مرکه: نیویارک ټایمز/ ژباړن: عبدالرحمن امیري
د افغانستان د ولسمشر د مرستيال عبدالرشید دوستم، يوه پخواني سیاسي ملګري او اوسني سیال –احمد ایشچي- ویلي چې د جنرال دوستم له خوا، تېره میاشت تښتول شوی، شکنجه شوی او بیا جنسي تېری هم پر شوی دی.
نوموړي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل:
کله چې جنرال دوستم، د ولسمشر اشرف غني تر سفر وروسته، د افغانستان سرپرست ولسمشر وو نو په هغه وخت کې یې راڅخه ډېره ناوړه ګټه واخیسته؛ په مرګ یې وګواښلم او ویې ویل، که دې ووژنم نو هیڅوک به دې پوښتنه و نشي کړای؛ نوموړي زياته کړه، چې بیا يې پر ستوني زور را وکړ او پر ځمکه وغورځولم، په داسې حال کې چې سخت یې ټپي کړی وم او وینه راڅخه بهېدله، خپل کور ته یې یووړم. د جنرال دوستم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تور د جنرال دوستم، د بدنامولو لپاره یوه دسیسه ده؛ په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ښاغلی ایشچي اختطاف شوی نه دی، بلکې هغه د امنیتي قواوو په وسیله، د مخالفینو د حمایه کولو په تور نیول شوی او اوس هم تر څېړنې لاندې دی.
په خبرپاڼه کې دا هم ليکل شوي چې دا واضح خبره ده چې دلته ګوډاګي عناصر موجود دي او دوی تل هڅه کوي چې نړیوال ذهن تر تاثیر لاندې راولي؛ موږ دوی ته دا توصیه کوو چې له دې چټیاتو څخه لاس واخلي او له وخته مخکې قضاوتو څخه ډډه وکړي.
بلخوا بيا، څو عیني شاهدانو، جنرال دوستم تېره میاشت، د افغانستان په شمال کې، د بزکشي لوبې په دوران کې ولید چې ښاغلی ایشچي يې و واهه؛ د هغه له نفرو سره يو ځای یې په موټر کې واچاوه او نامالوم لوري ته يې يوووړ؛ په هغه وخت کې به له دوستم څخه رسنيو بیا- بیا پوښتنه کوله، خو هغه او نفرو به یې هیڅ نظر نه ور کاوه.
ښاغلي ایشچي وویل، که دوستم زه وژلی هم وای نو پروا مې نه لرله؛ خو اوس ده زما شخصیت ته صدمه رسولې، زما حق یې تر پښو لاندې کړی، زه یې پوښتنه کول غواړم؛ خیر که هغه مرستیال ولسمشر دی، خو زه هم د دې هیواد يو اوسېدونکی يم.
که څه هم په کابل کې ډېرو لویدیځو سفارتو، د ایشچي په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو ایشچي پر همدې بسنه نه ده کړي؛ نوموړي له نورو خبري سازمانو غوښتي چې د پيښي په اړه دقېقه پلټنه وکړي.
تېره سه شنبه اروپایي اتحاديې وویل چې غړي یې په کابل، اسټرالیا، کاناډا او ناروې کې حاضر شوي چې په مجموع کې له بشري حقونو څخه د سرغړوونکو ټول راپورونه، په خاص ډول د ايشچي دا، په عادلانه او شفافه توګه وڅېړي.
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري وویل: حکومت ژمن دې چې د دې پېښي په اړه څېړنه وکړي ښاغلي چخانسوري زياته کړه، دا چې د افغان حکومت لپاره هېڅوک هم ترقانون لوړ نه دی، نو پر همدې اساس به موږ د دې پېښي په اړه څېړنه کوو.
په تېرو کلونو کې، متحده ایالاتو، سره له دې چې جنرال دوستم يې د يوه جنګي جنايتکار په توګه پېژندی، خو بيا يې هم له پخواني ولسمشر کرزي څخه غوښتنه وکړه چې جنرال دوستم د کمپاین د ملګري په توګه، د مقابل طرف په وړاندي استعمال کړي.
دوه کاله مخکې، د ولسمشر غني هدف هم په انتخاباتو کې د ازبک قوم ملاتړ ترلاسه کول وو؛ کله چې غني دوستم د مرستيال په توګه انتخاب کړ نو د خلکو اندېښنې زياتې شوې، خلک ځکه وډار شول چې ولسمشر غني د يوه مالوم قاتل ملاتړ کوي.
په هغه وخت کې، ښاغلي غني او د ده کمپاينرانو، دوستم قانع کړ چې پر تېرو جرمونو له ولس څخه رسمي بخښنه وغواړي.
له هغه وخته تر اوسه د دوستم بېلابېل ګواښونه اورېدل شوي دي، چې له هغې جملي څخه يو شکايت يې د اکټوبر په میاشت کې، د يوه خبري کنفرانس پر مهال، هغه ګواښ وو چې ويل يې، که چيري حکومت راته خپل حق را نه کړي نو شايد چې د حکومت په وړاندي زما غوصه را وپاریږي.
د بشري حقونو د څیړونکو له جملي څخه، پاټریشا ګوسمان وويل: په ۲۰۱۴ کال کې، د غني له لوري د دوستم لاسته راوړو، هغه غلطي بیا تکرار کړه چې افغانستان له ۲۰۰۱ کال څخه ترې ځورېده.
نوموړي زياته کړه چې ښاغلی غني د دوستم له ریکارډه ښه خبر وو او هم یې په زیان پوهېده، خو ده يې بيا هم د لاسته راوړو هڅه کوله او په یوې بخښني سره يې هر څه سم وبلل؛ مګر حقیقت دا دی چې غني د دې جنګسلارانو او زور واکو له لاسه، نه قانون په چا منلای او نه يې هم تطبیقولای شي، نو ځکه په ټولو هڅو کې ناکامیږي.
د جنرال دوستم او ښاغلي ایشچي ملګرتیا، دری لسیزې مخکې پيل شوه او له افغانستانه د شوروي کمونیستي حکومت تر وتو پورې يې دوام درلود.
جنرال دوستم له ښاغلي ایشچي څخه غوښتنه کړې وه چې د سيمییزې ملېشې مشر شي، خو ښاغلي ایشچي د نوموړي دا غوښتنه رد کړې وه او ویلي یې ول چې زه نه غواړم د جنرال دوستم تر امر لاندې کار وکړم.
د نومبر پر ۲۵- مه، کله چې په شمالي ولایت –جوزجان- کې، د بزکشۍ لوبې په دوران کې، چې یوه طرف ته يې د ایشچي د نفر آس وو، په مقابل کې یې، د دوستم د نفر آس وو؛ ايشچي وويل چې په همدې حال کې، زه مرستیال ولسمشر ور وغوښتم.
نوموړي وویل چې دوستم زما په سپکاوي شروع وکړه او زه يې له خپلو باډیګارډانو سره په میدان کې ونېولم؛ له نيولو سره سم يې، زما پر مرۍ، په داسي حال کې زور وکړ چې کم و زيات ۲۰۰۰ نندارچيانو زموږ ننداره کوله.
ايشچي زياته کړه چې د دوستم کسانو زما لاسونه شاته را وتړل، بيا يې په زغرال موټر پورې ټينګ وتړلم او د دوستم ترکوره پورې يې پسي کشولم؛ نوموړی زياتوې چې دوی زه داسې را ګیر کړی وم لکه یو لېوه چې یوه مېږه را ونیسي؛ واسکټ یې را وشکاوه؛ بوټونه و پتلون یې راڅخه وايستل
ښاغلي ایشچي وویل: د جنرال دوستم په شخصي زندان کې يې ډیر سخت و ځورولم، د دوستم یوه نفر، پر ما د جنسي تيري پر مهال، د کلاشنکوف په خوله، په داخلي برخه کې ووهلم چې وينې راڅخه وبهېږي.
ښاغلي ایشچي وویل: پنځه ورځې مې د جنرال دوستم په زندان کې تیرې کړې، بیا وروسته د محلي استخباراتو د افسر لاسته ورغلم؛ د محلي استخباراتو ادارې لس ورځې وساتلم او د ټپونو تر رغېدو وروسته یې خوشی کړم.
نوموړي زياته کړه چې سخت ټپي وم، مخ مې اینه غوندې ښکارېده؛ اول ځل مې خپل مخ، هغه وخت په هنداره کې روغ ولید چې د استخباراتو په اداره کې د یوه ډاکټر تر درملنه لاندې وم.
ښاغلي ایشچي يوه خبريال ته، د خپلو لینګيو ښکاره کولو په وخت کې وويل: زما جرم څه دی؟
هغه څه حق لري چې ما ووهي او شخصي زندان ته مې یوسي؟
زه به هر څه وکړم؛ هرې دروازې ته به ودرېږم؛ زه د خپل عزت پر ځای کول غواړم!
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ دريمه / پرلپسي ۱۰۷ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۲۸/ ۱۳۹۵
تر ټولو مخکې هغه له دندې نه لرې او د دې کار لپاره د ملی شورا دواړه مجلسونه باید خپل توافق اعلان کړي . ورپسې پر دوستم معاش ، د وسلو او مهماتو ، تجهیزاتو اکمالول ، خارجي سفرونه بند کړی. دوسیه یی نړیوالی محکمې ته وړاندې کړی . هغه به خپله له قدرته ولویږی او په مقابل کې د ازبکو له شریف قوم نه پوه ، خبیر او ملی کسان تقویه کړی ، انشاالله ډیر ژر به په ګونډو شي.