نګرهار والي وایي کورنیو چارو وزارت دې ژر تر ژره د جلال اباد ښار حوزې زیاتې کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کورنیو چارو وزارت ارشد معین لوي پاسوال عبدالرحمن رحمن سره د لیدنې پر مهال وړاندیز وکړ،چې د کورنیو چارو وزارت دې ژر تر ژره د جلال اباد ښار امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه د دغه ښار حوزې زیاتې کړي .
دغه لیدنه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت، د سرحدي پولیسو عمومي قوماندان،۳۰۳ شمشاد زون قوماندان،د ملي اردو څلورمې پلې لوا،عامه نظم،سرحدي پولیسو او ننګرهار امنیه قوماندانانو،ملي امنیت رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د پچیراګام ولسوالۍ امنیتي وضعیت ښه شوی او په ملکي برخه کې د یادې ولسوالۍ ولسونو سره د مرستې په موخه یې مسؤلینو ته دندې ورکړي.
نوموړې د پاڅون کوونکو د تجهیز او اکمال، د جوړو شوو پوستو،جوړېدونکي بېزونو او یو شمېر نورو امنیتي موضوعاتو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلي منګل همدا راز ټینګار وکړ،چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د لا ښه والې په موخه اړینه ده،چې د ولسونو د شته همکارۍ څخه ګټه واخیستل شي او په بېلابېلو ولسوالیو کې د ولسي پاڅون کوونکو په لیکو کې جذب شي .
ننګرهار والي همدا راز د کورنیو چارو وزارت ارشد معین څخه غوښتنه وکړه،چې ژر تر ژره دې د جلال اباد ښار د امنیتي وضعیت د لا ښه والې په موخه په دغه ښار کې د حوزو شمېر زیات کړي.
د ملي امنیت رئیس برید جنرال داد محمد حریفي او د ملي اردو څلورمې پلې قوا لوا قوماندان بریدجنرال محمد نیسم سنګین هم پخپلو برخو کې د کورنیو چارو وزارت ارشد معین ته معلومات ورکړل .
د کورنیو چارو وزارت ارشد معین لوي پاسوال عبدالرحمن رحمن ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې د جلال اباد ښار د حوزو د زیاتولو په موخه به ژر تر ژره منابع پیدا او عملي چارې به ترسره کړي .
هغه همدا راز په دغه ولایت کې د ولایت مقام په مشرۍ د امنیتي منسوبینو ترمنځ د ښې همغږۍ څخه ستاینه وکړه او په یو شمېر نورو برخو کې امنیتي مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې .
مشرانو جرګې رئیس او ننګرهار والي د ننګرهار وروستي سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه ناسته وکړه .
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیمار او سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په درېیمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال په وروستیو سیاسي، امنیتي او نورو موضوعاتو د یوې ناستې په ترڅ کې خبرې اترې وکړې.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مشرانو جرګې رئیس ته په دغه ولایت کې د سیاسي، امنیتي او نورو برخو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
هغه همدا راز د مشرانو جرګې رئیس څخه په دغه ولایت کې په یو شمېر برخو کې د ځآنګړې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیمار په دغه ولایت کې د وروستیو مثبتو تحرکاتو له امله د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کړنو ستاینه وکړه .
نوموړي ډاډ ورکړ،چې په ټولو برخو کې د ولایت مقام سره همکار دی او هر ډول سیاسي،امنیتي او نورو ستونزو ته به په ګډه د حل لارې چارې ومومي .
د ننګرهار د ملکي هوایي میدان د جوړولو په موخه راتلوونکي اونۍ د هوايي چلند ادارې له لورې عملي سروې پیل کیږي.
د هېواد د هوایي چلند ادارې مرستیال محمود شاه حبیبي وایي په راتلوونکې اونۍ کې به د ملکي هوایي میدان د جوړولو په موخه د سروې ترسره کولو لپاره یو مسلکي ډله ننګرهار ته را ولیږي.
نوموړې دغه څرګندونې د مرغومې په درېیمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال وکړې.
د دغه لیدنې پر مهال د ملي امنیت شورا ارشد سلاکار فرید ماموندزي او د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسون رئیس امیرخان یار هم شتون درلود.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،څو ځله پخوا هم په ننګرهار کې د ملکي هوايي میدان د جوړولو په موخه هڅې شوي،خو د بېلابېلو لاملونه له امله یې چارې نه دې پیل شوې .
هغه د هوایي چلند ادارې څخه په کلکه غوښتنه وکړه،چې د ولایت مقام په بشپړ ملاتړ او همکارۍ او همد راز د ولسي جرګې د غړو په ځآنګړې پاملرنې سره دا ځل د ملکي هوایي میدان د جوړولو چارې پیل کړي .
د هوایي چلند ادارې مرستیال محمود شاه حبیبي وویل،د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسون د رئیس امیرخان یار په ځآنګړې پاملرنې سره به د راتلوونکې اونۍ په اوږدو کې یو مسلکي ډله ننګرهار ته د ملکي هوایي میدان د جوړولو په موخه د مسلکي سروې ترسره کولو لپاره را وستوي.
هغه ډاډ څرګند کړ،چې دا ځل به د ملکي هوایي میدان د جوړولو چارې تر وروستیو پورې تعقیب کړي .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او د مالي او بودیجې کمیسون رئیس امیرخان یار وویل،د سروې ترسره کولو وروسته به په جدي ډول هڅه وکړي،چې د ملکي هوايي میدان د جوړولو عملي لومړنۍ چارې پیل کړي .
نوموړي ډاډ څرګند کړ،چې په دغه برخه کې به هر ډول ستونزو ته د حل لازمې لارې چارې ومومي .
په همدې حال کې د ملي امنیت شورا ارشد سلاکار ډاکټرفرید ماموندزي او ننګرهار والي په دغه ولایت کې د داخلي بې ځایه شوو او را ستانه شوو کورنیو د استوګنې او نورو مرستو په اړه خبرې اترې وکړې.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ډاډ ورکړ،چې کډوالو ته د ښارګوټې ، سل میلیونو افغانیو د ویش او ۶۳ میلیونه افغانیو مرستې د ورکړې په موخه یې منظمې چارې دوام لري .
چاودونکي توکي او مهمات ونيول شول.
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ سلطانپور سيمه کې پوليسو د پلټنې پر مهال له يوه زوړ کور څخه مهمات، چاودونکي توکي او ماينونه ترلاسه کړي دي.
په دغو چاودونکو توکو او مهماتو کې ۲ مزايل مرمۍ، ۲ هاوان مرمۍ، ۳ پرسونل ضد ماينونه، ۲ لاسي بمونه، ۴ کړۍ حق سوق او پنځه سوه کيلو ګرامه نور چاودونکي توکي شامل دي.
د معلوماتو له مخې دغه چاودونکي توکي په ياده کلا کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي و او غوښتل يې، چې په تخريبي کړنو کې ترې کار واخلي، چې پوليسو کشف او ترلاسه کړل.
د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ اړوند په کوز او بر پچير سيمو کې د پاڅون کوونکو لپاره د جوړيدونکو امنيتي پوستو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
بل لورته په ياده سيمه کې پنځه سوه پاڅون کوونکو باندې ژمني بېلا بېل ډوله توکي وويشل شول.
د پچيراګام ولسوالۍ اړوند په کوز او بر پچير سيمو کې د پاڅون کوونکو لپاره د جوړيدونکو امنيتي پوستو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمد جان (درياب) د يادو پوستو له روانو چارو څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه ،چې د پچير اګام ولسوال ميرباز ممتاز او ددې ولسوالۍ امنيې قوماندان شازمين ساپي يې ملتيا کوله .
بل لورته د سيمې پنځه سوه پاڅون کوونکو باندې ژمني بېلا بېل ډوله توکي وويشل شول.
مسوولين وايي: په يادو توکو کې د بسترو او پخلنځي وسايلو سربېره هغه څه شامل دي ،چې په ورځني ژوند کې ورته اړتيا ليدل کېږي.
د څلورمې پلې لوا درستيز وال ډګروال محمد جان درياب د پچير اګام ولسوالۍ ولسونو ميړانه وستايله ،چې په وينا يې تل يې امنيتي ځواکونو سره په ګډه له خپلې سيمې دفاع او ساتنه کړې ده.
د پچير اګام ولسوال د امنيتي ځواکونو قربانۍ د قدر وړ يادې کړې او په ولسونو يې غږ وکړ ،چې د تېر په څير له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي .
دوه داعش وسله وال ووژل شول.
ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ دروازه ګۍ سيمه کې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په برېد کې دوه تنه داعش وسله وال ووژل.
په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
څلور تنه وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور ونيول شول
د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ تريلي په سيمه کې پوليسو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه وسله والو مخالفينوسره د تړاو په تور نيولي دي.
د معلوماتو له مخې نيول شوي کسان اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.
سمونوال محمد ایوب حسین خیل په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د نوي قوماندان په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو نوی قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خېل د پاسوال په بست کې د یو لړ ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې د مرغومې په ۴مه منسوبینو ته ور وپېژندل شو او د نوموړي د سنګر ملګري شهید زړور زاهد په نوم د پولیسو روزنیز مرکز په رسمي ډول پرانستل شو.
د ختیځ زون سرحدي لوا په قرارګاه کې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي څرګنده کړه، چې د ننګرهار ولسونو او ولايتي ادارې په غوښتنه یې په دغه ولایت کې د پوليسو روزنيز مرکز د شهيد زړور زاهد په نوم په رسمي ډول پرانیست.
هغه همدا راز د مرکزي ادارې څخه مننه وکړه،چې د ولايتي ادارې په غوښتنه،د کورنيو چارو وزارت په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ یې د شهید زړور زاهد د سنګر ملګری سمونوال محمد ايوب حسين خېل په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د نوي قوماندان په توګه وټاکه.
ننګرهار والي وویل: (( د ولايتي ادارې او ولسونو په غوښتنه د پوليسو روزنيز مرکز د شهيد زړه ور زاهد په نوم په رسمي ډول پرانیستل او د اروښاد د سنګر ملګری سمونوال محمد ایوب حسین خیل په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د قوماندان په توګه ګمارل د ننګرهار ادارې او ولسونو لپاره دوه د خوښۍ خبرونه دي . ))
ننګرهار والي په ختیځ کې د سرحدي پولیسو پخواني قوماندان مل پاسوال والي خان شینواري د هڅو،ولایت مقام سره د همغږۍ او د ښې دندې ترسره کولو له امله ستاینه او په راتلوونکې چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه .
هغه همدا راز په ختیځ کې د سرحدي پولیسو نوی قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خېل، چې اوسمهال د پاسوال په بست کې مقرر شوی د هغه د جګړو له کار نامو،ولسونو سره د اړېکو او ولایت مقام سره د ښې همغږۍ او همکارۍ څخه هم یادونه وکړه،نوموړې ته یې د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د پوليسو روزنيز مرکز د شهيد زړور زاهد په نوم په رسمي ډول پرانستل شو،پدې مرکز کې به د شهيد زړور زاهد په څېر زړور سرتيري، منسوبين په هېوادنۍ او سپيڅلې روحيه وروزل شي .
د کورنيو چارو وزارت ارشد معين لوی پاسوال عبدالرحمن رحمن وويل،ننګرهار ته يې د سفر موخه په ختيځ زون کې د کورنيو چارو اړوند امنيتي منسوبينو د کړنو ارزونه، د سرحدي لواء نوي قوماندان پېژندنه، دغه راز د ننګرهار امنيې پخواني قوماندان شهيد زړور زاهد په نوم د پولیسو روزنیز مرکز پرانيستل دي .
نوموړي د سرحدي زون نوي قوماندان محمد ايوب حسين خېل ته د مبارکۍ ترڅنګ د پوليسو د ظرفيت لوړونې او نورو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ډاډ څرګند کړ،چې د هېواد وسله وال پوځ او ولسونه په ګډه د نا اعلان شوې جګړې پر وړاندې په یوالې سره تخریب کوونکو ته ماتې ورکوي .
په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو لواء نوي قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل ژمنه وکړه، چې د خپل سنګر ملګرې شهيد زړور زاهد په څېر به د خپلې خاورې څخه دفاع وکړي او په دغه لاره کې هر ډول قربانۍ ورکول افتخار دی .
نوموړي ډاډ څرګند کړ،چې سرحدي پوليسو د ظرفيت لوړونې ترڅنګ به پدې ولايت کې د ټولو امنيتي ځواکونو سره ښه همغږي ولري.
د سرحدي زون د نوي قوماندان د پېژندنې په غونډه کې د یادو مسؤلینو ترڅنګ د ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت، په ختیځ کې د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر مسؤلینو،قومي مشرانو او د شهيد زړور زاهد د کورنۍ غړو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه .
په همدې حال کې د ننګرهار والي،کورنيو چارو وزارت ارشد معين او یو شمېر نورو مسؤلینو له لورې د سرحدي لواء نوي قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خیل په رسمي ډول امنيتي منسوبينو ته ور وپيژندل شو. او په کار يې پيل وکړ.