شهسوار سنګروال
د خوشال خان او د ده د کورنۍ او په تېره د ده د ادبي سبک او بهير پلويانو او هممها لو په هند کې دومره څه په ميراث پرې اېښي دي چې ښايي د پښتو ادبياتو په تاريخ کې د پام وړ ځای ،نه هېرېدونکی وي.
د پښتو ادبياتو د دغه مهال معنوي شتمنۍ او پانګه دومره ګټوره ده چې نه يوازې د افغانستان او پښتونخوا پښتانه پرې وياړي.بلکې دهند دنيمې وچې پښتانه هم پرې وياړي.
د خوشال خان خټک (۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ هـ ق) نيکونه د هند په مغلي دربار کې له مخورو کسانو څخه ګڼل کېدل نو ځکه خو لوی خان د اورنګ زېب د واکمنۍ تر مهاله تر ډېره وخته پورې د هند دربار ته نږدې وه، ولې کله چې د شپږمې مياشتې (۱۰۷۴ هـ ق) په ۱۲مه نېټه د جمعې په ورځ په پېښور کې ونيول شو او د هند په نيمه وچه رنتبور کې بندي شو دی دوه نيم کاله په ډيلي او رنتبور کې وه او بيا په اګره کې له بنده ازاد کړی شو. هغه وو چې بيا يې تورې ته لاس کړ. او د مغلو په وړاندې ودرېد ولې کومه قصيده چې ده د رجب په څلورمه (۱۰۷۷ هـ ق) ډيلي کې ويلې ده ماپه برېټش کتابتون کې ترګوتوکړه ،چې څو بيتونه يې داسې دي:
هـنــد پــه مــا بـــانـــدې دوزخ شـــه کـــه پـــه نــــور عالــــم جــنــت دی
بنــــــديـــــوان ور لـــــره راغلــــــم دا يو څــو مياشتـــې فــــــرصت دی
نور څــه مــه وايــه خــوشحــــالـــه
خوشال خان د پنځو کالو په شاوخوا کې ډېر څه د هند په تړاو ليکلي دي .دی په رنتبور، ديلي، اګرې او پنجاب کې اوسېدلی دی او د فراقنامې له مخې داسې ښکاري چې ده ښايي لومړی شعر په پنجاب کې کښلی وي:
«ما خوشحال په خوب دا حال ليدلی نه و
چې به دا د غم بيتونه په پنجاب کـــــــښم([1])
همدا ډول لوی خان په لاهورو ډيلي او د هند په نورو سيمو کې دېر شعرونه ليکلي دي.
زمانې له ښو يـارانــو نــه مهجـــور کړم
څه بـــلا يې مبتلا په ډېر ضرور کـــــړم([2])
فراقنامه د خوشال خان خټک هغه ګټور اثر دی چې په هندوستان کې د ده د شتون په مهال يو شمېر شعرونه پکې راغلي دي.
د فراقنامې په چاپي نسخه کې غزلې، قصيده، څلوريزې، ټوټې، مثنوي او د شعر نورې بڼې پکې موندلی شو. که څه هم خوشال خان ټول شعرونه چې په هند کې کښلي دي په فراق نامه کې ندي راغلي ولې په کلياتو کې خوندي دي. له دې سربېره لوی خان د هند په رنتبور کې ذالقافيتين هم نظم کړی دی چې د هغه مهال په ادبياتو کې ساری نلري.
پښتنــې جونې دې زلفې باد ته نيســــي
چې شمال يې بوی راوړي تر رنتبوره
خوشال خان خټک نه يوازې په هندوستان کې شعرونه ليکلي دي بلکې د «دستارنامې» په نوم يو بل ګټور اثر يې په نثر هم کښلی دی چې بېلابېل ټولنيز توکي په کې تر سترګو کېږي.
ما (سنګروال) په برټش کتابتون کې د خوشال خان خټک څلور ټوکه قلمي نسخې ولوستلې چې په لومړني قلمي ديوان کې د قصيدو برخه، غزلونو برخه، د قطعاتو برخه او د رباعياتو برخه شامله ده.
«خوشال خان د دېوان دا قلمي نسخه په څلور برخو وېشل شوې ده.»([3])
لومړی قلمي نسخه شيخ محمد اعظم او دويمه لاسي نسخه د کشمير محمد عالم لخوا کاپي شوې دي. خو د دوه نورو نسخو کاتبان يې تر سترګو نشول.
د خوشال خان خټک د مهال يو نامتو شاعر چې د هندوستان په دکن کې مېشت وه قلندر نومېده د ده د شعر او شاعرۍ په تړاو پخپله خوشال خان او د ده زامنو اشرف خان هجري او سکندر هم يادونه کړې ده:
څوک پاوی څوک نيم پاوی دی
قلندر پکــــــــې نيـــــــم سېــــر
(خوشال خان خټک)
«د سکندر د قلم خوند يې که تر خوله شـي
قلندر به خپـــــــل قلـم پـه دکــن مــــات کا([4])
له دغو يادونو څخه دې پايلې ته رسېږو چې قلندر مومند چې د خوشال خان خټک معاصر وه په دکن کې اوسېده.
«تر خپل خوی پــورې نــاچـــار يــم قلــنــدر يم
عاشقي توره بلا زه يې خــوا هــــــان يـــــــــــم»([5])
اشرف خان هجري هم کله چې په عمر اته څلوېښت (۴۸) کلن وه د مغلي چارواکو لخوا هندوستان ته بندي بېول کېږي او بيا د ژوند تر پايه همالته اوسېږي.
کله چې دی له روه نه هند ته يووړل شو ،لومړی «ګواليار کوټ» کې بندي وه او بيا « کړکي» زندان ته واستول شو او په پای کې بېچاپور ته چې همدلته ومړ.
د زړه باز يې تل د روه په ځمکه ګرځـــي
که هجري په «دکن» ناست خالي بدن دی
هجري د خپل ژوند نږدې څوارلس کاله په هندوستان کې تېر کړل او ما د ده دوه قلمي نسخې په برټش کتابتون کې له پامه تېرې کړې. «لومړۍ لاسي نسخه چې «پادري هيوز» ته د کتاب د اصلي نسخې له مخې چې د پېښور له جمال ګړۍ افضل خان سره وه کښل شوې ده.»([6])
ولې دويمه لاسي نسخه چې د اشرف خان هجري پنځوس (۵۰) غزلونو غور چاڼ دی (۱۰۴۴ – ۱۱۰۶ هـ ق) د ميجر راورټي لخوا معرفي شوې ده.
يو بل اشرف خان چې وروسته څېړونکو دی د اشرف خان خليل په نوم ياد کړی دی ،د هندوستان په رام پور کې استوګن وه .د ده په شعرونو کې غزلې او رباعي ترسترګو کېږي. پادري هيوز په کليد افغاني کې د ده دوه غزلې چاپ کړې دي ،چې ښايي له چمن بې نظير څخه يې اخستې وي. دی د عبدالقا درخان ختک معاصر و:
د خليل اشرف روزي هسې پايه کړې
چې يې زړه د يار له ياد وارام نه کــا
د خوشال خان دلارې او سبک يو لاره وی شاعر فيض محمد نومېږي چې د هندوستان په خاوره کې مېشت وه.
د دغه شاعر يو شعر د روهېلکنډ د شاعرانو د شعرونو په جونګ کې راغلي دی.
دی يو غزلبول شاعر وه او په شعر کې هنري ارزښت تر سترګو کېږي چې څو بېلګې يې داسې دي:
نن په ما د هجــر وقت دی ګوره څه شـــی
ناقرار مې خوار صورت دی ګوره څشــی
د ژندون امېد مـــــې نشته دی بې مرګــــه
د هجران زبون زحمت دی ګوره څه شـی
ساقي هېڅ صـــــــرفه د ميو را ومـکـــړه
دا يو څو ورځې مهلت دی ګوره څه شـی
همدا ډول په هندوستان کې يو بل پښتون شاعر غلام محمد ګګياڼی دی. دی د شېرخان زوی چې د «روه» د دوابې اوسېدونکی وه.
ده معراجنامه په ۱۱۱۵ هـ ق کال له پارسي نه پښتو ته د نظم په بڼه را وژباړله چې د معراجنامې په پای کې داسې راغلي دي:
سن د هجــــر وه زر سل پنځلس کالــــه
دا بيان چې غلامي ابن شېر خان کــــــه
په صورت سړه بنی خښی وايـه شـــــي
ملک وطن يې دوابه پکې ګـذران کــــه
په تپه کې ګګياڼــی ذات موکاخېــل يــم
د قسمت دانې چې بند په هندوستان کــه
د نبي معـــــراجنامه په پارســـي ژبـــه
مـــــــا غلام محمد پښتو ژبــه بيان کـه
ما (ليکوال) د ده يو بل اثر چې سيف الملوک بدرۍ جماله نومېږې په برټش کتابتون کې ومونده.
د سيف الملوک او بدرۍ جمالې دوه قلمي نسخې په برټش کتابتون کې خوندي دي.
د لومړۍ نسخې کاتب معلوم ندی خو د دويمې لاسي نسخې کتابت سراج الدين ملتاني ،ميجر راورټي ته کړی دی «د کتابت د پای نېټه ۱۲۷۱ ل کال د ربيع الثاني ۱۶ ښودل شوې ده او په ۱۸۵۵ عيسوي کال کاپي شوې ده او د نسخې په پای کې راغلي دي:
تمه تمام شه بتاريخ ۱۶ ربيع الثاني ۱۲۷۱ هـ Major.H.G.Raverty»([7])
ده د لومړۍ لاسي نسخې چې اوس په ۳۹۸ پرلپسې شمېره په برټش کتابتون کې خوندي ده د سلطان محمود په اړه د پيل يوه بيت کې ويلي دي:
ښه مجلـــس يې اراستـه کـــړ د خوښی
په خدمت ورتـــــه ولاړ و وزيــــــران
د هندوستان په خاوره کې يو بل پښتون شاعر او ټولنيز شخصيت ميا فقيرالله جلال ابادي دی.
نوموړي د يوه نظم له مخې خپل نيکنی ټاټوبی او د استوګنې ځای داسې په ګوته کړی دی:
يــم لـــه هنــد وطــن مــې جانــه د روتـــــــــاس د ملک پر دانـــه
پـــلار نيکه مې دغه ځـــــای وو بـــــزرګا
د «بزرګانو» له يادونې نه د ده موخه دا ده چې د ده نيکونه د ننګرهار د جلال اباد د مزينې حصارک (دا غلجی حصارک ندی) څخه وو. خو دی د هندوستان د روهتاس په «وډه کوه = وډه ګره» کې د ۱۱۰۰ هـ ق په شاوخوا کې زېږېدلی دی ولې بيا وروسته «ښکار پور» ته تللی چې د ژوند تر پايه همالته پاتې و چې په پای کې ۱۱۹ اهـ ق کال هورې ومړ.
ميا فقيرالله جلال ابادی د ډېرو علمي آثارو څښتن دی ولې موږ يې د دريو علمي اثارو په اړه معلومات لرو.
۱
ا- فوايدفقيراله: په مثنوي بڼه کښل شوی دغه اثر دوه برخې لري چې يوه برخه يې د فوايد دعا پنوم ده چې ۳۳۱ بيتونه لري او بله برخه يې فوايد دوا پنوم يادېږي چې د ټولو بيتونو شمېر يې ۲۶۴ ته رسېږي.
د حکمت لــه علمـــه يـــاره وايم تا ته بـــرخــــــور داره
زه له بو علـــــي سينا نـــــه ښــــه قاعـــــد ښيــم وتـــاته
۲- اسماء الحسنی: دا هم يوه پښتو منظومه رساله ده چې د بيتونو شمېر يې ۴۷۸ ته رسېږي چې څو بېلګې دا دي:
ربــــــه ستا ثنـــا بـــه وايــــم څــــو ژونــــدی په دا دنيا يـــم
کل ثنــــــــا ده ستـــــا لايقـــه ای د کل جهــــان خـــــالقــــه
۳- کيما سعادت: د ميا فقيراله جلال ابادي دغه اثر هم منظومې برخې لري او هم منثورې ،چې موږ په لنډ ډول سره يې يادونه کوو:
اول ثنـــا وايـــــــــــم د رب په ډېــــر عجزو پــــــه ادب
هم صلوة پـــــر محـــمد دی چې محبوب د پاک احـد دی
له يادو شوو نظمونو سربېره د نثر يوه بېلګه يې بيا داسې ده:
نوې جامې چې څوک سکڼي يا يې اغوندي يا سر خريي يا سر وينځي، د شنبې په ورځ کې څوک نوې جامه اغوندي له غمه له اندوه به خلاص وي…
ميا فقيراله جلال ابادي په پښتو، پارسي، عربي او هندي ژبو خبرې کولی شوی او په عربي او پارسي ژبو يې هم ليکنې کړې دي.
دی د احمد شاه بابا معاصر وه او پلار يې عبدالرحمن نومېده.
د هندوستان په ډيلي کې استوګن يو شاعر عبدالرحمن وه چې په ابن الفقيه نامتو وه او څو شعرونه يې داسې دي:
اې طالـــــــبه قرآن خـوانــــه
دا نکتـــــــه واوره له ما نـــه
چې ترتيل دی په درې قسمـه
هم يې زده کړه په درې اسمه
له ده نه وروسته د هندوستان د لکنهو د خاورې اوسېدونکی شاعر اميرشاه وه چې په محمدعلي يادېده. دی په ګواليار (۱۲۸۷ هـ ق) کې هم اوسېدلی دی او په ۱۲۶ بيتونو يې يوه منظومه رساله هم کښلې ده .له ده څخه يوه شمايلنامه پاتې ده، چې له بيان نه وروسته په دغه بيتونو پايته رسېږي.
اميـــــرشاه زهـيـــــر دی ژاړي
صبـح و شـام درتــــه ولاړي
امير شاه په خوږو پور کـړه
کل غمونی له زړه دور کړه
د هندوستان په بنارس کې دېره يو شاعر ميا عبدالحليم کاکاخېل وه (۱۳۰۵ کالو په شاوخوا کې) چې د شيخ شاه ولی الله دهلوي د چهل حديث رساله يې پښتو ژباړه ده.
د عبدالحليم کاکاخېل خټک د وفات نېټه ۱۳۳۴ هـ ق کال په شاوخوا کې اټکل شوې ده.
په نامه عبداحليم ميا کاکا خېل يـــم
اوس له خپلو عزيزان وروڼو بېل يم
بنارس کــــې مې نيولی و مقـــــــام
کتاب بيا مونده په هغه ځای تمــــام
[1] – ختک خوشال خان فراقنامه ۲ مخ.
[2] – کليات خوشال خان خټک ۵۶۲ – ۶۳ مخونه.
[3] – سنګروال شهسوار د برتانيا په کتابتون کې پښتو قلمي نسخې ۹۶ مخ.
[4] – د خټک سکندر دېوان د کامل مومند په زيار (پېښور ۱۹۶۲) ۴۷ مخ.
[5] – ديوان هجري د د همېش خليل په زيار (پېښور ۱۹۵۸) ۹۷ – ۹۸ مخونه.
[6] –
[7] – سنګروال شهسوار د برتانيا کتابتونونو کې پښتو قلمې نسخې ۱۳۹ مخ.