تاند- یو افغان چارواکی وايي، په کندوز ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس خپل ۵ ملګري وژلي دي.
د کندوز چارواکي وايي چې دا پېښه نن /جمعه/ سهار وختي په داسي حال کې چې سیمه ییز پولیس په خپله پوسته کې ویده ول، وشوه.
حمله کوونکی د خپلو ملګرو له وژلو وروسته له وسلو او مهماتو سره تښتېدلی دی.
تراوسه پوري د افغانستان د دولت کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.