په داستاني ادبیاتو کې حقیقت یا فیکشن په څه مانا؟ د داستان بنسټ په حقیقت نه دی ایښودل شوی او داستان په ژوند کې د رامنځته شویو واقعي پیښوبیان نه دی او د داستان کرکټرونه بهرنی وجود نه لري.
په حقیقت کې د رومان موخه دا نه ده، رومان له هماغو لومړیو شیبو تاسو ته وایي چې رښتیا نه دی، نو په داستاني ادبیاتو کې زموږ موخه له حقیقت نه څه ده؟
په رښتیا سره زموږ موخه انساني حقیقت دی، نه واقعیت یا مستند حقیقت، ژورنالستیک او ثبت شوی حقیقت. موخه هغه حقیقت دی چې موږ یې د انسان په توګه پيژنو؛ د یو بل په اړه حقیقتونه، دا چې څه ډول یو له بل سره تعامل کوي، زموږ د کمزورتیا او پياوړتیا ټکي په څه کې دي او زموږ د ژوند مانا څه ده.؟

موخه مې داده چې دا هغه څه دي چې موږ یې په رومان یا داستان کې وینو، واقعا موږ اړتیا نه لرو چې پوه شو، د انا کارينينا شخصت په واقعي توګه شته کنه، اړتیا لرو چې هغه وپيژنو، انګیزې یې او یاهم دا چې داستان یې موږ ته د ژوند په اړه څه وايي، دا هغه ډول حقیقت دی چې موږ د لوستونکي په توګه په ادبیاتو کې ورسره مخ کیږو.
د لومړي ځل لپاره په دې بریالی شوم چې خپل رومان کې يوې الوتونکې کوچنۍ غالۍ ته ځای ورکړم، دا هغه څه وو چې وړاندې له دې مې غوښتل.
خو کله چې غواړی په خپل داستان کې کوچنۍ الوتونکې غالۍ ولرى، باید په اړه یې له ځانه ریښتونې او له واقعیته ډکې پوښتنې مطرح کړئ؛ دا چې څه حس لري چې داسې غالۍ باندې ودریږي اوپورته ولاړ شي؟
ایا پر مخ به یې تعادل ساتل ستونزمن نه وي؟ ایا حرکت به له یو شدید ټکان سره مل وي؟ یا هم کولی شو غالۍ یوه لوري ته کږه کړو؟ یا په لوړه ارتفاع کې به هوا ډيره سړه نه وي؟ څنګه به په لوړه هوا کې له غالۍ سره ځان ګرم وساتو.
فکر کوم که داسې پوښتنې له ځانه وکړى، دغه ټکی لوستونکو ته د منلو وړ ګرځي او په داسې څه بدلیدیږي چې کیدای شي شتون ولري او یا که شتون لري، کار یې داسې دی چې توضیح ورکوي.
خو زما رومان، یوې کیسې، افسانې او یا هم یو تمثیل ته ستاسو لید داسې دی لکه چې په خپل کور کې ځینو وسایلو ته ګورى چې په رښتيني ډول شتون لري.
تاسو په داسې داستانونو کې د هغو کسانو په لټه کې یاست چې کړنې یې تاسو ته د منلو وړ وي او تاسو دغه کړنې پيژنی،هغه کړنې د طبيعت او ستاسو کړنو په اړه څه درښيي یا هم ستاسو د ژوند په اړه دي،
نو په دې توګه انساني حقیقت هغه څه دی چې په ادبیاتو کې پسې ګرځو او کیدای شي له بیلابیلو لارو یې بیان کړو.