عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو سراچه موټر لمنځه وړل شوی او د دوی يو شمېر وسلې او مهمات د ځانګړې قطعې منسوبينو تر لاسه کړي دي.
د نشه يي توکو درې کارخانې لمنځه يوړل شوې.
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د کمبو او پيره خېلو سيمه کې تېره شپه ګډو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو درې کارخانې لمنځه وړل شوي.
دغه راز د عملياتو پر مهال د بنګو دوه ډيپوګانې سوځول شوي او د نشه يي توکو يو قاچاق کوونکی هم نيول شویدی.
يو وسله وال طالب ونيول شو او بل ټپي شو.
د ننګرهار ولايت غنې خېلو ولسوالۍ مارکوه سيمه کې ګډو ځواکونو عملياتو کړي، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب يو ميل تفانچې سره ژوندی نيولی.
دغه راز په ورته وخت کې د مومندرې ولسوالۍ علي جان کلا په سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب ټپي شوی او وسله وال مخالفين له سيمې په تېښته بريالي شويدي.
د دغه نښتې پر مهال پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
يو اندازه نشه يي توکي ونيول شول او يو ماين لمنځه يوړل شو.
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ ارغچ په سيمه کې پوليسو د ګزمې پر مهال اوه کلچې اپين ترلاسه کړي او دغه راز د سره رود ولسوالۍ په شمشپور سيمه کې يې د وسايطو ضد يو ماين مخکې له چاودنې کشف او لمنځه وړی.
د معلوماتو له مخې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوی و، چې په لمنځه وړلو سره يې د يوې لويې پېښې مخنيوی تر سره شو.
په ننګرهار کې د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نيکمرغه ميلاد د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو.
د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د زوکړې تاريخې ورځې په وياړ د جلال اباد ښاروالۍ مېملستون کې د مرغومي په ۲مه غونډه تر سره شوه، چې پکې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربيره د ختيځ زون علماء کرامو، د دې ولايت جوماتونو ملا امامانو او خطيبانو او يو شمېر نورو برخه لرله.
د ميلادنبي په وياړ غونډه د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ځانګړې پاملرنه او د حج اوقافو رياست په همکارۍ جوړه شوې وه.
د دغه غونډې پرمهال ديني عالمانو د حضرت محمد ص په صورت او سيرت ويناوې وکړې او نعت ويونکو په خپلو خوږو اوازونو د نبي عليه السلام ستاينه او صفت وکړ.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې نړۍ ته د حضرت محمد ص په راتګ سره د ظلم، وحشت، فحاشۍ او فساد لمنه ټوله شوه او په ټوله نړۍ کې د امن او سوکالۍ پيغام خپور شو.
نوموړي وويل، چې د رسول اکرم ص د پيدايښت څخه مخکې په نړۍ کې د بشري ژوند لپاره ټولمنل شوی قانون نه و؛ چې له نيمکرغه الله پاک پر ده داسې کتاب نازل کړ، چې خلکو ته د منلو وړ وګرځيد او تر نن ورځې پورې خپل ژوند د همدې قانون په رڼا کې پرمخ وړي .
ده زياته کړه، چې نبي عليه السلام په ژوند کې د ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخ شو؛ خو بيا هم ده به خلکو ته د عذاب پرځای له الله پاک څخه د اصلاح غوښتنه کوله.
ننګرهار والي وويل، چې د ملي يووالي حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني علماء کرامو او ديني ارزښتونو ته درناوی لري او هڅه کوي، چې علماء کرامو ته په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي.
هغه زياته کړه، چې ولسمشر په ټولو ولايتونو کې د علماء کرامو بستونه له اجيرۍ څخه د رسمي مامورينو بستونو ته لوړ کړل او په دغه برخه کې به لا نور ښه اقدامات تر سره شي.
ده وويل، چې سږکال لس ميليونه ډالر منظور شوي، چې د روان کال په ترڅ کې به نوي جوماتونه جوړ او ځينې به ورغول شي.
ده ډاډ ورکړ، چې د علماو سره به په هره برخه کې مشورې کوي او د علماو څخه يې وغوښتل، چې په ملي مسايلو کې د خپل حکومت ملاتړ وکړي.
د حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د حضرت محمد ص د نيکمرغه ميلاد د ياد غونډې په موخه يې دغه غونډه برابره کړه.
حقاني وويل، چې حضرت محمد ص په خپل امت ډېر مهربانه و او د ټولې نړۍ مسلمانانو ته يې الهي قانون په بشپړ ډول ورسوه ترڅو د دغه قانون په عملي کولو سره د دنيا او اخرت برياليتوب تر لاسه کړي.
نوموړي وويل، چې د حضرت محمد ص غوره اخلاق و، چې ډلې – ډلې خلک به ده ته راتلل او د اسلام پر مبارک دين به مشرف شول.
ده وويل عالمان، چې د انبياو وارثين دي پکار ده، چې د نبي عليه السلام اخلاق په ځان کې پيدا کړي او په اسلامي قوانينو د عمل ترڅنګ نور خلک نيکو کړنو ته را وبولي.
نوموړي له ټولو مسلمانانو څخه وغوښتل، چې حضرت محمد ص ته د درناوي درلودو ترڅنګ په نبي عليه السلام د نازل شوی کتاب قران عظيم الشان پيروي وکړي.
په ختيځ زون کې د علماو شورا رئیس شيخ الحديث مولوي حميد الله صديقي د نبي عليه السلام په ژوند خبرې وکړې او د ده پر معجزاتو يې بحث وکړ.
ده وويل، چې د نبي عليه السلام د ژوند له پيله تر دې دمه، چې چا هغه ته د سپکاوي او ظلم کولو هڅه کړې الله پاک د ستر عذاب سره مخ کړي دي.
ده پر ټولو علماو غږ وکړ، چې د جوماتونو مينبرونو له لارې د منکراتو د مخنيوی په اړه ويناوې وکړي.
مولوي امير رحمن وويل، چې الله پاک حضرت محمد ص مکې معظمې کې کعبې ته نږدې دې نړۍ ته راوستلو او کعبه هغه سپيڅلی ځای دی، چې د نړۍ ټول مسلمانان د لمانځه پر مهال دغه لوري ته دريږي.
ده وويل، چې د حضرت محمد ص له پيدايښت وړاندې د دغې سيمې خلکو ميندې په نکاح کولې او خپلې لوڼې به يې ژوندۍ ښخولې او کله به يې چې غوښې خوړولو ته زړه وشو؛ نو له ژوندي حيوان څخه به يې غوښې پريکولې ، چې د ده په راتګ سره ټولې ناخوالي لمنځه لاړې.
د غونډې پرمهال قاري امير جان او يو شمېر نورو نعت ويونکو په خپلو خوږو اوازونو نعتونه وويل او پکې يې د انحضرت ص عليه وسلم د سترو اخلاقو يادونه وکړه.
د تورخم – جلال اباد دويم لين سړک جوړولو پر وړاندې پرتې ستونزې به حل کړي.
دغه څرګندونې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په جلال اباد کې د پاکستان سر قونسل او د تورخم – جلال اباد دويم لين سړک جوړونې شرکت مسئول سره د يوې ناستې په ترڅ کې وکړي.
دغه ناسته د مرغومې په ۲مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې په داسې حال کې تر سره شوه، چې د پاکستان سر قونسل فرمان الله يوسفزي د ياد سړک د جوړونې مسئول امجد علي خان، د بهرنيو چارو، عامې روغتيا او فوايد عامې رئيسان حاضر و.
د تورخم – جلال اباد دويم لين سړک جوړونې شرکت مسئول امجد علي خان وويل، چې د تورخم پر سړک د دوی له لوري په ګړنديتوب سره کار روان دی.
ده وويل، چې د دوی د کار پر وړاندې ځينې ستونزې شتون لري، چې د جلال اباد ښار څخه اووه کيلومتره او تورخم ښارګوټي کې شپږ کيلومتره ساحه کې ځينې تخنيکي موانع او همدا راز د بټي کوټ ولسوالۍ کې ځينې ونې دي، چې د دوی د کار مخه يې نيولې ده.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب د جلال اباد – تورخم سړک په اړه د ياد شرکت مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې د جلال اباد ښار تر تورخم ښارګوټي پورې د سړک د جوړېدو پر وړاندې به ټولې پرتې ستونزې حل کړي.
والي د شرکت مسئولينو څخه وغوښتل، چې کارونه ګړندي او په انجينرۍ معیارونو سره يې تر سره کړي.
دغه راز ننګرهار والي وويل، چې د پښتورګو روغتون ودانۍ د پاکستان له لورې جوړه شوې، چې د ولايتي ادارې له لوري ټولې چارې يې بشپړې شويدي، خو د پاکستان هېواد د شوې ژمنې له مخې تر دې دمه يې طبي وسايل دوی ته په واک کې ندي ورکړي.
ده د پاکستان له قونسل څخه غوښتنه وکړه، چې د پښتورګو روغتون فعاليدو په موخه ټول طبي وسايل په واک کې ورکړي.
دغه راز يې ترې وغوښتل، چې پاکستان ته د تګ پر مهال افغانانو ته د ويزو اسانتياوې لا زياتې کړي.
په جلال اباد کې د پآکستان سر قونسل فرمان الله يوسفزي وويل، چې مونږ هڅه کوو د ورځې تر پنځه سوه پورې ویزې خلکو ته په واک کې ورکړو او افغانانو ته په دغه برخه کې سهولت برابر کړو.
دوی وويل، چې ځينې اشخاص شته، چې د ويزو په نوم له خلکو پيسې اخلي، چې پاکستان قونسلګرۍ او ولايتي اداره د دغو کړنو خلاف ده.
ده وويل، چې د ويزو د ورکړې اسانتياو په موخه يې يوه طرحه جوړه کړې، چې د ولايتي ادارې په همکارۍ به يې په منظم ډول عملي کړي.
نوموړي ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د پښتورګو روغتون طبي وسايلو په انتقال کې به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د ننګرهار ملکي هوايي میدان د ځای ټاکلو په موخه د الوتکې په وسیله لومړنۍ سروې ترسره شوه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمدګلاب منګل،د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسون رئیس امیرخان یار،د هوايي چلند ادارې مرستیال محمود شاه حبیبي او یو شمېر نورو د الوتکې په وسیله په دغه ولایت کې د ملکی هوایي میدان د جوړولو په موخه د ځآی په نښه کولو لومړنۍ سروې ترسره کړه .
یادو مشرانو د الوتکې په وسیله د دغه ولایت د بهسودو،سره رود، چپرهار او روداتو ولسوالیو او یو شمېر نورې سیمې ولیدې او په دغه ولایت کې د ملکي هوایي میدان د ځای ټاکلو په موخه یې سره بحثونه او مشورې ترسره کړې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او د مالي او بودیجې کمیسون رئیس امیرخان یار او د هوایي چلند د مرستیال محمودشاه حبیبي څخه مننه وکړه،چې دغه ولایت ته یې د مسلکي ډلې سره یو ځای د ملکي هوایي میدان د جوړولو په موخه د ځآی په نښه کولو لپاره له دوی سره لومړنۍ سروې ترسره کړه .
هغه زیاته کړه،په ننګرهار کې د ملکي هوایي میدان جوړول ورته تر ټولو مهمې پروژې څخه دي او په دغه ولایت کې ملکي هوایي میدان جوړول د کابل په ملکي میدان مستقیم مثبت تاثیر لري .
هغه ډاډ څرګند کړ،چې د ملکي هوایي میدان د جوړولو لپاره د ځای په نښه کولو،د بودیجې تر لاسه کولو او د چارو د عملي پیل کېدو موضوع په جدي ډول تعقیبوي .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او د مالي او بودیجې کمیسون رئیس امیرخان یار وویل،د ملکي میدان د جوړولو مطالعاتي سروې یې ترسره کړه او ډاډ یې څرګند کړ،چې د یاد میدان د جوړولو په موخه به په ۹۶ یم کال کې بودیجه هم ځآنګړې کړي .
د هوایي چلند ادارې مرستیال محمود شاه حبیبي وویل،د ننګرهار ملکی هوایي میدان لپاره بودیجه په نظر کې نیول شوې او که ځآی ورته په نښه شي،نو د راتلوونکو څو میاشتو په موده کې به یې عملي چارې پیل کړی .
هغه ډاډ څرګند کړ،چې د ننګرهار ملکي هوایي میدان به په نړیوال معیار برابر جوړ کړي .