دخوست امنیه قوماندانی پولیسو په تازه لاسته راوړنو کې په زیات تعداد منفجره مواد،نشه یې توکي،دسیم بکس مخابراتي دستګاوې او یوعراده موټر له مظنونيو سره په مختلفو سیموکې دیولړ عملیاتو پر مهال لاس په لاس نیولي.
دپنج شنبې په ورځ دخوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت رسنیو ته په داسې حال کې چې نیول شوي منفجره مواد،نشه یې توکي او دسیم بکس مخابراتي دستګاوې یې وښودلې وويل چې دخوست قهرمانو ملي پولیس دتیرو دوو اوونیو په لړ کې زیاتې لاسته راوړنې لري چې دهغې له جملې څخه ۱۱دسیم بکس مخابراتې دستګاوې چې ۵ پایې لپټاپ کمپیوټرونه،۸ دانې بیټری ۴ سولرپه زرګونه تعداد دمختلفو مخابراتي شبکو سیمکارتونه او اړوند وسایل دعصمت الله په نوم له یوه پاکستاني تبعه سره داترا ادارې په همکاری چې په یوه کور کې ځای پرځای شوې وه لاس په لاس نیولي چې په غیر قانوي ډول یې فعالیت او دمخابراتي شبکو څخه یې غلاوې کولې.
همدارنګه امنیه قوماندان زیاته کړه چې پولیسو په تازه لاسته راوړنو کې دیولړ ځانګړو عملیاتو پرمهال په مختلفو سیمو کې ۴۵ بوتله الکولي مشروبات ۱۷ کیلو ګرامه چرس ۱۵ حلقې مختلف ماینونه،۵فیره دراکټ مرمی،یوفیر د ډي سي توپ مرمی،یوحلقه لاسي بم او دری سرګلولې نیولي دي
نوموړي زیاته کړه چې دترهګریزو کړنو په تړاو یې دوه تنه او دنشه یې توکو دپلور په تړاو یې تون تن هم نیولی چې دقانون منګلو ته یې سپارلي دي.
ښاغلي غیرت زیاته کړه چې پولیسواو نورو امنیتي ځواکونو په تعداد د۶۵ حلقې ماینونه چې دخاورې او ولس دښمنانو لخوا په مختلفو سیمو کې زمونږ دبې ګناه هیوادوالو دوژنې او وینې تویونې په موخه ځای پرځای شوي وو کشف او له منځه وړي دي.
امنیه قوماندان وویل چې تیرماښام یوعراده سراچه موټر چې زمونږ له یوه تن خوست میشتي څخه غلو تښتولی وو پولیسو په ډیر کم وخت کې ددوی له منګولو وژغوره او خپل خاوند ته یې وسپاره چې دغلو دنیولو پسې دپولیسو او کشفي ارګانونو هڅې روانې دي او ډیر ژربه یې ترنیول کیدو وروسته دقانون منګولو ته وسپاري.
نوموړي خوست میشتو ته ډاډ ورکړ هیچاته به اجازه ورنکړي چې په دې ولایت کې ورنکارې او غیرقانوني کړنې ترسره کړ ي او دا مهال په دې ولایت کې تربل هروخت دامنیتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي او ولسي همکاري پیاوړې شوې ده.
د خوست امنیه قوماندانی مطبوعاتي دفتر